د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۹

روسیې د اټمي وسلو په اړه د امریکا د نوې پالېسۍ پر خپاره شوي سند انتقاد وکړ


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه د اټمي وسلو په اړه د امریکا د دفاع وزارت د نوې پالېسۍ پر خپاره شوي سند سخت انتقاد وکړ.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې د امریکا د دفاع وزارت د دې پلان له امله مایوسي څرګنده کړه او ویې ویل چې خپور شوی سند د روسیې ضد او د مخاصمې اچوونکی دی.

د امریکا د متحدو ایالاتو د "اټمي پروګرامونو ته بیا کتنه" په نوم په راپور کې چې د جمعې په ورځ خپور شو، د جمهور رئيس ډونالد ټرمپ تر واکمنۍ لاندې، د امریکا د دفاع وزارت پر هغو پلانونو خبرې شوې چې د اټمي وسلو په ارتباط یې لري.

په راپور کې ویل شوي چې متحد ایالات د روسیې له لوري د زیاتېدونکو ګواښونو په غبرګون کې غواړي چې خپل اټمي وسله تون نوی کړياو د ټيټې کچې نوې اټمي وسلې جوړې کړي.

دا له ۲۰۱۰ میلادي کال راهیسې لومړی وار دی چې د امریکا پوځ په راتلونکو لسیزو کې د اټمي حملو د ګواښ په اړه خپل لید لوری بیانوي.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال پاتریک شانهن د جمعې په ورځ په دې اړه په واشنګټن کې خبریالانوته وویل:

"د سړې جګړې له ختم راهیسې، د امریکا متحدو ایالاتو ددې لپاره چې د اټمي وسلو شمېر او رول کم شي، کار کړی، خو داسې معلومېږې چې له هغې بیا کتنې راهیسې چې په ۲۰۱۰ کال کې شوې وه، نړۍ تغیر کړی دی، له ستونزو او پېچلو امنیتي مسایلو ډک چاپېریال د دې تقاضا لري چې د دفاعي قوت د زیاتولو لپاره ثابت ګامونه پورته شی، دا نوې کتنه د نن ورځې د امنیتي ګواښونو ځواب وايي، د اټمي دفاع ستراتیژي هم په کې سکڼل شوې او د اغېزمنې دفاع انعطاف منونکي قابلیتونه هم پکې شامل شوي دي."

د امریکا دفاع وزارت د اټمي پروګرامونو په بیا کتنه کې چې په ۷۵ مخونو کې خپره شوې، ویل شوي چې د ټیټې کچې اټمي وسلو جوړولو او د اټمي وسلو د زېرمه تون د نوي کولو پلان د روسیې د ستراتیژيو، د هغو ارزښتونو چې مسکو منلي او د روسیې د هغو هڅو ځواب دی چې په وروستیو کلونو کې یې د خپلو پوځي قابلیتونو د پراخولو لپاره کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې په ځانګړي ډول پردې سخته نیوکه شوې چې امریکا غواړي د ټیټې کچې اټمي وسلې جوړې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت

په بیان کې ویل شوي چې د امریکا دا کار به حتی د ټيټي کچې په جګړو کې د اټمي مزائیلو د استعمال لاره جوړه کړي.

خو د امریکا د دفاع وزیر د اټمي پروګرامونو د بیاکتنې په راپور کې لیکلي چې روسیې ته باید قناعت ورکړ شي چې حتی که په محدود ډول په اروپا کې د اټمي حملې ګواښ پېښ کړي، داسې ناوړه بیه به یې پرې کړي چې په خبره یې، د منلو وړ به نه وي.

د امریکا دفاع وزیر په دې راپور کې د شمالي کوریا، ایران او چین په اړه هم د متحدو ایالاتو اندېښنې ذکر کړې دي.

XS
SM
MD
LG