د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۸

د سوریې د سولې په اړه د خبرو نهم پړاو نن په ویانا کې پیلېږي


د سوریې په اړه د سولې د خبرو نهم پړاو نن په ویانا کې پیلېږي، د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د دې دوه ورځنیو خبرو هدف په سوریه کې د روانې اووه کلنې جګړې لپاره د یو سوله ییز هواري موندل دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټفان دي میستورا د چهارشنبې په ورځ وویل دا دوه ورځنۍ خبرې چې په کې د حکومت او اپوزېسون «بشپړ» هیئتونه برخه لري په ډېره مهمه مرحله کې ترسره کېږي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی سټفان دي میستورا به له هیئتونو سره بېلابېلې غونډې ولري چې په کې به خبرې تر ډېر د سوریې په اساسي قانون پورې پر تړلو مسئلو راڅرخي.

سټفان دي میستورا
سټفان دي میستورا

د سوریې په اړه تېره میاشت په جینوا کې د سولې دا ډول خبرې له کوم پرمختګ پرته پای ته رسېدلې وې.

هغه مهال د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د خبرو اترو د ناکامۍ ډېره پړه د بشار الاسد د حکومت پر استازو اچولې وه چې دده په وینا یې د اپوزېسون له ډلو غوښتل څو د سیاسي انتقال په بهیر کې د بشار الاسد د رول لرل ومني.

د فرانسې د بهرنیو چار وزیر د ویانا دا دوه ورځنۍ خبرې د سوریې د روانې جګړې د ختمولو لپاره «وروستۍ هیله» بللې ده.

په ویانا کې د سوریې د جګړې ښکېل لورې په داسې حال کې د سولې خبرو اترو ته کېني چې د جنورۍ په ۲۹ مه او ۳۰ مه نېټه روسیه په خپل تفریحي ښار سوچي کې «د سوریې د ملي ډیالوګ د کانګرس» په نوم د سوریې په اړه یوه غونډه جوړوي.

له روسیې سره د دې غونډې په جوړولو کې ایران او ترکیه ملاتړ کوي، همدارنګه لوېدیځ هېوادونو پرې تور لګوي چې په سوچې کې د سوریې د سولې په اړه د دې غونډې پر جوړولو غواړي د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د سولې روانې خبرې له پامه وغورځوي.

د سوریې ملي ائتلاف چې لوېدیځ یې ملاتړ کوي د سوریې د حکومت د اپوزېسون یوه مهمه ډله ده.

له دې ائتلاف څخه نصر الحریري وايي، په ویانا کې د خبرو اترو راتلونکې دوې ورځې د دواړو خواو په وړاندې یو واقعي امتحان دی.

سوریه
سوریه

نوموړي ویلي چې ډلې یې تر اوسه د سوچي په خبرو کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په سوچي کې د سوریې د ملي ډیالوګ په کانګرس کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، ځکه موږ تر اوسه د سوچې د غونډې په اړه روښانه معلومات نه لرو، موږ غواړو چې لومړۍ په بشپړ تصویر پوه شو، زه فکر کوم چې زموږ پرېکړه به تر ډېره په دې پورې اړه ولري چې په راتلونکو دوو ورځو کې څه کېږي او په دې پورې اړه لري چې ټولې خواوې په واقعي خبرو کې ګډون ته چمتوالي وښيي."

مسکو وايي په سوچې کې د سوریې د سولې په اړه د خبرو هدف یې، د پخو نتایجو سره د ملګرو ملتونو په ملاتړ د روانو مذاکراتو ساتل دي.

روسیه او ایران د سوریې په کورنۍ جګړه کې د بشارالاسد د رژیم نېږدې ملاتړي دي.

XS
SM
MD
LG