د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

"م.م": د سوريې حکومت د سولې په مذاکراتو کې ګډون تأیید کړی


د سوریې حکومت د دې هېواد د سولې په هغو خبرو اترو کې خپل ګډون تأیید کړی دی چې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» په جنوا کې ترسره کېږي.

د ملګرو ملتونو د سازمان ویاند الکساندر ویلوڅي وايي، د سوریې لپاره د دې سازمان ځانګړي استازي اسټفان دي میستورا له دمشق څخه پیغام تر لاسه کړی چې په‌کې ویل شوي، د سوریې د حکومت یو پلاوی به نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» جنوا ته ورسېږي.

ملګري ملتونه وايي، د سوریې حکومت وروسته له هغې چې په روانه اوونۍ کې یې د جنوا په مذاکراتو کې د نه‌ګډون نښې نېښانې ښودلې وې، اوس‌یې د دې هېواد د سولې په اړه په دې خبرو کې ګډون تائید کړی دی.

اسټفان دی میستورا
اسټفان دی میستورا

اسټفان دي میستورا د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو هېوادونو له سفیرانو سره تر لیدنې وروسته د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» په جنوا کې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل:

"موږ د امنیت د شورا د پنځو دایمي غړو هېوادونو ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه دواړه لوري «هم د سوریې حکومت او هم مخالفين» په څرګنده د امنیت د شورا دایمي غړو هېوادونو ته غوږ ږدي."

اسټفان دي میستورا ویلي، تر څو ورځو مخکې پورې د سوریې حکومت د دې هېواد د سولې په اړه د جنوا د خبرو په اتم پړاو کې خپل ګډون نه‌وو تائید کړی.

دا خبرې اترې نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۸» د ملګرو ملتونو په ملاتړ په جنوا کې پیلېږي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي وویل، د خبرو اترو دا پړاو به په سوریه کې تر انتخاباتو مخکې د اساسي قانون د طرحې او تصویب په برخه کې د مؤثرو ګامونو په اړه متمرکزې وي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر الکسي بوروداوکین
په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر الکسي بوروداوکین

په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر الکسي بوروداوکین، په جنوا کې د اسوشیټېډ پرس خبري اژانس ته وویل:

"موږ په دې بڼه د سولې په خبرو اترو کې شک لرو او اساسي خبرې اترې یې نه‌ګڼو."

دا په داسې حال کې ده چې سپینه ماڼۍ وايي، د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د فرانسې له ولسمشر امانوئل مکرون سره د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» په ټیلیفوني خبرو کې د ملګرو ملتونو په ملاتړ د جنوا مذکرات د سوریې د روان کړکېچ د سوله‎ییز هواري لپاره یوازنۍ مشروع لاره بللې ده.

روسیې، ایران او ترکیې هم د سوریې حکومت او مخالفینو ته د روسیې په سوچي ښار کې د یوې "ملي کنګرې" د جوړولو وړاندیز کړی.

د دې کنګرې د جوړېدو نېټه تر اوسه نه‎ده ټاکل شوې.

XS
SM
MD
LG