د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

د سوریې د بحران د حل لپاره د خبرو اتم دور د "م. م" په منځګړیتوب پیلېږي


د سوریې د بحران د حل لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د خبرو اتم دور به نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» په جنوا کې پیل شي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسټفان دي میستورا پرون وویل چې د سوريې د رژیم استازو غونډې ته د ورتګ خبر نه‌دی تائید کړی.

خو دي میستورا ویلي، هیله لري چې د بشارالاسد استازي به ورشي او د سوريې د بحران د حل لپاره به داسې سیاسي لار پیدا شي چې ټولې خواوې ګډون په‌کې ولري.

دي میستورا وویل، د هېڅ لوري شرطونه به چې مخکې له مخکې یې پلان کړي، ونه‌منل شي.

د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسټفان دي میستورا
د سوريې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی اسټفان دي میستورا

اسټفان دي میستورا پرون دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وویل:

"په وروستیو دوو ورځو کې چې په دمشق کې زما مرستیال، رمزي عزالدین رمزي د حکومت له استازو سره خبرې کړي، د سوريې حکومت د جنوا په خبرو کې ګډون نه‌دی منلی، خو اشاره‌يې کړې چې په نږدې وخت کې به خبر راکړي."

د بشار الاسد د رژیم اپوزېسیون تور پورې کړی چې مقابل لوری په جدیت، په خبرو کې د ګډون نیت نه‌لري.

د اپوزېسیون د پلاوي مشر نصر حریري چې پرون جنوا ته ورسېد وویل چې له واکه د بشارالاسد د لیرې کېدو غوښتونکی دی.

د هېڅ لوري شرطونه به چې مخکې له مخکې یې پلان کړي، ونه‌منل شي.

په سوریه کې کورنۍ جګړه د ۲۰۱۱ میلادي کال په مارچ میاشت کې پیل شوه او لا هم روانه ده.

د سوريې په بحران کې لږ تر لږه درې لکه او ۳۰ زره کسان وژل شوي او میلیونونه وګړي بې‌کوره او له هغه هېواده تېښتې ته اړ شوي دي.

روسیه د بشارالاسد د رژیم ملاتړ او د اپوزېسیون پر ضد په روانه جګړه کې د بشار الاسد د رژیم له ځواکونو سره د مرستې لپاره هوايي حملې کوي.

ایران هم د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي، خو د امریکا متحده ایالات او ترکیه د رژیم پر ضد د وسله‌والو ډلو تر شا ولاړ دي.

په سوریه کې د بحران د حل لپاره د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د جنوا د مذاکرو تر څنګ، د ایران، ترکیې او روسيې په مشرۍ هم د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې غونډې کېږي.

استانه کې د سوريې په اړه غونډه
استانه کې د سوريې په اړه غونډه

​په قزاقستان کې خبرې تر ډېره حده پر داسې مسایلو متمرکزې وي چې مستقیماً د جګړې له ډګر سره تړاو لري لکه اوربند او د ملکي وګړو لپاره د امن سیمو جوړېدل.

د روسیې حکومت هم وړاندیز کړی چې د هغه هېواد په تفریحي ښار سوچي کې د بشار الاسد د رژیم او د مخالفو ډلو استازي په داسې غونډه کې چې د سوريې "ملي کانګرس" نوم ورکړل شوی، برخه واخلي، خو روسي چارواکو په سوچي کې د داسې غونډې نېټه نه‌ده اعلان کړې.

د یادونې وړ ده چې د سوريې د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اووه غونډې چې په جنوا کې ترسره شوې، له کومې ځانګړې پایلې پرته پای ته رسېدلي دي.

په جنوا کې د سولې د خبرو اتمې غونډې ته چې نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» پیلېږي، د بشار الاسد د رژیم له نه‌ورتګ سره د غونډې د پایلو په اړه خوشبیني کمه شوې ده.

XS
SM
MD
LG