د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۶

په "م. م" کې د روسیې سفیر: سوریه کې د کيمياوي حملې په اړه تحقيقات نور بې‌معنی دي


ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير وايي، په سوریه کې د کيمياوي حملې په اړه د ملګرو ملتونو تحقيقات نور بې‌معنی دي، خو روسیه له لوېديځو هېوادونو سره د نوي مېکانيزم په اړه خبرو ته چمتو ده.

ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير واسیلي نبنزیا د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۱» وويل چې روسيه له نړیوالو سره په سوريه کې د کيمياوي حملو په اړه د تحقيقاتو د نوي مېکانیزم جوړولو پر سر خبرو ته چمتو ده.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د تحقيقاتو د بیا پيلولو په اړه وروسته له هغه غونډه جوړه کړه چې روسيې تېره مياشت د دغو تحقيقاتو د غځولو پرېکړه څو ځلې ويټو کړه.

نبنزیا ادعا وکړه چې د ملګرو ملتونو ګډ تحقيقاتي مېکانیزم خپل ځان په بشپړه توګه بې‌اعتباره کړی دی.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا ډېری غړو د ګډ تحقيقاتي مېکانیزم ملاتړ کاوه.

ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير واسیلي نبنزیا
ملګرو ملتونو ته د روسیې سفير واسیلي نبنزیا

د دې مېکانيزم د تحقيقاتو نتيجې په سوریه کې له دوو کيمياوي حملو پرته د سوريې حکومت د نورو کيمیاوي حملو مسؤل بللی دی.

امريکا او لوېديځ متحدان‌يې وايي، روسیې دغه تحقيقاتي کمېټه له‌منځه يوړه، ځکه له نتايجو سره موافقه نه‌وه.

د سوريې په جګړه کې شااوخوا درې لکه او ۳۰ زره کسان وژل شوي او میليونونه نور له خپلو کورونو بې‌ځايه شوي دي.

ملګرو ملتونو کې د بریتانيې سفير متیو ریکروفټ چې د دغو تحقيقاتو ملاتړ يې کاوه، د سې شنبې په ورځ وويل چې که د تحقيقاتو ګډ مېکانیزم له‌منځه لاړ هم شي له تحقيقاتو به لاس نه‌اخلي.

ده وويل چې د تحقيقاتو ملاتړي به د نورو نړيوالو عدالتي مېکانيزمونو مرسته واخلي.

روسيې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې موافقه کړې وه چې د ملګرو ملتونو تحقيقاتي مېکانیزم دې جوړ شي څو په سوریه کې د کيمیاوي وسلو کاروونکي معلوم کړي، خو کله چې تحقيقاتي ټيم دوامداره دمشق ته ګوته ونیوله، روسیې له دغه مېکانیزم څخه ملاتړ قطع کړ.

د مسکو لوی شکايت دا دی چې ګډ تحقيقاتي مېکانیزم په خپله شواهد نه‌ټولوي، بلکې د نورو لورو له‌خوا راټول شوي شواهد کاروي چې دا د دوی په وينا تغيیرېدلی شي.

ملګرو ملتونو کې د بریتانيې سفير متیو ریکروفټ
ملګرو ملتونو کې د بریتانيې سفير متیو ریکروفټ

د ګډ تحقيقاتي مېکانيزم د پلټنو وروستي نتايج ښيي چې د سوريې د ولسمشر بشار الاسد هوايي ځواک په خان شيخون کې د سرین ګاز د حملې مسؤل دی.

په دغې حمله کې چې د اپرېل مياشتې په څلورمه شوې وه، شااوخوا ۱۰۰ ملکيان ووژل شول.

کله چې په دې حمله کې د مړه کېدونکو کوچنيانو ويډيوګانې خپرې شوې، د نړيوالو انتقادونه راوپارېدل او د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اړ شو څو ورځې وروسته د سوريې پر هوايي اډه د ميزائیلو حمله وکړي.

د ده په وینا له همدې هوايي اډې څخه د سرين ګازو حمله تنظيم شوې وه.

XS
SM
MD
LG