د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

د بشري حقونو د څار ټولنې پر سوریې د بندیزونو غوښتنه کړې


د بشري حقونو د څار ټولنې د کیمیاوي وسلو د کارولو له کبله پر سوریې د بندیزونو غوښتنه کړې ده.

وروسته له دې چې د ملګرو ملتونو مفتشانو د سوریې حکومت په دې هېواد کې د کیمیاوي وسلو د کارولو مسؤل وباله د بشري حقونو د څار ډلې یا هیومن رایټس واچ پر نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې د ولسمشر بشار اسد پر رژیم بندیزونه ولګوي.

دې ټولنې چې مرکز یې په نیویارک کې دی په یوه بیان کې ویلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید پر هغو افرادو او موسسو چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو په کارولو کې لاس لري د بندیزونو د لګولو له لارې سمدستي اقدام وکړي.

د بشري حقونو د څار د ټولنې د بېړنیو چارو مسؤل مشر اولې سولوانګ Ole Solvang وايي، دا راپور باید پخوانۍ فرضیې چې د سوریې حکومت خپرې کړې وې، پای ته ورسوي.

د بشري حقونو د څار د ټولنې د بېړنیو چارو مشر اولې سولوان.
د بشري حقونو د څار د ټولنې د بېړنیو چارو مشر اولې سولوان.

سولوانګ وايي، د سوریې د حکومت له خوا د کیمیاوي وسلو پرله پسې کارول د کیمیاوي وسلو د مخنیوي نړیوال تړون ته یو جدي ګواښ دی.

د ملګروملتونو د مفتشانو یوې ډلې له اوږدو څېړنو وروسته پرون خپل راپور خپور کړ او ویې ویل، ډاډه دي چې د سوریې حکومت د روان کال د اپریل په څلورمه د سوریې د شمالي ولایت ادلیب په خان شیخون سیمه کې کیمیاوي ګاز کارولی دی.

په راپور کې ویل شوي، په خان شیخون کې سارین ګاز کارول شوی چې ۸۳ کسان یې ووژل.

د سوریې په خان شیخون کې کیمیاوي حملې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.
د سوریې په خان شیخون کې کیمیاوي حملې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې- چې مرکز یې په لندن کې دی د دې حملې د تلفاتو شمېر د دېرشو ماشومانو په ګډون اووه اتیا ښودلی دی.

همدا اقدام د دې باعث شو چې د امریکا پوځ په سوریه کې پر یوه هوايي اډه بمباري وکړي.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو ډلې په عین حال کې د سوریې حکومت په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو کې د دې هېواد په شمال کې د وسله والو یاغیانو پرضد د کلورین ګاز د کارولو تور هم لګولی دی.

XS
SM
MD
LG