د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۳

امریکا: د سوريې رژیم پر ملاتړیو حمله د سرتېرو خوندیتوب لپاره شوې


د امریکا متحده ایالتونو لوړپوړي پوځي چارواکي ویلي چې په سوریه کې د بشار اسد د رژیم پر ملاتړیو پوځیانو د وړمې ورځې حمله د امریکايي پوځیانو او په سیمه کې د هغوی د متحدانو د " خوندیتوب" په خاطر شوې ده.

د امریکا د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې رئیس جنرال جوزیف ډانفورډ وویل چې امریکایي پوځیانو ته په سیمه کې د عملیاتو پر مهال د بشار اسد د رژيم د ملاتړیو پوځیانو له خوا ګواښ پېښ شوی و.

یو وار پخوا تر دې هم امریکايي پوځیانو وروسته له هغه د سوریې د پوځ یوه هوایي اډه په میزایلو وویشتله چې د سوریې حکومت له خوا د کیمیاوي ګازو د استعمال په خاطر د لسګونو کسانو مرګ ژوبلې د نړیوالو سخته غوسه پارولې وه.

د امریکا متحده ایالتونو د پوځ د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال جوزیف ډانفورډ د جمعې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په سوریه کې وروستۍ حمله یوازې د عسکرو د خوندیتوب په هدف وشوه.

جوزف ډانفورډ.
جوزف ډانفورډ.

نوموړي زیاته کړه:

"که واضحه خبرې وکړو باید ووایم چې دا حمله یوازې د عسکرو د خوندیتوب په هدف وشوه، په سیمه کې زموږ قوماندانانو فکر وکړ چې هغوی ته خطر پېښ شوی او د مقررو په اساس یې دا کار وکړ، موږ له ټولو خواوو سرې خبرې کړي څو یقیني کړو چې دا کار بیا ونه شي، ما پرون شپه ژمنه کړې وه چې که زموږ عسکر ونه ګواښل شي داسې حملې به نورې ونه شي، هر څوک پوهېږي چې قوانین څه دي نو څه چې روان دي مخه یې نیول کېږي."

د سوریې د رژیم پر ملاتړیو پوځیانو د امریکا هوايي حمله د روسیې او سوریې له خوا غندل شوې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې دا حمله "غیر مشروع وه او د سوریې عربي جمهوريت له ځمکنۍ واکمنتیا یوه سرغړونه ده."

د روسیې د جمهور رئیس ویاند دیمتري پسکوف ویلي چې د روسیې د امنیت شورا غړو او ولسمشر پوتین په سوریه کې د امریکا متحده ایالتونو په "نامشروع" هوايي حملې بحث وکړ.

د امریکا متحده ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس د جمعې په ورځ خبریالانو ته وویل د سوریې د رژیم ملاتړي پوځیان داسې ښکارېدل چې د ایران له لوري ورته لارښوونه شوې وي.

ښاغلي متېس دا هم وویل چې معلومه نه ده چې په رښتیا د هدف ګرځول شویو پوځیانو تر منځ ایران شامل دي که څنګه.

د سوریې د رژیم په ملاتړیو پوځیانو په هوایي حمله کې د سوریې د یوه پوځي مقام په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ګڼ شمېر سرتېري وژل شوي او وسایط هم ډېر زیانمن شوي دي.

د سوریې فعالانو ویلي چې د امریکا متحده ایالتونو په هوايي حمله کې لږ تر لږه اته جنګیالي چې سوریایان نه ښکاري وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزارت هم وړمه ورځ په یوه بیان کې ویلي و چې ال تنف ښارګوټي ته څېرمه د سوریې د رژیم ملاتړیو پوځیانو د امریکا متحده ایالتونو پوځیانو او متحدانو ته ګواښ پېښ کړی و.

امریکا متحده ایالتونو له ۲۰۱۴ کال راهیسې په سوریه کې د یوه هوايي ایتلاف مشري په غاړه اخیستې چې هدف یې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د پټنځایونو او مرکزونو بمبار دی.

امریکايي پوځیانو په سیمه کې د بشار اسد د رژیم له پوځیانو سره چې د ایران ملاتړ ورسره دی له مخامخ جګړې ځان لرې ساتلی دی.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG