د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

روسیې په سوریه کې د کیمیاوي حملې د څېړنو د تمدید په اړه د امریکا غوښتنه رد‌ کړه


روسيې د پنجشنبې په ورځ د امریکا دا غوښتنه رد کړه چې وايي، مسکو دې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د معلومولو لپاره د ملګرو ملتونو د څېړونکي پلاوي د کار د تمدید مخه ونه نیسي.

د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال سرګي ریابکوف د پنجشنبې په ورځ وویل په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د استعمالېدو په اړه د ملګرو ملتونو څېړنې باید د امریکا له لاس وهنې لېرې وي.

نوموړي وویل په دې اړه باید بېړني او مؤثر اقدامات وشي.

ریابکوف دا څرګندونې یوه ورځ وروسته تر هغې وکړې چې سپینې ماڼۍ له مسکو څخه وغوښتل چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي پلاوي د فعالیت د غځولو د بیا پیل مخه ونه نیسي.

روسيې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د کیمیاوي وسلو د استعمال د مخنیوي او ملګرو ملتونو د ګډ پلاوي د کار د مودې د غځولو غوښتنه ویټو کړه.

د دې پلاوي د کار موده د روانې نومبر میاشې په ۱۷ نېټه پای ته رسېږي او د امریکا په ګډون د امنیت د نړیوالې شورا غړو د راتلونکې کال تر همدې نېټې د څېړونو د تمدید غوښتنه کړې ده.

د څېړونکو دغه پلاوي تېره اوونۍ په خپل راپور کې وویل چې د سوريې په خان شیخون سیمه کې د روان کال د اپریل میاشت په څلورمه نېټه د کیمیاوي ګاز د استعمال په اړه د دوی موندنې ښيې چې دا وسله د سوريې حکومتي ځواکونو کارولې ده.

د سوریې خان شیخون کې کیمیاوي حملې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.
د سوریې خان شیخون کې کیمیاوي حملې ګڼ کسان مړه او ټپیان کړل.

د سوريې حکومت او ملاتړې يې روسیه ټینګار کوي چې د سوريې پوځ کیمیاوي وسله نه ده استعمال کړې.

ملګرو ملتونو څلور ځله په خپلو څېړونو کې تائید کړې ده چې د سوريې حکومتي ځواکونو په دې هېواد کې د وسله والو پر ضد عملیاتو کې کیمیاوي وسله کارولې ده.

خو د سوريې پوځ بیا وايي چې د دوی الوتکو په خان شیخون کې د وسلو والو یاغیانو هغه ډیپو يې بمبارې کړې ده چې سارین کیمیاوي ګاز په کې ځای پر ځای شوی و.

په دې کیمیاوي برید کې د خان شیخون سیمې ۷۴ کسان چې زیات شمېر ماشومان هم په کې شامل وو، مړه او شااوخوا ۵۵۰ سوه ټپیان شول.

په خان شیخون کې تر خونړۍ کیمیاوی حملې وروسته د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ په امر د امریکا سمندرې ځواک د سوريې شعیرات پوځي اډه په ۵۹ لېرې واټن ویشتونکو کروز توغندیو وویشته.

شعیرات پوځي اډه چې امریکا ورباندې د توغندیو حمله وکړه.
شعیرات پوځي اډه چې امریکا ورباندې د توغندیو حمله وکړه.

امریکا او لوېدیځو متحدانو يې وویل چې کروز توغندیو هغه اډه په نښه کړه له کوم ځایه چې کیمیاوي وسله کارول شوې ده.

ملګرو ملتونو په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارونکو د معلومولو لپاره په ۲۰۱۵ مېلادي کال کې د دې سازمان او د کیمیاوي وسلو د مخنیوي د ادارې ګډ څېړونکي پلاوي ته دنده وسپارله.

XS
SM
MD
LG