نړۍ
مټېس: سوريه کې کيمياوي حمله کې د روسيې نقش څېړو
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس وايي، دوى څېړنه کوي چې روسيې په سوريه کې په وژونکې کيمياوي حمله کې نقش درلود که نه؟
خو ده وويل چې د امريکا دفاع وزارت يا پنټاګون تر اوسه يوازې د سوريې حکومت په دې حمله کې دخيل ګڼي.
د امريکا دفاع وزير پرون وويل، شخصاً يې هغه اطلاعات کتلي او بې له شکه چې د سوريې رژيم پر خان شيخون ښارګوټي د حملې مسؤل او تصميم نيوونکى دى.
هغه حمله اته ورځې مخکې شوې چې په نتيجه کې يې اووه اتيا کسان وژل شوي دي.
د امريکا دفاع وزير جېمز مټېس وويل:
"دا ډېره څرګنده ده چې د اسد رژيم دغه حمله پلان، همغږې او اجرا کړې ده."
تر دې مخکې هم ځينو امريکايي چارواکو ويلي چې فکر کوي روسيې په دې حمله کې نقش درلود.
د دوى په وينا د روسيې ځواکونه په هماغه پوځي اډه کې حضور درلود چې ظاهراً د سوريې الوتکو ورڅخه دغه حمله کړې ده.
خو ښاغلي مټېس وويل، د امريکا متحده ايالات لا داسې شواهد نهلري چې په دې حمله کې د روسيې دخالت ثابت کړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
بحرین د ایران خلاف امنیت شورا ته د پرېکړه لیک مسوده سپاري
بحرین د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د یوه پرېکړهلیک مسوده وړاندې کړې ده چې که تصویب شي، هیوادونو ته به اجازه ورکړي چې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې د سوداګریزو کښتیو د ساتنې لپاره له «ټولو لازمو وسایلو» څخه کار واخلي.
په دې وړاندیز شوې مسوده کې د ایران کړنې د نړیوال امنیت او سولې لپاره ګواښ بلل شوي، او هېوادونو ته اجازه ورکول کېږي چې یا په یوازې توګه او یا هم د څو ملي سمندري ائتلافونو له لارې، د هرمز تنګي دننه او شاوخوا، حتی د هغو هېوادونو په ساحلي اوبو کې چې د دې تنګي پر غاړو پراته دي، له «ټولو اړینو وسایلو» څخه استفاده وکړي، تر څو د تګ راتګ ازادي خوندي کړي او د هغو اقداماتو مخه ونیسي چې په نړیوالو سمندري لارو کې تګ راتګ بندوي یا ګډوډوي.
محمدباقر ذوالقدر د لاریجاني پر ځای د ایران د ملي امنیت شورا مشر شو
د ایران د ولسمشرۍ دفتر د اړیکو او معلوماتو مرستیال اعلان کړی چې «د اسلامي جمهوریت د رهبر په موافقه او د مسعود پزشکیان په حکم، محمدباقر ذوالقدر د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه ټاکل شوی دی.»
مهدی طباطبایی دا خبر د سېشنبې په ورځ د ایکسپاڼې له لارې اعلان کړ.
محمدباقر ذوالقدر د علی لاریجانی ځای ناستی شو، چې د کب په ۲۶مه په تهران کې د اسرائیل په برید کې وژل شوی و.
محمدباقر ذوالقدر، چې د سپاه پاسداران له پخوانیو قومندانانو څخه دی، د دې پوځي بنسټ له لومړنیو غړو څخه هم شمېرل کېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان: د ایران له لوري پر سوداګریزو بیړیو برید جنګي جرم ګڼل کېدای شي
د بشري حقونو د څار سازمان اعلان کړی چې د ایران له خوا څو ورځې مخکې په هرمز تنګي او شاوخوا سیمو کې یې لږ تر لږه پر دوو ملکي سوداګریزو کښتیو بریدونه کېدای شي جنګي جنایت وبلل شي.
دې بشري بنسټ په هغه بیان کې چې د سېشنبې په ورځ (د وري ۴مه) یې خپره کړې، ویلي چې د هرمز تنګي په شاوخوا اوبو کې پر بېړیو بریدونه یې څېړلي دي. دوی زیاته کړې چې ویشتل شوې بېړۍ یې د سمندرونو د نړیوال سازمان تر پوښښ لاندې، د کښتیو د تعقیب په ویبپاڼو کې پېژندلې دي، او دا یې تایید کړې چې دا ټولې سوداګریزې ملکي کښتۍ وې چې غیرنظامي عمله یې لرله.
یوه ایراني چارواکي ویلي چې د منڅګړو له لارې یې د امریکا پیغامونه ترلاسه کړي
سيبيایس خبري چاینل ویلي چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي ورته ویلي چې دوی د منځګړو له لارې له متحدو ایالتونو څخه ځینې پیغامونه ترلاسه کړي دي او دا موضوعات اوس تر غور لاندې دي.»
سيبيایس د دې «لوړپوړي چارواکي» نوم نه دی یاد کړی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، تر دې مخکې د دوشنبې په ورځ ویلي و چې متحد ایالتونه او ایران په وروستیو ورځو کې «ډېرې ښې او رغنده خبرې» کړې دي.
هغه د ایران پر برېښناکوټونو د برید په اړه خپل ضربالاجل، چې ایران ته یې د هرمز تنګي د بیا پرانیستلو لپاره ټاکلی و، د ۵ ورځو لپاره شاته کړ او ویلي یې دي چې له ایران سره د یوې هوکړې ترلاسه کول ممکن ګڼي.
په بحرین کې د امازون د کلاوډ په انترنیټي خدماتو کې د بې پېلوټه الوتکې د برید له کبله خنډ راغی
د امازون انټرنېټي شرکت اعلان کړی چې په بحرین کې د دغه شرکت د کلاوډ ډاټا د دخدماتو په یوه مرکز کې اختلال رامنځته شوی، او ویلي یې دي چې دا پېښه د بېپیلوټه الوتکې د برید له امله شوې ده.
د دې شرکت ویاند د سېشنبې په ورځ (د وري ۴مه) دا اختلال د رویټرز خبري اژانس ته تایید کړی، خو د احتمالي زیان کچه یا د دې ستونزې د دوام په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
امازون ویلي چې بدیلو سیمو ته د خپلو مشتریانو د لېږدولو په برخه کې مرسته کوي.
د امازون کلاوډ خدمات د ډېرو ویبپاڼو او دولتي انلاین خدمتونو لپاره مهم رول لري. بحرین هم د امازون په ډیټا سنټرونو کې د درنو پانګونو او د «کلاوډ زون» په جوړولو سره هڅه کوي چې د خلیج په سیمه کې د معلوماتي ټکنالوژۍ (IT) یو مهم مرکز شي.
د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسرائیلو صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق په اړه خبرې کړي
اکسیوس رسنۍ راپور ورکوي چې د امریکا د ولسمشر مرستیال د اسراییلو له صدراعظم سره ایران سره د احتمالي توافق پر جزییاتو خبرې کړې دي.
د «اکسیوس» وېبپاڼې د دوشنبې په ورځ، د کب په درېیمه، د یوې باخبره سرچینې له قوله راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جې ډي وینس ، په ټیلیفوني اړیکه کې د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره، د ایران سره د مذاکراتو د پیل هڅو په اړه خبرې کړې دي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو همدارنګه د امریکا او اسراییلو او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه احتمالي توافق پر جزییاتو سلا مشورې کړې دي.
تر دې مخکې د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ ، د ایران او امریکا ترمنځ د «رغنده مذاکراتو» خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې واشنګټن له همدې امله د هرمز تنګي د تړل کیدلو له کبله د ایران د برېښناکوټونو په نښه کول، تر پنځو ورځو پورې ځنډولي دي څو د خبرو پایله روښانه شي.
د ایران د اسلامي جمهوریت چارواکو، او لدې ډلې دپارلمان رئیس محمد باقر قالیباف ، چې نوم یې امریکا سره د خبرو اترو د لوري په توګه د «یو اسرائیلي چارواکي» له خوا یاد شوی، له امریکا سره د مذاکراتو خبره رد کړې.
اکسیوس مخکې لیکلي و چې د ایران او امریکا ترمنځ منځګړي هڅه کوي چې د همدې اوونۍ تر پایه په اسلام اباد کې د قالیباف او د تهران د نورو چارواکو او بل لورته د امریکا د ځانګړي استازي سټیف ویټکاف ، د ټرمپ د زوم جارید کوشنر او جې ډې وینس ترمنځ د خبرو ترتیبات برابر کړي.
ولسمشر ټرمپ د ایران د انرژۍ پرتاسیساتو بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډول
د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره ښې او ګټورې خبرې کړې دي او هغه پوځ ته امر کړی چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي.
د رویترز خبري آژانس د راپورله مخې ټرمپ دا پرېکړه وروسته له هغې کړې چې ایران ګواښ وکړ که متحده ایالات د ایران د برېښنا شبکه په نښه کړي، نو دوی به د اسراییل د برېښنا د تولید فابریکې او هغه تاسیسات چې د خلیج په سیمه کې امریکایي اډو ته برېښنا برابروي، هدف وګرځوي.
ټرمپ په خپله ټولنیزه رسنۍ تروټ سوشل کې په یوه بیان کې وویل چې متحده ایالاتو له ایران سره په تیرو دوو ورځو کې په منځني ختیځ کې د شخړو د پای ته رسولو لپاره "جدي او ګټورې خبرې" ترسره کړي دي. هغه ولیکل: "ما د جګړې وزارت ته لارښوونه کړې ده چې د ایران پر برېښنا کوټونو او د انرژۍ پر بنسټیزو تاسیساتو هر ډول پوځي بریدونه د پنځو ورځو لپاره وځنډوي چې دا کار د روانو غونډو او خبرو اترو د بریالیتوب لپاره کیږي. "
ټرمپ ویلي چې خبرې اترې به د اونۍ په اوږدو کې دوام وکړي. ولسمشرټرمپ د یکشنبې په ورځ ګواښ کړی و چې که ایراني چارواکي په ۴۸ ساعتونو کې د هرمزتنګی په بشپړډول پراننیزي، نو د ایران د انرژۍ تاسیسات به نښه کړي او هغه به له مینځه یوسي.
تهران د ولسمشرټرمپ د دغو وروستیو څرګندونو په اړه تراوسه غبرګون ندی ښودلی.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو خبرداری ورکړی چې له احتیاط څخه کارواخلي
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په منځني ختیځ کې د روانې جګړې له امله په نړۍ کې خپلو اتباعو ته یو تازه احتیاطي خبرداری صادر کړی دی.
دې وزارت په ټولنیزه شبکه ایکس کې په یوه پیغام کې له امریکايي اتباعو غوښتي چې "په ټوله نړۍ او په ځانګړي ډول په منځني ختیځ کې له لا زیات احتیاط څخه کارواخلي."
په پیغام کې راغلي: "د هوايي حریم موقتي تړل کېدل ښايي د سفرونو د ګډوډۍ لامل شي. د امریکا ډیپلوماتیک تأسیسات، ان له منځني ختیځ څخه بهر هم په نښه شوي دي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت همدارنګه خبرداری ورکړی چې د ایران ملاتړي ډلې ښايي په بهر کې د امریکا ګټې یا له متحده ایالاتو سره تړلي ځایونه او یا هم په ټوله نړۍ کې امریکايي اتباع په نښه کړي.
دې وزارت په خپله وېب پاڼه کې همدارنګه ویلي چې د هغو امریکايي اتباعو د مرستې لپاره چې غواړي منځنی ختیځ پرېږدي او بېرته امریکا ته ولاړ شي، "یو تاریخي اقدام" کوي.
وزارت زیاته کړې چې د چارټر الوتنو اسانتیا برابروي او د امنیتي وضعیت له مخې به د لا ډېرو ظرفیتونو برابرولو ته دوام ورکړي.
د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د ولسمشرټرمپ ګواښ او پر ایران او حزب الله د اسراییل د بریدونو دوام
د هرمز تنګي د پرانستلو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا ایران ته د سخت ګواښ د ضرب الاجل په نږدې کېدو سره، د اسراییل پوځ خپلو وګړو ته خبرداری ورکړی چې د ایران او حزب الله پر وړاندې به جګړې څواونۍ نور هم دوام وکړي.
د پوځ ویاند، جنرال ایفي ډفرین، د یکشنبې په ورځ د مارچ په ۲۲مه وویل: "د اسراییل وګړو، موږ د ایران او حزب الله پر وړاندې د جګړې نورې څو اونۍ هم مخې ته لرو." هغه زیاته کړه: "د هرې ورځې په تیریدو سره، موږ(تهران کې) ترهګر رژیم لا ډېر کمزوری کوو. موږ به اجازه ورنه کړو چې دا رژیم یا د هغه ملاتړي د اسراییل وګړي یا د اسراییل د دولت موجودیت وګواښي."
ډفرین همدارنګه وویل چې په لبنان کې د حزب الله پر وړاندې ځمکنۍ عملیات به په راتلونکې اونۍ کې لا زیات شدت ومومي.
په همدې حال کې تهران ته د ولسمشرټرمپ ضرب الاجل په څو ساعتونو کې پای ته رسیږي. ټرمپ د مارچ په ۲۱مه د واشنګټن پر وخت د ماښام په ۷:۴۴ بجو په اعلان کړي ضرب الاجل کې له تهران څخه وغوښتل چې د ۴۸ ساعتونو په موده کې د هرمز تنګی “په بشپړه توګه پرانیزي”، که نه نو له سختو پایلو سره به مخ شي. ټرمپ ګواښ کړی چې که تهران په دې موده کې د هرمز تنګی په بشپړه توګه پراننیزي نو د امریکا متحده ایالات به د دوی بېلابېل برېښناکوټونه په نښه او له منځه یوسي. دا اقدام په منځني ختیځ کې د روانې جګړې په لړ کې چې له مخکې له کنټروله د وتلو له ګواښ سره مخامخ ده، د کړکېچ لوی زیاتوالی بلل کېږي.
له امریکا د ناقانونه کډوالو ایستل، د کډوالۍ ادارې کارکوونکي هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي
ټاکل شوې چې د متحده ایالتونو د کډوالۍ ادارې کارکوونکي سره له دوشنبې د دغه هېواد په هوایي ډګرونو کې ځای په ځای شي.
فرانس پریس لیکلي، د دغه کار هدف د امنیتي پلټنو په برخو کې د اوسنۍ ګڼې ګوڼې کمول دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ د ټولنیزو شبکو په یوه پيغام کې دا اقدام اعلان کړ او لامل شو چې چارواکي په بیړه یوه طرحه چمتو کړي.
چارواکي وایي، په هوایي ډګرونو کې ګڼه ګوڼه وروسته له هغه زیاته شوې چې د غیر قانوني کډوالو د ایستلو موضوع راپورته شوه.
د کډوالو د اخراج دغه پروګرام د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه پلی کیږي.
د ډونالډ ټرمپ سرحدي سلاکار ټام هومن سي.ان.ان خبري شبکې ته ویلي، د کډوالۍ ادارې او ګمرک کارکوونکي به له خپلو معمولي دندو څخه هوایي ډګرونو ته لېږدول کیږي.
نوموړي ویلي، دا کارکوونکي به هغه چارې نه ترسره کوي چې روزنه یې نه ده ورکړل شوې.