د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۲

د سعودي ولیعهد: تر هغو به ترورېستان وڅارم څو مې له‌منځه نه‌وي وړي


د سعودي عربستان ولیعهد ګواښ کړی تر هغو به ترورېستان تعقیب کړي چې هغوی یې له‌منځه نه‌وي وړي.

د سعودي عربستان ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان په ریاض کې د ترورېزم ضد اسلامي اتحاد په غونډه کې وویل چې ترورېزم په تېرو څو کلونو کې په ټولو اسلامي هېوادونو کې موجود دی، خو پر ضد یې کلکه همغږي نه‌شته.

هغه د یادې غونډې په پرانیستونکې وینا کې ټینګار وکړ چې له ترورېزم سره د مبارزې په وړاندې باید د دولتونو چارواکي له یو بل سره ښه همغږي ولري.

د سعودي عربستان ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان
د سعودي عربستان ولیعهد او دفاع وزیر محمد بن سلمان

دی وايي:

"په تېرو کلونو کې زموږ ستاسې ټولو هېوادونو کې ترورېزم فعاله وو. اکثر ترورېستي سازمانونه په څو هېوادونو کې فعاله دي، خو په وړاندې یې د اسلامي هېوادونو ترمنځ قوي او ځانګړې همغږي نه‌شته او دا هغه څه دي چې نن پای ته رسېږي ځکه موږ دا اتحاد لرو. څه باندې ۴۰ اسلامي هېوادونه نن یو کلک پیغام ورکوي چې یوځای سره کار کوي او د یو بل له فعالیتونو د ملاتړ لپاره هڅې همغږې کوي."

د ترورېزم پر ضد د اسلامي هېوادونو د اتحاد لومړنۍ غونډه په ریاض کې د اسلامي هېوادونو دفاع وزیرانو او نورو لوړپوړو چارواکو په ګډون وشوه چې په‌کې څه باندې ۴۰ هېوادونو برخه اخیستې ده.

دا ائتلاف د تُندلارو ډلو د تاوتریخوالو د ختمولو لپاره یو پان-اسلامیک بهیر بلل کېږي.

د ترورېزم ضد ائتلاف په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د محمد بن سلمان تر څار لاندې اعلان شو او اکثر غړي یې هغه هېوادونه دي چې اکثریت په‌کې سُني مذهبه اوسېږي.

له ترورېزم سره د مبارزې په وړاندې باید د دولتونو چارواکي له یو بل سره ښه همغږي ولري.

د سعودي عربستان دایمي سیال شیعه ایران او دوه ملګري يې سوریه او عراق په دغه ائتلاف کې نه‌دي شامل.

پرون د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۵» په ریاض کې غونډه په داسې حال کې وشوه چې د سوریې او یمن د جګړو او د لبنان د سیاسي ستونزو په سبب د ریاض او تهران اړیکې لا پسې خړې پړې شوې دي.

سعودي عربستان تور پورې کوي چې ایران د حزب‌الله او حوثيانو په شمول وسله‌والې ډلې په منځني ختیځ کې د ایران له لوري تمویلوي.

د ترورېزم ضد اسلامي هېوادونو ائتلاف لومړنۍ غونډه په داسې حال کې وشوه چې د ایران، عربستان او امریکا له‌خوا د داعش پر ضد په سوریه او عراق کې څو نړیوالې ډلې جګړه مخ ته وړي.

د ریاض په پرونۍ غونډه کې د افغانستان، مصر، متحده عربي اماراتو، بحرین، اوګانډا، سومالیا، موریتاني، لبنان، لیبیا، یمن او ترکیې په شمول د څو اسلامي هېوادونو استازو برخه اخیستې وه.

د دغه ائتلاف سرقومانداني متقاعد پاکستاني جنرال راحیل شریف ته ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG