نړۍ
د لبنان صدراعظم سعد حریري: خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلم
د لبنان صدراعظم سعد حریري په بیروت کې د خپلو ملاتړو په منځ کې اعلان وکړ چې خپله استعفا د اوس لپاره بېرته اخلي.
حریري پرون له فرانسې څخه لبنان ته تر ستنېدو لږ وروسته وویل:
"ما نن خپله استعفا ښاغلي ولسمشر ته وړاندې کړه. ده د صبر غوښتنه وکړه او راته ویېویل چې استعفا راسره خوندي کړم، ترڅو په دې اړه نورې سلا مشورې وکړو او د استعفا پر سیاسي علتونو او عواملو وغږېږو."
حریري د نومبر په څلورمه په سعودي عربستان کې خپله استعفا اعلان کړې وه.
له هغې مودې راپه دېخوا په لبنان کې سیاسي وضعیت یو ډول کړکېچن شوی دی.
حریري د سې شنبې "۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰" په ورځ ناوخته مخکې تر دې چې له سعودي عربستان څخه لبنان ته ولاړ شي، فرانسې ته ولاړ.
حریري د حزبالله وسلهوال د لبنان او نور منځني ختیځ د بېثباته کولو پر هڅو تورن کړي دي.
ایران د دغو وسلهوالو ملاتړ کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ګوتیریش: پرسوریې لګول شوي ټول بندیزونه باید لیرې شي
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش د ټولو هغو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه چې د بشارالاسد د واکمنۍ په موده کې پرسوریه لګول شوي دي.
د فرانس پرېس خبري اژانس د راپور له مخې، ګوتیریش دغه غوښتنه د یکشنبې په ورځ سوریې ته د خپل دوه ورځني سفرپه پای کې وکړه.
د امریکا په ګډون لوېدیځو هېوادونو تر دې وړاندې پرسوریې لګول شوي یوشمیربندیزونه لیرې کړي خو د فرانس پرېس په وینا، پانګه وال لا هم له احتیاط څخه کار اخلي. نړیوال بانک اټکل کړی چې له جګړې وروسته د سوریې د بیارغونې لپاره شاوخوا ۲۱۶ میلیارډه ډالرو ته اړتیا ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په دمشق کې یوې خبري ناستې ته وویل:
"زه د هغو اقداماتو هرکلی کوم چې د بندیزونو د کمېدو او د اقتصادي پرمختګ لپاره د نویو فرصتونو د رامنځته کېدو لامل شوي دي، خو ټول دغه بندیزونه باید ژر تر ژره لغوه شي."
ګوتیریش د شنبې په ورځ سوریې ته تللی و چې دا د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې دمشق ته د ملګرو ملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفر بلل کېږي.
ایران وایي، د امریکا د بریدونو له درولو سره یې پرخلیج هیوادونو بریدونه درولي دي
ایران وایي له تیرو دووشپو راهیسې چې امریکا بریدونه درولي، په منځني ختیځ کې یې د امریکا پر متحدینوخپل غچ اخیستونکي بریدونه درولي دي.
د فرانسپرس آژانس د راپورله مخې د ایران د پوځ ویاند محمد اکرمي نیا د یکشنبې په ورځ وویل: "دې بریدونو تر دوو شپو مخکې دوام درلود، خو په تېرو دوو شپو کې امریکایانو خپل بریدونه درولي دي." د نوموړي په خبره دې ته په پام چې د ایران دریځ "غچ اخیستونکی دی" نو دوی هم هم خپل غچ اخیستونکي عملیات درولي دي.
د راپورله مخې د امریکا له خوا په وروستیو بریدونو کې چې نژدې دوو اونیو کې یې هره شپه پرایران ترسره کول، دغه ځند، د هغو راپورونو له خپریدو وروسته راغلی چې وایي، د مهماتو د کمېدو اندېښنو د واشنګټن له خوا د جګړې د لا پراخېدو پلانونه محدود کړي دي.
CNN د پنټاګون د یوې سرچینې له قوله چې هویت یې ندی افشاکړی، راپور ورکړی چې د ایران پر ضد د امریکا عملیات "درول شوي" دي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې هم د دوو چارواکو له قوله چې له موضوع خبردي ویلي چې د عملیاتو د پراخولو پلانونه تر یوه حده د مهماتو د کمېدو له امله ځنډول شوي دي.
دې ورځپاڼې ویلي چې ولسمشر ټرمپ له دې خطر سره هم مخ دی چې که جګړه په منځني ختیځ کې لا پراخه شي، د خلیج له زیانګالو متحدینو سره ښایي اړیکې ترینګلې شي او د نړۍ اقتصاد له نورو ستونزو سره مخامخ شي.
په برلین کې د همجنسپالو په یوه پرېډ باندې برید سره ۱ کس وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي
د جرمني په پلازمینه برلین کې یوه بریدګر خپل موټر د همجنسپالو په یوه جشن وروستی یو کس یې وژلی او ۱۶ نور یې ټپيان کړي.
پېښه شنبه ناوخته د همجنسپالو د کلني جشن پرمهال د برلین په تیرګارټن سیمه کې شوې.
د جرمني صدراعظم فریردیش مرتڅ دا پېښه غندلې او د المان په ټولنه یې برید بللی.
هغه ویلي چې دا برید به په ډېر جدي ډول وڅېړل شي.
پولیسو د هغه بریدګر د لټون هڅې کوي چې خپل موټر یې په خلکو ور وستی دی.
پولیس وایي چې دوی د عبدل.ب په نوم په یوه کس چې ۲۱ کلن دی شکمن دي او د هغه د نیولو هڅې کوي.
په فرانسه او هسپانیه کې پراخې اورلګېدنې; سلګونه زره کسان له خپلو کورونو بیځایه شول
د شنبې تر ورځې د فرانسې په سوېل لوېدیځ او د هسپانیې د مادرید ښار شاوخوا سیمو کې د پراخو اورلګېدنو له امله تر ۲۶۷ زرو ډېر کسان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
په فرانسه کې شاوخوا ۱۹۷ زره کسان د بوردو ښار او نږدې سیاحتي سیمو څخه ایستل شوي او حکومت د اور د مخنیوي لپاره پوځي ځواکونه هم سیمې ته استولي دي.
په هسپانیه کې هم د مادرید لوېدیځو کلیو څخه شاوخوا ۷۰ زره کسان خوندي سیمو ته لېږدول شوي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو ویلي چې سلګونه اوروژونکي د اور د مهارولو هڅې کوي. که څه هم د ځینو اورلګېدنو شدت کم شوی، خو خطر لا هم پر ځای دی.
د فرانسوي چارواکو د معلوماتو له مخې، اورلګېدنو تر اوسه نږدې ۹۸ زره هکټاره ځمکه سوځولې ده. په هسپانیه کې هم شاوخوا ۲۵ زره هکټاره ځمکه د اور ښکار شوې ده.
کارپوهان وایي، د اقلیمي بدلون له امله د تودوخې څپې او وچکالۍ د دغو اورلګېدنو شدت زیات کړی دی.
اروپایي ټولنې هم د اور وژنې الوتکو په استولو سره د دغو اورلګېدنو د مهار په هڅو کې مرسته کړې ده.
په سوریه کې د دوو بسونو ټکر؛ ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان
په سوریه کې د دوو بسونو د ټکر له امله لږ تر لږه ۳۵ کسان مړه او ۳۰ نور ټپیان شوي دي.
د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) د روغتیايي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د شنبې په ورځ، د دمشق او د دېرالزور ولایت ترمنځ پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د سوریې د کورنیو چارو وزارت ویلي چې یو بس امنیتي ځواکونه لېږدول او بل بس ملکي کسان انتقالول.
د پېښې خپاره شوي انځورونه ښيي چې له ټکر وروسته یو بس اور اخیستی دی.
د رپوټ په اساس د ټپیانو د لېږد او د ژغورنې د عملیاتو لپاره پوځي چورلکې هم د پېښې ځای ته استول شوې دي.
د سوریې چارواکو تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی څرګند کړی. دغه لویه لاره د پرلهپسې ټرافیکي پېښو له امله د «مرګ سړک» په نوم هم پېژندل کېږي.
سوریه چې کلونه په کې کورنۍ جګړه روانه وه، د سړکونو په شمول یې پراخې زېربناوې زیانمنې شوي دي.
د هند د پوهنې وزیر له پراخو اعتراضونو وروسته استعفا وکړه
د هند د پوهنې وزیر، دهرمندرا پرادان، د کانکور ازموینو د ګډوډۍ پر ضد د محصلینو او ځوانانو له پراخو اعتراضونو وروسته د شنبې په ورځ استعفا وکړه.
په وروستیو ورځو کې زرګونو مظاهرهچیانو په نوي ډیلي او د هند په نورو ښارونو کې د تعلیمي نظام د اصلاح او د پوهنې د وزیر د ګوښه کېدو غوښتنه کوله.
پرادان د شنبې په ورځ په اېکسپاڼه ولیکل چې خپله استعفا یې صدراعظم نریندرا مودي ته سپارلې ده.
د «CJP» په نوم اعتراضي غورځنګ د وزیر له استعفا وروسته د اعتراضونو د پای اعلان وکړ او ویې ویل چې د مظاهره چیانو اساسي غوښتنې پوره شوې دي.
دغه اعتراضونه په پیل کې د کانکور د ازموینو د پوښتنو د افشا کېدو له امله پیل شوي وو، خو وروسته د ځوانانو د بېکارۍ او د ښوونیز نظام د اصلاح غوښتنو ته هم وغځېدل چې د نریندرا مودي د حکومت لپاره یوه ستره ننګونه وګڼل شول.
انتونیو ګوتیریش نن شنبې سوریې ته ولاړ؛ په څه باندې یوه لسیزه کې دمشق ته د ملګروملتو د یوه سرمنشي لومړنی سفر
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش په یوه درې ورځني سفر نن شنبې سوریې ته ورسید. دا له کله چې په دې هیواد کې کورنۍ جګړه پیل شوې وه، دمشق ته د ملګروملتونو د یوه سرمنشي لومړنی سفردی. د راپورونو له مخې نوموړی به د دې سفر په ترڅ کې په سوریه کې د سیاسي انتقال له بهیر څخه خپل ملاتړ یو ځل بیا څرګند کړي. په سوریه کې سیاسي بدلون څه باندې یو نیم کال وړاندې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبرکې هغه مهال رامنځته شوچې د دیارلس کلنې کورنۍ جګړې له پای ته رسیدو او د اوږدمهاله واکمن بشارالاسد د واکمنۍ له نسکوریدو سره د ولسمشر احمد الشرع په مشرۍ نویو واکمنو د دې هیواد واګې په لاس کې واخیستې.
د سوریې د دولتي خبري آژانس (سانا) د راپورله مخې د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشیباني د دمشق په نړیوال هوایي ډګرکې د ګوتېرېش او د مل پلاوي یې هرکلی وکړ.
له دې وړاندې د ملګروملتونو پخوانی سرمنشي بان کي مون په ۲۰۰۹ کال کې سوریې ته تللی و، هغه هم دوه کاله مخکې تردې چې په ۲۰۱۱ کال کې د سوریې کورنۍ جګړه پیل شي. په دې جګړه کې تر نیم میلیون ډېر کسان ووژل شول او ملیونونو نور له هیواده بهرکډه کولو ته اړشول.
د جرمنود نړیوالې محکمې لوی څارنوال کریم خان له دندې لیرې شو
د جرمونو د نړیوالې محکمې (ICC) غړو هېوادونو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د دې محکمې لوی څارنوال، کریم خان، له خپلې دندې ګوښه شوی دی.
د محکمې د ۱۲۵ غړو هېوادونو له ډلې، ۸۲ هېوادونو په پټه رایه ورکړه چې کریم خان "جدي ناسم چلند او له دندې جدي سرغړونه کړې" او له همدې امله یې له خپلې دندې لیرې کړ.
په اعلامیه کې ویل شوي: "د غړو هېوادونو د شورا مشرتابه یو ځل بیا له ټولو لوریو غواړي چې د اړوندو کسانو شخصي حریم او حقوقو ته بشپړ درناوی وکړي."
په ۲۰۲۴ کال کې د کریم خان یوې نږدې همکارې پر هغه د جنسي ناسم چلند تور ولګاوه، خو دغه بریتانوی حقوقپوه ټول تورونه په کلکه رد کړي دي. د نوموړي دنده د ۲۰۲۵ کال په جون میاشت کې وځنډول شوه.
کریم خان له ۲۰۲۱ کال راهیسې د جرمونو د نړیوالې محکمې لوی څارنوال و. هغه د غزې د جګړې په ترڅ کې د ادعا شویو جنګي جرمونو په تړاو د اسراییل د صدراعظم بنیامین نتنیاهو د نیولو د حکم غوښتنه هم کړې وه.
همدارنګه د تیر۱۴۰۴ کال په چنګاښ میاشت کې د جرمونو نړیوالې محکمې د لوی څارنوال کریم خان په غوښتنه د طالبانو د مشر هبت الله اخندزاده او د دوی د حکومت د سترې محکمې د مشر( قاضيالقضات ) عبدالحکیم حقاني د نیولو حکم صادرکړی او ویلي یې وچې داسې موجه دلایل شته چې ښيي دوی دواړو د بشريت پر ضد جرمونو کې، چې د جنسیتي او سیاسي دلایلو له مخې د ځورونې بڼه لري، رول لرلی دی.
ټرمپ: له ایران سره د شخړې د پای ته رسولو لپاره خبرې لاهم روانې دي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، چې له ایران سره خبرې لا هم روانې دي خو نوموړي د دغو خبرو په اړه نور جزییات ورنه کړل.
ټرمپ د جمعې په ورځ د جولای په ۲۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو وویل چې واشنګټن او تهران د شخړې د پای ته رسولو لپاره مذاکرات کوي او زیاته یې کړه چې "موږ ورسره خبرې کوو. زما په اند، هغوی دا ځل رښتیا هم جدي دي."
ولسمشرټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې په سیمه کې بریدونو زور اخیستی او روان وضعیت په منځني ختیځ کې د جګړې د لاپراخیدو خطرزیات کړی دی.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ له دې مخکې هم څو ځله د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو یادونه کړې او کله ناکله یې ادعا کړې چې د سولې یوه هوکړه نږدې ده، خو وروسته خبرې په ټپه درېدلې او پوځي عملیات بیا پیل شوي دي.
د ولسمشرټرمپ له دې څرګندونو مخکې د ورځې په پیل کې امریکايي ځواکونو بیا د ایران په بېلابېلو هدفونو بریدونه وکړل. ټرمپ تر دې مخکې ژمنه کړې وه چې په اردن کې د درېیو امریکايي سرتېرو او په عراق کې د یو بل امریکايي پوځي تر وژل کېدو وروسته به ایران ته "ستره پوځي سزا" ورکړي.
د ملګرو ملتونو غوښتنه: په هرمز تنګي کې د بند پاتې شویو شپږ زره سمندري کارکوونکو د ایستلو لپاره مرسته وکړئ
ملګرو ملتونو له هغو هېوادونو چې د منځني ختیځ په جګړه کې ښکېل دي، غوښتي چې په هرمز تنګي کې د بند پاتې شویو شاوخوا شپږ زره سمندري کارکوونکو د خوندي ایستلو او خپلو هېوادونو ته د بېرته ستنولو په برخه کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنر ولکر ترک ویاندې، شابیا مانتو، ویلي چې ترک د هغو زرګونو سمندري کارکوونکو د وضعیت د حل لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې چې په منځني ختیځ کې د جګړې له امله بند پاتې دي.
تورک د دغو سمندري کارکوونکو وضعیت "له بشري او د بشري حقونو له پلوه یو ډېر سخت بحراني حالت" بللی دی.
د سمندري چارو نړیوال سازمان ویلي چې لږ تر لږه شپږ زره سمندري کارکوونکي، چې په سلګونو بېړیو کې سپاره دي، په هرمز تنګي کې بند پاتې دي او حتی د ایران، امریکا او اسراییل ترمنځ د اوربند پر مهال یې هم د ایستلو امکان نه درلود. د دې سازمان له مخې، د ډېرو نورو سمندري کارکوونکو د برخلیک په اړه هم معلومات نشته.
د ترک ویاندې همداراز وویل چې د ایران له خوا پر ملکي کشتیو بریدونه د منلو وړندي او باید ودرول شي اوزیاته یې کړه چې دغه بېړۍ د نړیوال بشري قانون له مخې خوندي دي.