د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

پوځي سرچینې: ترکیې د سوریې عفرین سیمه په بشپړ ډول نیولې


د ترکیې پوځي سرچینو پرون شنبه وویل چې په سوریه کې د خپلو متحدو وسله‎والو ډلو په ملاتړ يې د سوریې په شمال لویدیځ کې پرته سیمه، عفرین په بشپړ ډول نیولی دی.

د ترکیې پوځ په سوریه کې د خپلو پلویانو وسله‎والو په ملاتړ له تېرو اتو اونیو راهیسې په عفرین کې د کُردي ملېشه ځواکونو پر ضد چې د خلکو د تحفظ ډله «YPG» هم ورته ویل کېږي، عملیات کوي.

د ترکيې حکومت هغوی ترورېستان ګڼي او د تېرې یکشنبې په ورځ يې د عفرین مرکزي سیمې نېولې وې.

عفرین د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترکیې له پولي سره څېرمه پرته ده چې زیات اوسېدونکي یې کُردان دي او د خلکو د تحفظ ډلې یا «YPG» په لاس کې وه.

په عفرین کې د ترکیې د پوځ یوې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د ترکیې پوځ او ملګرو ډلو یې د شنبې په شپه په عفرین کې پاتې سیمې هم تر خپلې ولکې لاندې کړې.

دې سرچینې چې هویت یې رویټرز خبري اژانس نه‎دی څرګند کړی، ویلي چې په سیمه کې د تلاشۍ عملیات پېل شوي، څو خلک په ډاډ خپلو کورونو ته ستانه شي.

د ترکیې رسمي خبري اژانس، اناتولي هم ورته رپوټ خپور کړی دی.

رپوټونه وايي چې د عفرین په لارو او کوڅو کې د ترکیې د پوځ ټانکونه ګزمې کوي او د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې پر خلکو خوراکي مواد ویشلي دي.

د ترکیې د سرې میاشتې ټولنې مشر کریم کنیک رویټرز ته ویلي، هڅه کوي چې خلک عادي ژوند پېل کړي.

کریم کنیک وویل:

"موږ دلته ګرځنده پخلنځي لرو او زموږ مامورین په کلیو کې وېشل شوي دي. موږ د ناروغانو پر لېږدولو کار کوو. دلته اساسي ستونزه دا ده چې د څښاک پاکې اوبه له بندونو راځي، نو موږ پر هغه هم کار کوو."

طیب اردغان د فرانسې له ولسمشر سره د عفرین پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې
طیب اردغان د فرانسې له ولسمشر سره د عفرین پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې

له بله پلوه، د ترکیې د جمهوري ریاست یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د هغه هېواد ولسمشر رجب طیب اردغان د فرانسې له ولسمشر سره د عفرین پر وضعیت ټیلیفوني خبرې کړې او په دې اړه یې د فرانسې د ولسمشر انتقادونه رد کړي دي.

فرانسه په هغو هېوادونوکې ده چې په عفرین کې یې د ترکیې له پوځي عملیاتو سره سخت مخالفت کړی او ویلي یې دي چې د ترکیې دا پلمه چې د خپلو سرحدي سیمو د امنیت په اړه اندېښنه لري، په سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پېل نه‎شي توجیه کولای.

XS
SM
MD
LG