د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۹

ترکیې د کُرد بیلتون غوښتونکو په وړاندې پوځي عملیات کړي


ارشیف، د ترکي ځواکونو عملیات
ارشیف، د ترکي ځواکونو عملیات

ترکیې بیا ادعا کړې چې له ایران سره په ګډه‌یې د کُرد بیلتون غوښتونکو په وړاندې پوځي عملیات کړي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون دوشنبې وویل چې په‌دغو پوځي عملیاتو کې د کُردستان د کارګرانو ګوند «PKK» چې په ترکیه کې غیر قانوني اعلان شوی، وسله‌وال په نښه شوي وو.

اردوغان زیاته کړه چې دا لومړی ځل دی چې دا ډول عملیات ترسره کېږي او دی هیله‌مند دی چې هغه دوام وکړي.

د ترکیې «TRT» ټلوېزیوني چینل د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر سلیمان سولو له قوله خبر ورکړی چې نن‌یې ویلي، ترکیې له ایران سره په ګډه دغه لومړني پوځي عملیات ترسره کړل.

دا نه‌ده څرګنده چې دغه پوځي عملیات چېرته ترسره شوي دي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

په میلیونونو کُردان د ترکیې، عراق، سوریې او ایران ترمنځ غرنیو سیمو کې اړیکې لري.

یو شمېر کُردان د ترکیې له «پي.کې.کې» سره چې له لسیزو راهیسې د یوه خپلواکه هېواد د جوړولو لپاره وسله‌واله مبارزه کوي، اوسي.

د ایران نیمه دولتي اژانس فارس د دې هېواد د پوځ له قوله خبر ورکړی چې له ترکیې سره په ګډه د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو خبره یې رد کړې ده.

دې اژانس د یوې پوځي سرچینې په حواله ویلي چې د ترکیې پوځ د «پي.کې.کې» سخت دریځې ډلې پر ضد عملیات ترسره کړي، خو د ایران د وسله‌والو ځواکونو په‌دغو عملیاتو کې برخه نه‌وه اخېستې.

دغې سرچینې دغه راز ویلي چې د ایران وسله‌وال ځواکونه به د هرې هغې ډلې مخه ونیسي چې په ایران کې د ناامنیو د رامنځته کولو نیت ولري.

د ایران د سپاه پاسداران انقلاب ځواکونو په تېرو وختونو کې د ترکیې له پولي سره د دې هېواد په شمالي برخه او هم له عراق سره د پولي په اوږدو کې له یاغي کُرد وسله‌والو سره نښتې کړي دي.

د ایران د کُردستان ډیموکراټیک ګوند چې تهران تروریستي نومولی، په عراق کې له خپلو اډو په ایران کې دننه ځینې وختونه حملې کړي دي.

د دې ګوند یو شمېر مشران په هغو حملو کې چې دې ډلې یې مسؤلیت پر تهران اچولی، وژل شوي دي.

د ایراني کُردانو دا کیڼ اړخه وسله‌واله ډله وروسته له هغې چې په ایران کې فعالیت منع اعلان شو، د عراق په شمال کې دېره شوې ده.

XS
SM
MD
LG