د سوریې د کرد ملېشو مشران وایي، له دمشق سره یې معامله د دې لپاره کړې چې د دغه هېواد په شمال کې د ترکیې د پوځي یرغل مخه ونیسي.
په سیمه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو پر وړاندې د نړیوالو د عکس العملونو په دوام د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د ترکیې دغه یرغل وغانده او هغه یې له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله.
د سوریې د کردانو مشران وایي چې د مسکو په منځګړیتوب د سوریې د ولسمشر بشار اسد له حکومت سره د شوې موافقې له مخې د سوریې ځواکونه د ترکیې له پولې سره ځای پرځای کیږي او دواړه لوري به یې پرسیاسي اړخ وروسته خبرې وکړي.
مخکښ کرد سیاستوال الدارخلیل وویل، د دغو بیړنیو اقداماتو چې د اسد مهمه متحده روسیه یې څاري، هدف دادی چې د سوریې په شمال کې د ترکیې د یرغل مخه ونیول شي.
د کردانو یوه بل جګپوړي چارواکي بادرن جیه کرد وویل، وروسته له هغې چې امریکایان له سیمې ووتل او د ترکیې حملې ته یې شین څراغ ورکړ، موږ اړشولو چې بله لار ولټوو او هغه له دمشق اومسکو سره خبرې وې چې څرنګه کولای شو، یوه لاره ومومو او د ترکیې د حملو مخه ونیسو.
د سوریې دولتی رسنۍ وویل چې پوځ یې نن د شمال لویدیځ تیل تمیر ښارګوټي ته داخل شوی دی. دغه ښارګوټۍ د ترکیې د پوځي یرغل د اصلي محورځای په ۳۵ کیلومترۍ کې دی.
ښاغلي خلیل وویل، اوس لومړیتوب دادی چې د پولې امنیت د ترکیې له خطره خوندي شي. هغه زیاته کړه چې دوی د دمشق له حکومت سره په تماس کې دي چې په راتلونکې کې یوه ګډ دریځ ته ورسیږي.
د ترکيې د پوځي عملياتو هدف په سیمه کې د کردانو په مشرۍ د سوريې د ډيموکراتيکو ځواکونو چې انقره يې د کردانو د کارګر ګوند يا (پي کې کې يوه څانګه ګڼي، ماتول دي.
پي کې کې له درېيو لسيزو راهیسې د کردانو د کورواکۍ لپاره له ترکيې سره جګړه کړې ده.
د امریکا دفاع وزیرمارک ایسپر د یکشنبه په ورځ وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ورته امر کړی چې امریکایي ځواکونه دې د سوریې له شمال څخه په خوندي او هرڅومره ژر چې کیدای شي، وتل پیل کړي.
هغه دا ونه ویل چې ټرمپ له سوریې د ځواکونو د وتلو امر کړی خو داسې ښکاري چې دې ته په پام سره چې د جګړې په ډګر کې وضعیت هره شېبه تغییر مومي، دا به بل ګام وي چې متحده ایالات یې پورته کوي.
د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې په شمال کې د ترکیې یرغل وغانده. د هالند د بهرنیو چارو وزیر سټیف بلوک چې په لوکزامبورګ کې یې خبرې کولې، پر یوه ګاونډي هېواد د ترکیې دغه یرغل له نړیوال قانون څخه سرغړونه وبلله او ویې ویل چې د بل هرهېواد په څېر ترکیه باید نړیوال قانون ته غاړه کیږدي.
د دې ټولنې مشران غواړي چې پر ترکیې نور هم د وسلو پلورلو بندیزونه ولګوي.
ملګروملتونو ویلي، له کله چې د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي عملیات پیل شوي، له دې سیمې له ۱۳۰ زره زیات کسان وتلي دي.