د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۳:۳۹

ډونالد ټرمپ سوریه کې د ترکیې عملیاتو په تړاو د امریکا پوځي چارواکو سره خبرې کړي


د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع له وزير مارک ايسپر او د ګډو ځواکونو له لوى درستيز جنرال مارک ميلي سره په سوريه کې د ترکيې د احتمالي عملياتو په اړه خبرې کړې دي.

د امريکا متحده ايالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دفاع له وزير مارک ايسپر او د ګډو ځواکونو له لوى درستيز جنرال مارک ميلي سره په سوريه کې د ترکيې د احتمالي عملياتو په اړه خبرې کړې دي.

د دفاع وزارت وياند تېره شپه وويل چې په دې اړه په تېرو څو ورځو کې سلا مشورې شوې دي.

ترکيې د امريکا له خبرداري سره سره ويلي چې د سوريې په شمال کې به پوځي عمليات پيلوي.

تر دې مخکې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ټينګار کړى و چې هېواد به يې د سوريې په شمال کې دېره کُرد ځواکونه يوازې نه پرېږدي.

ولسمشر ټرمپ د يکشنبې په ورځ ويلي وو، د خپل هېواد د ځانګړو ځواکونو له ٥٠ تر ١٠٠ پوځيان به د سوريې له شمال څخه وباسي.

د سوريې له شمال څخه د امريکايي پوځيانو د وتلو له اعلان سره سم، په دې سيمه کې وضعيت بدل ښکاري.

کرد وسله وال چې د امريکا متحدان ګڼل کېږي، پر دغه اقدام اندېښمن دي، ځکه ترکيې ويلي چې د سوريې په کردمېشتو سيمو کې به پوځي عمليات پيل کړي.

د کرد وسله والو په باور، له سيمې د امريکايي پوځيانو وتل به حتى د سوريې په شمال کې د داعش ډلې د بيا ظهور زمينه برابره کړي.

خو د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون سې شنبه په سوريه کې دېره کردانو ته پيغام ورکړ چې دوى به يوازې پرېنږدي.

ولسمشر ټرمپ په سپينه ماڼۍ کې د امريکا له پوځي چارواکو سره په يوه غونډه کې وويل، پر دې موضوع يې د ترکيې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره خبرې کړې دي.

د ټرمپ په خبره، په سيمه کې امريکايي پوځيان په جګړه کې برخه نه اخلي.

"موږ غواړو له دغو بې پايه جګړو خپل سرتېري بېرته د دوى کورونو ته ستانه کړو. موږ جګړه نه کوو. موږ د پوليسو په حيث په ځينو سيمو کې پراخ حضور لرو. موږ پوليس نه يو، بلکې کردان جګړه کوي. هغه جنګيالي چې په نړۍ کې تر ټولو غوره دي او دا کار کوي".

په سوريه کې د دېره امريکايي پوځيانو شمېر ١٠٠٠ ته رسېږي چې له تېرې دوشنبې یې د سوريې له شمال څخه وتل پيل شوي دي.

ترکيې په سوريه کې د پوځي عملياتو د پيل له اعلان سره جوخت ويلي چې دغه کرد وسله وال تروريستان ګڼي او وايي، دغه عمليات د خپلو سرحدونو د خونديتوب او د "تروريستي عناصرو" د ځپلو لپاره پيلوي.

د امريکا او ترکيې ولسمشرانو د دغو عملياتو پر موضوع د دوشنبې په ورځ په خپلو ټليفوني خبرې هم وکړې.

په دې منځ کې د سوريې حکومت هم له وخت څخه په استفاده له کردانو غوښتنه کړې چې د سوريې ”پرانيستې غېږې“ ته دې ستانه شي.

د سوريې د بهرنيو چارو وزارت معين فيصل مقداد د ”الوطن“ په نوم يوې محلي ورځپاڼې ته ويلي، امريکا کردان خطا ايستلي او يوازې يې پريښي دي.

وروسته له هغې چې د سوريې زياتې برخې د اسلامي دولت ډلې يا داعش ونيولې، د سوريې کردانو د امريکا په مرسته د دې تروريستي ډلې په وړاندې په جګړه کې برخه واخيسته.

په نړۍ کې د کردانو شمېر څه کم ٤٠ مليونو ته رسېږي چې ډېرى يې اول په ترکيه، بيا په ايران، عراق او سوريه کې دېره دي.

XS
SM
MD
LG