د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

د ترکیې پوځيانو د سوریې راس العین ښار ونیو


د ترکیې پوځيانو تېره شپه د سوریې سرحدي ښار راس العین ونیو.

د ترکیې دفاع وزارت دا خبر پرون د اکټوبر په دولسمه خپور کړ او په سوریه کې د جګړې یوې څارونکې ادارې تائید کړی دی.

د ملګرو ملتونو سازمان وایي، له کله راهیسې چې ترکیې په سوریه کې پوځي عملیات پیل کړي، تر یو لک زیات انسانان له خپلو سیمو تېښتې ته اړ شوي دي.

سوریه یي مېرمنې
سوریه یي مېرمنې

ملګرو ملتونو ویلي، حتی د بشري ناورین د پېښېدو امکان شته.

د سوریې په خاروه کې نن یکشنبه د ترکيې د پوځي عملیاتو پنځمه ورځ ده.

پردې عملیاتو په نړیواله کچه زیاتې نیوکې شوي دي.

خو ترکیې ټینګار کړی چې پوځي عملیاتو ته به په شدت دوام ورکړي.

د ترکیې پوځ تر هغه وروسته په سوریه کې پوځي عملیات پیل کړل چې امریکا د سوریې له کرد مېشتو سیمو د خپلو پوځيانو د ایستلو پلان اعلان کړ.

د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو یو شمېر غړو د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ پر دې اعلان نيوکې کړي دي.

هغوی وېره څرګنده کړې چې له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل به د امریکايي قواوو کرد متحدان له ګواښ سره مخامخ کړي.

امریکا اوسمهال په سوریه کې ۱۰۰۰ پوځيان لري.

ارشیف، په سوریه کې مېشت امریکایي ځواکونه
ارشیف، په سوریه کې مېشت امریکایي ځواکونه

د سوریې په شمالي سیمو کې کرد ملېشه ځواکونو د داعش د وسله والو پر ضد په جګړه کې د امریکا له پوځ سره اتحاد درلود.

د ډموکراتیکې سوریې په نوم ځواکونه چې کردان یې رهبري کوي او امریکا یې ملاتړ کاوه، وایي چې د داعش پر ضد په جګړه کې یې ۱۱ زره کسان وژل شوي دي.

د عربي ټولنې (عرب لیګ) استازو پرون په مصر کې بېړنۍ غونډه وکړه.

د عرب لیګ مشر احمد ابوالغیط هم پر ترکیې غږ وکړ چې پوځي عملیات بند کړي او خپل عسکر له سوریې وباسي.

د عرب لیګ مشر وویل چې د ترکیې عملیات د یوه عربي دولت پر واکمنۍ او د خاورې پر بشپړتیا تعرض دی.

فرانسې، سوریې، جرمني، هالنډ او یو شمېر نورو هېوادونو هم له ترکیې غوښتنه کړې چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.

د جرمني حکومت اعلان کړی چې ترکیې ته د ټولو داسې وسلو صادرات بندوي چې انقره یې د کردانو پر ضد استعمالولی شي.

د هالنډ حکومت هم تېره اوونۍ ورته اعلان کړی و.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو ویلي چې په سوریه کې به یې پوځي عملیات دوام ولري.

چاوش اغلو ویلي حتی که ترکیه هغه متحدان یوازې پرېږدي چې له ترورېستانو ملاتړ کوي، بندیزونه ورباندې ولګوي یا سزا ورکړي، له خپلو عملیاتو نه شاته کېږي.

ترکیه او امریکا د ناټو غړي هېوادونه دي.

دا چې د ترکیې پوځيانو د راس العین ښار نیولی، یو لوی پوځي پرمختګ بلل کېږي.

هغه کردان چې د ترکیې د پوځ پر ضد جنګېږي، وايي چې دا پوځي عملیات په سیمه کې د داعش بیا فعالېدو ته زمینه برابرولی شي.

د هغوی په وینا، دا به د داعش هغو وسله والو ته چې په زندانونو کې دي، د تېښتې زمینه برابره کړي.

د رپوټونو پر اساس، د سوریې په شمال کې کرد ملېشه ځواکونو له داعش سره د جګړې پرمهال د هغوی لس زره وسله وال اسیر کړي چې دوه زره یې بهرني اتباع دي.

XS
SM
MD
LG