د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل د اعلان په اړه نړیوال غبرګونونه


د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان په نړیواله کچه غبرګونونه پارولي دي.

د ترکیې جمهور رئيس رجب طیب اردوغان پرون د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.

اردوغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړی دی.

د ترکیې جمهور رئيس وویل چې په عملیاتو کې به د داعش وسله وال او کُرد ملېشه ځواکونه چې د سوریې په شمال کې مېشت دي، وځپل شي.

د ترکیې ولسمشر وویل چې د دوی د پوځي عملیاتو هدف له ترورېزم سره مبارزه او ځپل دی.

د ترکیې پوځ
د ترکیې پوځ

د امریکا په سنا کې د جمهوري غوښتونکو استازي لنزي ګراهام پرون د اکټوبر په نهمه وویل چې کانګرس به د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو بیه په ترکیه پرې کړي.

لنزي ګراهام پر ټوېټر ولیکل: زه به د دې لپاره چې د ترکیې ولسمشر د خپل دې اعلان ستره بیه پرې کړي، په کانګرس کې هڅې وکړم.

د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، د ترکیې حکومت هغو کُردانو ته چې د سوريې په شمالي سيمو کې یې د اسلامي دولت د وسله والو یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترورېستانو په سترګه ګوري.

ترکیې د سوریې په شمالي سیمو کې د پوځي عملیاتو د پیل اعلان په داسې وخت کې کړی چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ څو ورځې مخکې وویل چې امریکايي ځواکونه له سیمې وځي.

خو ډونالد ټرمپ د سوریې کُردانو ته په اشاره ویلي وو چې هغوی ښه خلک دي او له سوریې د امریکايي ځواکونو وتل د دې معنی نه لري چې امریکا به د سوریې کُردان یوازې پرېږدي.

ټرمپ ویلي وو چې کُرد ملېشه خاص خلک دي، د جګړې ځانګړي مهارتونه لري او واشنګټن به یې مالي او تسلیحاتي ملاتړ کوي.

د امریکا ولسمشر همدا راز ویلي وو چې د واشنګټن او انقرې اړیکې ډېرې ښې دي، خو پر ټوېټر یې لیکلي وو چې د انقرې هره غیر ضروري لانجه به د ترکیې اقتصاد ته ضربه ورکړي.

ترکیه او امریکا دواړه د ناټو غړي دي.

د دې تړون عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون پر ټوېټر لیکلي چې ترکي چارواکو د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه دوی ته معلومات ورکړي دي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ

سټولټنبرګ زیاته کړه چې پر ترکیه حساب کوي چې داسې عمل به کوي چې له داعش سره په مبارزه کې شويو پرمختګو ته زیان ونه رسېږي.

ترکیه د سوریې له شمال سره ګډه پوله لري.

په سوریه کې د جګړې له پیل راهیسې درې ميلیونه او شپږ لکه وګړي ترکیې ته ور کډه شوي دي.

د ترکیې حکومت غواړي چې د سوریې په خاوره کې خپل سرحد ته نږدې امن سیمه جوړه کړي او په خپله خاوره کې مېشت کډوال ور واستوي.

XS
SM
MD
LG