د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۹:۲۳

ډونالد ټرمپ یو ځل بیا د سوریې له شماله د امریکايي سرتېرو له ایستلو دفاع وکړه

ښاغلي ټرمپ دغه‌راز سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په تړاو د خبرو ناکامېدو په صورت کې، انقرې ته خبرداری ورکړ چې ویجاړوونکي بندیزونه به پرې ولګوي.
ښاغلي ټرمپ دغه‌راز سوریه کې د ترکیې د پوځي عملیاتو په تړاو د خبرو ناکامېدو په صورت کې، انقرې ته خبرداری ورکړ چې ویجاړوونکي بندیزونه به پرې ولګوي.

په داسې حال کې چې د امریکا یو جګپوړی پلاوی ترکیې ته پر لاره دی چې د سوریې په شمال کې د ترکیې پوځي یرغل ودروي، ولسمشر ډونالد ټرمپ بیا له دې سیمې د امریکایي سرتېرو د ایستلو لپاره د خپلې پرېکړې دفاع وکړه.

ښاغلي ټرمپ دغه‌راز د خبرو د ناکامېدو په صورت کې، انقرې ته خبرداری ورکړ چې ویجاړوونکي بندیزونه به پرې ولګوي.

ټرمپ چې پرون‌یې په سپینه ماڼۍ کې د ایټالیا له ولسمشر سرجو ماترېلا سره په یوه کنفرانس کې خبرې کولې، د سوریې له شماله د شااوخوا زرو امریکایي سرتېرو د ایستلو له پرېکړې په دفاع سره وویل، دا چې له ترکیې سره په دغه کړکېچ کې، روسیه د سوریې او دمشق د کرد ملېشو مرسته کوي، واشنګټن ورسره کومه ستونزه نه‌لري.

هغه زیاته کړه: "سوریه او ترکیه ښایي جګړه وکړي. سوریه د کردانو ملګرې ده. کردان ډېر ښه خوندي دي، پر دې سربېره دوی پوهېږي چې څرنګه جګړه وکړي. په هر صورت دوی (کردان) فرښتې نه‌دي، خو له موږ سره وو. دوی فرښتې نه‌دي."

د سوریې شمال کې د ترکیې عملیاتو بندولو په هدف یو لوړپوړی امریکايي پلاوی انقرې ته ځي

روسیه: نه پرېږدو چې د ترکیې او سوریې پوځیان سره جګړه وکړي

ولسمشر ټرمپ وویل، دی باور لري چې په ترکیه کې د ده د مرستیال مایک پنس او د بهرنیو چارو د وزیر مایک پامپیو لیدنې کتنې به بریالۍ وي.

دغه پلاوی به هڅه وکړي چې ترکیه قانع کړي د سوریې په شمال کې خپل پوځي یرغل چې له پیله یې یوه اونۍ تېرېږي، ودروي.

انقره وایي د دغې پوځي مداخلې هدف دادی چې سیمه له کرد وسله والو پاکه او یوه خوندي سیمه رامنځ ته شي چې ترکیې ته کډه شوي سوریایي وګړي پکې بیرته ځای پرځای شي.

ډونالد ټرمپ له ترکیې غوښتي چې "د سوریې یرغل" سمدستي پای ته ورسوي

د سوریې شمال کې د ترکیې پوځي عملیات؛ کردانو بشار اسد سره لاس یو کړ

ټرمپ وویل که د ترکیې له چارواکو سره خبرې ناکامه شي، پر انقرې به بندیزونه لګوي، ګمرکي تعرفه به پرې لوړه کړي او ځیني نور اقدامات به هم وکړي چې د ده په خبره نتیجه به‌یې د ترکیې لپاره ناوړه وي، په تېره بیا اقتصاد به‌یې ویجاړ شي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG