د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۸ زمری ۱۴۰۵ کابل ۰۷:۲۴

خبرونه

فرانسې او عرب لیګ د ترکیې د عملیاتو د درېدو غږ وکړ

د فرانسې حکومت او د عربي ټولنې [عرب لیګ] غړو هېوادونو پر ترکیې ږغ کړی چې په سوریه کې پوځي عملیات بند کړي.

د فرانسې ولسمشر اېمانوئل مکرون پرون، شنبه ویلي چې دا عملیات د اسلامي دولت په نوم وسله والې ډلې داعش ته زمینه برابرولائ شي چې له سره فعالیت پېل کړي.

د فرانسې د ولسمشر دفتر وویل چې مکرون د امریکا له ولسمشر دونالد ټرمپ سره دا خبرې په ټېلفوني مکالمه کې کړې دي.

د عرب لیګ مشر احمد ابوالغیط هم پر ترکیې ږغ کړی چې پوځي عملیات بند کړي او خپل عسکر له سوریې وباسي.

د عرب لیګ مشر پرون ویلي چې د ترکیې عملیات د یوه عربي دولت پر واکمنۍ او د خاورې پر بشپړتیا یرغل دی. خو د ترکیې د بهرنیوچارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي چې په سوریه کې به یې پوځي عملیات دوام ولري.

چاوش اغلو ویلي، حتی که ترکیه هغه متحدان یوازې پرېږدي چې د تروریستانو ملاتړکوي، بندیزونه ورباندې ولګوي یا سزا ورکړي، له خپلو عملیاتو نه شاته کېږي. ترکیه او امریکا د ناټو غړي هېوادونه دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

داعش په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه

د بدخشان د اطلاعاتو وژل شوی رییس - ذبیح الله امیري
د بدخشان د اطلاعاتو وژل شوی رییس - ذبیح الله امیري

د اسلامي دولت ډلې داعش خراسان څانګې په بدخشان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د مشر ذبیح الله امیري د وژنې مسؤلیت ومانه.

امیري د سې شنبې په ورځ د بهارک-فیض آباد سړک په اوږدو کې د دوو موټرسایکل سپرو وسله والو له خوا تر برید لاندې راغی او ووژل شو.

د طالبانو حکومت مخکې ویلي و چې یو بریدګر د امیري د ساتونکو له خوا په ډزو ووژل شو او بل ټپي او ونیول شو.

ذبیح الله امیري د هلمند د طالبانو د والي امان الدین منصور وراره دی.

بدخشان په دې وروستیو کې د څو امنیتي پیښو شاهد و، چې پکې د څو ساعتونو لپاره د یفتل پایین ولسوالۍ د مرکز سقوط او په زیباک ولسوالۍ کې نښتې شاملې دي.

د انساني قاچاق ضد ورځ؛ له خطر سره مخ زیانګالي افغانان

افغان بیوزلې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره
افغان بیوزلې مېرمنې له خپلو ماشومانو سره

د ملګرو ملتونو سازمان په افغانستان کې د انساني قاچاق له خطرونو سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو هڅو غوښتنه کړې.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر او د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د جولای په ۳۰مه د قاچاق ضد نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه ګډه اعلامیه کې دا غوښتنه مطرح کړې.

د ملګرو ملتونو دغو ادارو ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو څخه د کډوالو راستنیدل، د کلیوالي سیمو د اقتصادي وضعیت خرابي، په بشري مرستو کې د پام وړ کمښت، طبیعي پیښې او د ښځو او نجونو د حقونو محدودیتونه د انسانانو د قاچاق او استثمار په وړاندې د خلکو زیانګالي زیاته کړې ده.

د بیان له مخې له مالي فشار سره مخ خلک جبري او نا امنو کارونو، جنسي استمثار یا ناوړه ګټې اخیستنې، غلامۍ ته ورته شرایطو او ان له رضایت پرته د بدن د غړو لرې کولو ته اړ ایستل کېږي.

ښځې، ماشومان، راستنیدونکي او پوروړي د انساني قاچاق او استمثار له جدي خطر سره مخ دي.

د خیبرپښتونخوا په هنګو کې لس پاکستاني پولیس وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان دي

د پاکستاني پولیسو یو مرکز - عکس پخوانی دی
د پاکستاني پولیسو یو مرکز - عکس پخوانی دی

د خیبرپښتونخوا په هنګو کې تېره شپه ناوخته لږ تر لږه لس پاکستاني پولیس په یوه برید کې وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.

بریدګرو لومړی په هنګو کې د پولیسو یو مرکز په یوه ډرون شکله الوتونکې وسیلې هدف ګرځولی او بیا یې ډزې پیل کړي.

د خیبرپښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید رسنیو ته تایید کړې چې د پولیسو او وسله والو بریدګرو تر منځ نښتو څو ساعته دوام وکړ.

د هغه په خبره په نښتو کې لس پولیس او ۱۵ وسله وال بریدګر وژل شوي.

د دغه برید مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو پاکستاني چارواکو تل تور پورې کړی چې وسله وال بریدګر له افغان خاورې پر پاکستان داسې بریدونه پلان او ترسره کوي.

هغه تور چې طالب چارواکو په کلکه رد کړی.

ټي ټي پي او نورې وسله والې ډلې تورنې کړي چې دا بریدونه

دا روانه اوونۍ د پاکستان په امنیتي ځواکونو دویم وسله وال برید دی.

د جولای په ۲۵مه هم د خیبرپښتونخوا په ټانک سیمه کې په یوه ځانمرګي برید کې د ۱۲ عسکرو په شمول لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي.

د هغه برید مسوولیت ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان په غاړه اخیستی و.

راشدخان او عظمت الله عمرزی د کرکټ د نړیوالې شورا د تازه رده بندۍ په سر کې

افغان کرکټر - راشدخان
افغان کرکټر - راشدخان

د کرکټ د نړیوالې شورا په تازه رده بندۍ کې راشدخان او عظمت الله عمرزی بیا په لومړیو مقامونو راغلي.

راشدخان په نړۍ کې د یو ورځنیو او شل اووریزو د بالرانو تر منځ په سر کې دی.

عظمت الله عمرزي هم په الرونډرانو کې لومړی ځای خپل کړی.

محمد نبي په الرونډرانو کې دریم مقام ته رسیدلی.
اخوا بیا ابراهیم ځدراڼ د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په لیسټ کې پنځم ځای خپل کړی.

د طالبانو د یوې سرچینې ادعا: چترال کې د مخالفینو پناه‌ځایونه مو په نښه کړل

ارشیف، د افغانستان په بدخشان ولایت کې مېشت طالب ځواکونه
ارشیف، د افغانستان په بدخشان ولایت کې مېشت طالب ځواکونه

د طالبانو حکومت یوه باخبره سرچینه وايي چترال باندې د طالبانو وروستیو هوايي بریدونو کې، د وسله‌والو مخالفینو پناه‌ځایونه په نښه شوي دي.

د طالبانو حکومت دغې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له امله‌یې ونه‌غوښتل نوم‌یې خپور شي، د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) ازادي راډیو ته وویل چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان د چترال پر سیمه په دوو "غچ اخیستونکو" جلا بریدونو کې د مخالفو ډلو پناه‌ځایونه په نښه کړي دي.

سرچینه پرته له جزئیاتو زیاتوي چې په دغو بریدونو کې د یادو ډلو یو شمېر غړي وژل شوي او پناه‌ځایونه‌یې هم له‌منځه وړل شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي او ازادي راډیو هم نه‌شي کولای د خپلواکو منابعو له‌خوا د دغو بریدونو یا مطرح شویو ادعاوو تأیید یا رد ترلاسه کړي.

سرچینه وايي دا بریدونه د مخالفو وسله‌والو له‌خوا د چترال له سیمې د بدخشان پر زیباک ولسوالۍ د شوي برید په غبرګون کې ترسره شوي دي.

تر دې مخکې، د طالبانو حکومت لوی درستیز، فصیح‌الدین فطرت، د شنبې په ورځ ادعا کړې وه چې د پاکستان حکومت د طالبانو یو شمېر مخالفان سمبال کړي او زیباک ولسوالۍ ته‌یې استولي دي، خو د هغه په وینا، د طالبانو ځواکونو هغوی ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې ده.

بل‌خوا، د یاسین ضیا په مشرۍ د افغانستان د ازادۍ جبهې هم د شنبې په ورځ په خپلې اېکس‌پاڼې د یوې وېډیو په خپرولو ادعا وکړه چې د زیباک په نښتو کې یې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اړولې او ادعا یې وکړه چې د طالبانو دوه بې‌پیلوټه الوتکې چې په ټکو یې د جبهې تر کنټرول لاندې سیمو کې یې عملیات کول، نسکورې کړې دي.

اوچا: سېلابونو افغانان د ناچاوده مهماتو له تازه خطر سره مخ کړي

ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ بهیر
ارشیف، د افغانستان په کندهار ولایت کې د ماین پاکۍ بهیر

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خبرداری ورکوي چې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې سخت بارانونه، ناڅاپي سېلابونه او د ځمکې ښویېدنې امکان لري ناچاوده مهمات رابرسېره کړي او د سیمې د اوسېدونکو او مرستندویانو ژوند له خطر سره مخ کړي.

اوچا د چهارشنبې په ورځ «د اسد په ۷مه» په خپل راپور کې ویلي چې سختو بارانونو او ناڅاپي سېلابونو د افغانستان د مرکزي، ختیځو او سوېل‌ختیځو سیمو ځینې برخې اغېزمنې کړې دي.

د دې ادارې په وینا، نورستان ولایت لا هم د سېلابونو له امله د اغېزمنو شویو سیمو تر ټولو بحراني وضعیت لري.

د طالبانو حکومت چارواکو ویلي چې په نورستان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله لږ تر لږه ۲۳ کسان مړه او شااوخوا ۸۰ نور ټپیان شوي دي.

افغانستان چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې له ډېرو زیانګالو هېوادونو څخه شمېرل کېږي، په وروستیو کلونو کې د ویجاړوونکو سېلابونو له زیاتېدو سره مخ شوی دی.

د ایران د راکټونو له شنډولو وروسته؛ ټرمپ تهران ته د «سخت ځواب» ګواښ وکړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د اسد په ۷مه) خبرداری ورکړ چې متحده ایالات به ایران ته «سخت ځواب» ورکړي.

دا وروسته له هغې چې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې د ایران له‌خوا منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو په لور توغول شوي څو بالستیک توغندي یې شنډ کړي دي.

ټرمپ فاکس نیوز شبکې ته وویل چې پر ایران به ډېر دروند ګوزار وشي.

تر دې مخکې، د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنټکام) د ایران په وخت د چهارشنبې سهار ویلي و چې د ایران سپاه پاسداران ځواکونو هڅه کړې وه په منځني ختیځ کې پر مېشتو امریکايي ځواکونو ناڅاپي برید وکړي او له ایرانه‌یې څو بالستیک توغندي توغولي وو، خو ټول توغندي شنډ شوي دي.

ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب کې چې له ایران سره د خبرو اترو د دوام امکان شته که نه، وویل: "موږ به اجازه ورکړو چې خبرې اترې دوام ومومي."

د فوټسال د کانټیننټل جام پیل؛ افغانستان د تایلنډ په وړاندې لوبه کوي

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله

ټاکل شوې ده د «کانټیننټل جام» په نوم د فوټسال سیالۍ چې د افغانستان ملي لوبډله هم په‌کې ګډون لري، د اګسټ په لومړۍ نېټه (د شنبې په ورځ) پیل شي.

په دې سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ د روسیې، ویتنام، نیوزیلنډ او تایلنډ ملي لوبډلې برخه اخلي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله پرون په دغو سیالیو کې ګډون لپاره تایلنډ ته ولاړه.

د افغانستان لومړۍ لوبه به د اګسټ په دوهمه (د یکشنبې په ورځ) د کوربه هېواد تایلنډ پر وړاندې ترسره شي.

ټاکل شوې ده چې د کانټیننټل فوټسال جام سیالۍ د اګسټ تر شپږمې دوام وکړي.

د پاکستان پوځ په عملیاتو کې د ۳۲ وسله والو د وژل کیدو خبر ورکوي

د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ وویل چې افغانستان پولې ته څیرمه ایالتونو کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو د زیاتوالي په وړاندې په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو په ترڅ کې ۳۲ وسله ‌وال وژلي دي.

د جرمني خبري آژانس د راپورله مخې د پوځ د عامه اړیکو څانګې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره ۳۲ تنه چې هغه یې د هند د نیابتي ډلو ترهګربللي، وژلي دي. د پوځ په وینا، ۲۴ وسله ‌وال په خیبر پښتونخوا او اته نور په بلوچستان ایالتونو کې وژل شوي دي.

پوځ خپل لورته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ويلي.

دواړه ایالتونه له افغانستان سره ګډه پوله لري او په وروستیو کې پکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) او همدارنګه د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) اړوند بېلتون‌ پالو وسله ‌والو بریدونه زیات شوي دي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري په یوه جلا خبرپاڼه کې ویلي: "موږ به د هند تر ملاتړ لاندې د فعالو ترهګرو عناصرو ناوړه پلانونه په هره بیه چې وي، شنډ کړو."

پاکستان پر ګاونډي افغانستان تورلګوي چې د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ کوي خو کابل دا تورونه تل رد کړي دي.

د راپورله مخې تېر کال د پاکستان لپاره په وروستیو لسیزو کې یو له تر ټولو خونړیو کلونو څخه و. په دغه هېواد کې له ۵ زرو څخه زیات وسله‌ وال بریدونه شوي چې ۲۷ یې ځانمرګي بریدونه وو.

په عراق کې د امریکا او سعودي عربستان په ګډو بریدونو کې د حشد الشعبي ډلې د وژل شویو شمېر ۲۰ تنو ته ورسېد

د ایران له ملاتړه برخمنې د عراق حشد الشعبي وسله ‌والې ډلې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې پراډو د امریکا او سعودي عربستان په ګډو هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی دی.

حشد الشعبي په خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا شمېرې لومړنۍ دي او لږ تر لږه ۳۲ نور کسان هم په دغو بریدونو کې ټپیان شوي دي.

د امریکا او سعودي عربستان ګډ هوايي بریدونه د بغداد، واسط، نینوا، بصرې، کرکوک، کربلا او دیالې په ولایتونو کې د حشد الشعبي پر مرکزونو ترسره شول، چې په نتیجه کې یې د دغو ځواکونو پوځي تأسیساتو او تجهیزاتو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) په اعلامیه کې وویل چې دغو ایران پلوه وسله ‌والو په وروستیو ورځو کې څه باندې ۲۴ ډرون بریدونه ترسره کړي دي.

د سینټکام په وینا پرحشد الشعبي د دغو بریدونو هدف "له ایران سره همغږي ترهګر" وو، چې د ایران سپاه پاسداران انقلاب هغوی ته د امریکايي ځواکونو او د سعودي عربستان د انرژۍ پر بنسټیزو تأسیساتو د بریدونو لپاره لارښوونه کړې وه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG