د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

اردوغان ګواښ وکړ که کرد ملېشې د سوریې له شماله ونه وځي نو ځپل کېږي


ښاغلي اردوغان ویلي، کرد ملېشې باید د سوریې له شمالي سیمو د ۱۲۰ ساعتونو په موده کې په بشپړ ډول ووځي.
ښاغلي اردوغان ویلي، کرد ملېشې باید د سوریې له شمالي سیمو د ۱۲۰ ساعتونو په موده کې په بشپړ ډول ووځي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د سوریې په شمال کې د کرد ملېشو ته خبرداری ورکړی چې که له "خوندي سیمې" ونه وځي نو "ککرۍ به یې وځپل" شي.

د ترکیې حکومت تېره اونۍ له یوه لوړ رتبه امریکايي پلاوي سره چې د امریکا د جمهور رئیس د مرستیال په مشرۍ انقرې ته تللی و، د سوریې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه.

د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس د اکټوبر په ۱۷مه، په انقره کې خبریالانو ته وویل، ترکیې موافقه وکړه چې ۱۲۰ ساعته د سوریې په شمال کې پوځي عملیات ودروي، ترڅو کرد ملېشه ځواکونه د سوریې پولې ته نږدې له امن سیمې ووزي.

رجب طیب اردوغان پرون د اکټوبر په ۱۹مه، په ټلویزیوني وینا کې وویل، که د وتلو پروسه د اکټوبر تر ۲۲مه، بشپړه نه شی، عملیات به له هغه ځایه چې درول شوي وو، بیا پیل کړي.

اردوغان وویل: "که [پلان] کار وکړ، نو ښه؛ که یې کار ونه کړ، په هغه دقیقه چې ۱۲۰ ساعته پوره شول، موږ به له کومه ځایه چې درېدلي وو، [عملیات] پيل وکړو او د تروریستانو د ککریو ځپلو ته به دوام ورکړو."

د ترکیې حکومت هغو کرد انو ته چې د سوريې په شمالي سمیو کې یې د اسلامي دولت یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د تروریستانو په سترګه ګوري.

د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې راتلونکې اونۍ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په کتنه کې د "نوې خوندي" سیمې په اړه بحث وکړی. ترکیه غواړي چې له سوریې تښتېدلي کډوال، بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي او په دغه سیمه کې یې ځای پرځای کړي.

ښاغلی اردوغان به د اکټوبر په ۲۲مه، د روسیې په په سوچي ښار کې له ښاغلي پوتین سره وګوري.

د رپوټونو په حواله، د سوریې په شمال کې د اوربند له موافقې سره هم، د سوریې هغو جنګیالو چې ترکیه یې ملاتړ کوي، پرون له کردي ځواکونو سره نښتې کړې دي.

دواړه خواوو پر یوه او بل تور پورې کړی چې له اوربند څخه یې سرغړونه کړې ده.

د ترکیې دفاع وزارت پر کرد ځواکونو تور پورې کړی چې ۱۴ حملې او نور پاروونکي کارونه یې کړي دي.

ترکيې ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش په غړیتوب ۱۴ تورن کسان یې هم نیولي چې د هغوي په وینا د سوریې په شمال کې د داعش د وسله والوله یوه توقیف ځایه تښتېدلي وو.

په لندن کې د سوریې د بشري حقونو د څارنې ادارې ویلي چې له ملاتړه برخمن ځواکونه د سوریې خاورې ته ور اوښتي وو او د کردانو د ښارګوټي شاکریه پرلور یې پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG