د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۴

ترکیې د سوریې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه


په سوریه کې ترکي ځواکونه
په سوریه کې ترکي ځواکونه

ترکیې د سوریې په شمال کې پر اوربند موافقه وکړه.

د امریکا یو لوړ رتبه پلاوی پرون د اکټوبر په ۱۷مه ترکیې ته ولاړ چې ولسمشر اردغان په سوریه کې اوربند ته وهڅوي.

انقرې ته په تللي پلاوي کې د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین هم شامل دي.

مایک پنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون په انقره کې دوه په دوه سره وکتل.

د هغوی خبرو ۹۰ دقیقې دوام وکړ.

د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان
د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان

د امریکا د متحدو ایالاتو د جمهور رئیس مرستیال مایک پنس پرون له اردغان سره تر کتنې وروسته په انقره کې خبریالانو ته وویل: "د امریکا متحدو ایالاتو او ترکیې نن په سوریه کې پر اوربند توافق وکړ، د ترکیې لوری به ۱۲۰ ساعته عملیات ودروي، څو کُرد ملېشه له مصؤن زون څخه ووځي، د سولې چینه په نوم پوځي عملیات به ودرېږي، تر دې نوم لاندې پوځي عمل به تر هغو چې د کُرد ملېشه ځواک د وتلو پروسه بشپړېږي، درېدلي وي.

د پنس هدف په سوریه کې د کُردانو په مشرۍ د خلکو د ساتنې په نوم ډلګۍ وې چې ترکیه یې ترورېست سازمان بولي.

مایک پنس زیاته کړه چې دواړو خواوو پر دې موافقه کړی چې د اوربند له عملي کېدو سره به امریکا پر ترکیه نور بندیزونه نه لګوي.

هغه زیاته کړه چې له ترکیې سره يې د سوریې په شمال کې د داعش پر ضد پر مبارزه هم موافقه کړې ده.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د پنس د خبرو تر خپرېدو وروسته وویل چې فوق العاده ښې پایلې ته رسېدلي دي.

ډونالد ټرمپ وایي: کُردان ډېر خوشحاله دي، ترکیه ډېره خوشحاله ده، امریکا ډېره خوشحاله ده. تاسو پوهېږئ! بشریت خوشحاله دی، دا د تمدن لپاره ډېره ښه خبره ده.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ له کُردانو مننه وکړه چې د مسئلې له دې حل لارې سره یې موافقه درلوده.

ټرمپ وویل چې دې موافقې د کُردانو ژوند ژغورلی دی.

د دې موافقې په اړه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اغلو پرون په انقره کې خبري غونډې ته وویل: "داسې څه چې موږ به هلته نه ورځو او هلته به هېڅ نه کوو، لکه څرنګه چې پنس وویل، بحث نه دی ورباندې شوی، امریکايي پلاوي وویل چې روسان هلته شته، نو اوس تاسو له هغوی سره مذاکره وکړئ، نو موږ هېڅ ضمانتونه نه دي ورکړي، موږ به دا په بیانه کې وګورو.

مولود چاوش اغلو پرون وویل چې د امریکا متحدو ایالاتو د ترکیې پولې ته نږدې د سوريې په خاوره کې د مصؤنې سیمې امنیت ته متوجې شوي او منلې یې ده چې د ترکیې د امنیتي ګټو لپاره اهمیت لري.

چاوش اغلو وویل چې په "بشپړ ډول" موافقه شوې چې د ترکیې ځواکونه به دا سیمه کنټرولوي.

د ترکیې جمهور رئيس رجب طیب اردغان د اکټوبر په نهمه اعلان وکړ چې د سوریې په شمالي سیمو کې پوځي عملیات کوي.

د ترکیې دا کار په نړیواله کچه وغندل شو.

اردغان دې عملیاتو ته د سولې چینه نوم ورکړ او ویې ویل چې د سوریې په شمال کې د داعش وسله وال او کُرد ملېشه ځواکونه به وځپل شي.

د ترکیې حکومت هغو کردانو ته چې د سوريې په شمالي سیمو کې یې د اسلامي دولت د وسله والو یا داعش پرضد په عملیاتو کې له امریکا سره همکاري کوله، د ترورېستانو په سترګه ګوري.

خو د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر مرستیال مایک پنس پرون وویل چې د ترکیې له جمهور رئیس سره په خبرو کې يې د ملکي خلکو امنیت ته پر جدي پام او په ځانګړي ډول یې د مذهبي او توکمیزو لږکیو پر خوندیتوب يې موافقه کړې ده.

ترکیې تر هغه وروسته د سوریې په شمال کې د پوځي عملیاتو پيل اعلان کړ چې د متحدو ایالاتو ولسمشر له هغه ځایه د خپلو عسکرو د ایستلو خبره وکړه.

خو مایک پنس پرون خبریالانو ته وویل چې په دې کې باید هېڅ شک نه وي چې د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د سوریې شمال ته د ترکیې د عسکرو له ورتګ او هلته له پوځي عملیاتو سره سخت مخالف دی او خپل مخالفت یې خپلې متحدې ترکیې ته هم څرګند کړی دی.

XS
SM
MD
LG