د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

له سوریې د وتونکو امریکایي ځواکونو ډېره برخه په عراق کې ځای پرځای کېږی


د امریکا دفاع وزیر وایي، د هغو ځواکونو ډېره برخه چې له سوریې ایستل کېږي، د عراق په لوېدیځ کې به ځای پرځای شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر وایي، له سوریې د ایستل کېدونکو شااوخوا زرو سرتېرو ډېری به یې د عراق په لوېدیځ کې ځای پرځای شي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې پر جګړې تمرکز وکړي.

ایسپر چې پرون یې منځني ختیځ ته په لاره په الوتکه کې دننه سپرو خبریالانو ته څرګندونې کولې، وویل چې د سوریې له شمالي برخې د امریکایي سرتېرو ایستل په چټکۍ روان دي او دغه بهیر به په څو ورځو کې نه بلکې په څو اوونیو کې بشپړ شي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر
د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

ایسپر زیاته کړه، په اوس وخت کې پلان دا دی چې دغه سرتېري د عراق په لوېدیځ کې ځای پرځای شي.

د امریکا دفاع وزیر دغه راز وویل چې دغه ځواکونه به دوه اصلي هدفونه تعقیبوي، یو دا چې د عراق له دفاع سره به مرسته کوي او بل د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د ماموریت سرته رسول دي چې جزیات به یې وروسته مشخص شي.

که څه هم د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې د جګړې د بري اعلان کړی او ویلي یې دي چې داعش مات شوی، خو له دې سره سره د دغې ډلې بیا راټوکېدو ته اندېښنې شته.

د امریکا متحده ایالات په اوس وخت کې شااوخوا پنځه زره سرتېري په عراق کې لري.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې د سوریې په شمال کې په ډېرو سیمو کې دغه نازک اوربند چې دوه ورځې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرې موافقه وکړه چې په موقت ډول به جګړه دروي، تراوسه رعایت شوی.

دغه اوربند هغو کُرد وسله والو ته دا فرصت ورکوي چې له دې سیمې چې دوی پرې کنټرول درلود، ووځي، ځکه انقرې ویلي چې د پوځي عملیاتو هدف يې په سیمه کې د یوې خوندي ساحې رامنځته کول دي چې سوریایي کډوال بېرته پکې ځای پرځای کړي.

ترکي ځواکونه
ترکي ځواکونه

ترکیې دغه هوایي او ځمکني عملیات تېره اوونۍ وروسته له هغې پیل کړي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ناببره اعلان وکړ چې امریکایي ځواکونه به له هغو سیمو وباسي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش په وړاندې جګړه کې یې د سوریې د ډموکراټیکو ځواکونو ملاتړ کاوه.

منتقدینو په سیمه کې د متحدو کُردانو له ملاتړه د لاس اخیستو لپاره دغه پرېکړه خیانت بللی او ډېرو اندېښنه ښودلې چې هغه زرګونه د داعش وسله وال به چې له کُرد وسله والو سره بندیان دي، له روانو جګړو سره وکولی شي چې له زندانونو وتښتي.

XS
SM
MD
LG