د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

زلمی خلیل‌زاد افغان حکومت سره د ابوظبۍ د غونډې جزئیات شریکوي


ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد د ابوظبي تر غونډې وروسته پاکستان او بیا کابل ته ولاړ، څو له طالبانو سره د خبرو جزئیات له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره شریک کړي.

په‌دې سره د امریکا او طالبانو د استازو ترمنځ د مخامخ خبرو درېیم پړاو پرته له کومې موافقې پای ته ورسېد، خو دواړو لورو د ابوظبي د لیدنې د پایلو په اړه خوشبیني څرګنده کړې او موافقه‌یې کړې چې بل ځل سره وګوري او د افغانستان د سولې پروسه بشپړه کړي.

دا معلومه نه‌ده چې بل دور خبرې به کله کېږي؟ خو د عربي متحده اماراتو دولتي خبري اژانس وام «WAM» د چهارشنبې په ورځ لیکلي چې د دې خبرو څلورم پړاو به په ابوظبي کې وي، خو نور جزئیات‌یې نه‌دي ورکړي.

دغه خبري اژانس په ابوظبي کې درې ورځنۍ خبرې ګټورې او مثبتې بللې دي.

په‌خپله زلمي خلیل‌زاد هم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې ده له متحده عربي اماراتو، افغانانو او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د افغانانو ترمنځ د ډیالوګ په اړه ګټورې غونډې درلودې.

د ابوظبي په غونډه کې د طالبانو د استازو یوه غړي «سي. بي. اېس» نیوز ته ویلي چې په‌دې غونډه کې پر یو شمېر مسایلو بحث وشو چې د راتلونکې غونډې په اجنډا کې به بیا شامل وي.

دی وایي دلته کومه ځانګړې پرېکړه نه‌ده شوې.

وسله‌والو طالبانو په خپله خبرپاڼه کې ویلي چې دغه خبرې له افغانستانه د ناټو ځواکونو پر وتلو چې د طالبانو عمده غوښتنه ده، د طالبانو د بندیانو پر خوشې کېدو او په هوایي بمباریو کې په ملکي تلفاتو پورې متمرکزې وې.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو د ډسمبر پر ۱۹مه په واشنګټن کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل چې د ابوظبي غونډه د امریکا د هغو هڅو یوه برخه ده چې د افغانستان د جګړې د ختمېدو لپاره‌یې کوي.

نوموړي زیاته کړه چې په افغانستان کې د دوی پوځي مأموریت مشروط دی او د امریکا د ستراتېژۍ اساسي برخه جوړوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په یوه خبري غونډه کې
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په یوه خبري غونډه کې

دی وايي:

"زه نه‌شم کولای د ډیپلوماتیکو بحثونو د جزئیاتو په اړه څه ووایم، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور مشروط پاتې شوی او دا د امریکا د ادارې د ستراتېژۍ اساسي برخه ده. د امریکا ځانګړی استازی د افغانستان د خلکو او حکومت په نږدې همکارۍ سره د ټولو ښکېلو خواوو سره بحثونو ته دوام ورکوي، څو د افغانانو ترمنځ د سولې خبرو ته لار هواره کړي."

امریکایي چارواکو په پرله‌پسې ډول پر پاکستان او سعودي عربستان ټینګار کړی چې پر طالبانو فشار راوړي، څو مخامخ خبرو ته حاضر شي.

د ابوظبي تر غونډې وروسته زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ مخکې تر دې چې کابل ته سفر وکړي، د پاکستان د پوځ د لوی درستیز سره وکتل.

په کابل کې د امریکا د سفارت یوه ویاند ویلي چې ښاغلي خلیل‌زاد له قمر جاوېد باجوه سره ولیدل او د پاکستان د هڅو ستاینه‌یې وکړه چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي، څو د افغانستان د جګړې پر ختمېدو یوې سیاسي موافقې ته ورسېږي.

واشنګټن ټینګار کوي چې د سولې هر ډول جوړجاړی باید د افغانانو ترمنځ وشي، خو طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې دي.

XS
SM
MD
LG