د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

افغان حکومت له طالب استازو سره د خبرو په هدف خپل مرکچي پلاوی اماراتو ته استولی


د افغان حکومت یو پلاوی له وسله والو طالبانو سره د خبرو لپاره متحده عربي اماراتو ته رسېدلی دی.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون نن دوشنبه مازدیګر مهال ازادي راډيو ته وویل چې دا پلاوی د افغان حکومت په استازیتوب ابوظبۍ ته تللی، تر څو د امریکایي، پاکستاني، عربي استازو او طالبانو سره د سولې په غونډه کې ګډون وکړي.

فریدون خوځون
فریدون خوځون

ده وویل:

"ابوظبۍ ته یو پلاوی تللی او هدف يې له طالب، امریکا، پاکستان، عربستان او متحده عربي اماراتو له استازو سره لیده کاته دي، مونږ هیله لرو چې ښه غونډه تر سره شي او له ناستې وروسته به يې معلومات له رسنیو سره شریک کړو."

دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې، د امریکا د متحده ایالاتو یو پلاوی او د طالبانو سیاسي استازي نن په متحده عربي امارتو کې خبرې اترې ترسره کوي.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه لېږلې اعلامیه کې ویلي چې د دغې ډلې د سیاسي دفتر د غړو او امریکايي لوري ترمنځ نن دوشنبه د مذاکراتو یوه بله غونډه تر سره کېږي.

په اعلامیه کې دا هم راغلي چې په دې غونډه کې د پاکستان، متحده عربي اماراتو، او سعودي عربستان استازي هم ګډون کوي.

که څه هم د طالبانو په اعلامیه کې په دې اړه څه یادونه نه ده شوې چې استازي يې د افغان دولت له پلاوي سره هم ګوري که نه، خو اجرائیه ریاست بیا د لیدو کتو په اړه خوشبیني څرګندوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې جمعې په ورځ وویل چې هېواد يې په ۱۷مه نېټه د طالبانو او امریکايي استازو تر منځ د خبرو زمینه برابره کړې ده.

ولسمشرۍ ماڼۍ بیا له دې وړاندې د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ د خبرو په غبرګون کې ویلي، افغان حکومت د سولې لپاره له هڅو ملاتړ کوي، خو له طالبانو سره د سولې اصلي خبرې د خبرو لپاره ټاکل شوی پلاوی ترسره کوي.

له دې سره د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان له دولتي پلاوي سره د طالب استازو لیدو کتو ته د شک په سترګه ګوري.

له ډلې يي احمد سعیدي ازادي راډيو ته وویل:

احمد سعیدي
احمد سعیدي

"هغه پلاوی چې متحده عربي اماراتو ته د ملي امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ تللی، هغه به یوازې د سعودي او قطر له امنیتي مشاورینو سره وګوري، نه له طالبانو سره، طالبان یوازې له امریکایانو سره خبرې کوي، نه له افغان دولت سره، په همدې ډول طالبان حاضر دي چې له ګوندونو سره خبرې وکړي، نه له دولت سره."

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د سولې د هڅو په دوام د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له دې وړاندې ویلي، تمه شته چې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې افغانان یوې روغې جوړې ته ورسېږي.

جمهوري ریاست له دې وړاندې ویلي، د امریکا په شمول د افغانستان متحدین له طالبانو سره د سولې په برخه کې د سهولت د رامنځته کېدو رول لوبوي.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي ویلي، د افغان حکومت او خلکو په استازیتوب هېڅ هېواد نشي کولای چې له طالبانو سره خبرې تر سره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG