د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

ډېلي مېل: طالبانو ویلي چې خبرې له افغانستانه د امریکا په وتلو متمرکزې وې


ګڼو لوېدیځو ورځپاڼو په ابوظبي کې د افغان سولې په خبرو مقالې لیکلي.

  • وال سټریټ ژورنال

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې لیکلي په دې خبرو کې د افغان حکومت استازي څنډې ته شول.

په دوام کې د دغو خبرو د یوه ګډونوال په حواله ویل شوي چې افغان پلاوي له طالبانو سره د غیر مستقیمو خبرو لپاره ډېر انتظار وایست، خو خبرې یې ونه‌شوې.

طالبانو ویلي چې له افغان حکومت سره خبرې نه‌کوي.

یوه طالب چارواکي په ابوظبي کي وال سټریټ ژورنال ته ویلي چې زلمي خلیل‌زاد له دې ډلې وغوښتل څو د اعتماد سازۍ لپاره شپږ میاشتنی اوربند اعلان کړي.

زلمي خلیل‌زاد
زلمي خلیل‌زاد

تر اوسه نه‌ده معلومه چې خلیل‌زاد د دې غوښتنې په ځواب کې طالبانو ته څه وړاندیز کړی؟

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند رابرت پلادینو د طالبانو خبرې نه‌دي تأیید کړي، خو ویلي یې دي جګړه هغه وخت ختمېږي چې په افغانستان کې ټولې ښکېلې خواوې سره کېني او د خپل هېواد د سیاسي راتلونکي په نقشې په ګډه کار وکړي.

  • ډېلي مېل

"طالبانو ویلي چې خبرې له افغانستانه د امریکا په وتلو متمرکزې وې."

ډېلي مېل بریتانوۍ ورځپاڼې په همدې عنوان د افغان سولې په اړه په ابوظبي کې د امریکايي پلاوي او طالبانو په خبرو یوه مقاله چاپ کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد له طالب استازو سره د سعودي، پاکستان او متحده عربي اماراتو د چارواکو په حضور کې خبرې کړي.

ډېلي مېل: طالبانو ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د بندیانو خوشې کول هغه څه و چې دوی پرې بحث کړی.

​طالبانو ټینګار کړی چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د بندیانو خوشې کول او د هوايي بمباریو بندول هغه څه و چې دوی پرې بحث کړی.

زلمي خلیل‌زاد د چهارشنبې په ورځ د درې ورځنۍ غونډې په پای کې ټویټ کړی او د ابوظبي خبرې یې رغنده بللې دي.

  • واشنګټن ټایمز

واشنګټن ټایمز ورځپاڼې هم لیکلي چې زلمي خلیل‌زاد د سولې د راتلونکو خبرو د یوه شرط په توګه له طالبانو د شپږ میاشتني اوربند غوښتنه کړې.

له کله چې خلیل‌زاد د افغان سولې لپاره مأمور شوی دا یې درېیم وار و چې د واشنګټن ټایمز په خبره د دې سخت دریځې ډلې له مخکښو غړو سره ګوري.

واشنګتن ټایمز: ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي چې په راتلونکي حکومت کې د خدمت لپاره د خپلې ډلې استازي وټاکي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي.
واشنګتن ټایمز: ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي چې په راتلونکي حکومت کې د خدمت لپاره د خپلې ډلې استازي وټاکي او په ټاکنو کې دې برخه واخلي.

واشنګتن ټایمز لیکلي ښاغلي خلیل‌زاد له طالبانو غوښتي چې په راتلونکي حکومت کې د خدمت لپاره د خپلې ډلې استازي وټاکي په ټاکنو کې دې برخه واخلي څو د ولسمشر اشرف غني ځای ناستی تعیین کړي.

ورځپاڼه په پای کې لیکي چې طالبانو د اشرف غني له ادارې سره د سولې خبرې رد کړي او معلومه نه‌ده چې د امریکا د ځانګړي استازي دا غوښتنې مني که څنګه.

XS
SM
MD
LG