د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

دنیا: دا ځل امریکا او طالبان په اوربند او بندیانو خبرې کوي


کابل چاپ ورځپاڼو طالبانو سره د زلمي خلیل‌زاد د نننۍ ناستې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپلې نننۍ ګڼې په یو مطلب کې لیکلي، په قطر دفتر کې د طالب استازو او امریکايي چارواکو ترمنځ تر مخامخ خبرو وروسته ټاکل شوې چې نن یو ځل بیا د دوی ترمنځ درېیمه ناسته په پاکستان کې ترسره شي.

په مطلب کې د سولې د عالي شورا په حواله راغلي چې دغه ناسته د افغان حکومت سره د طالبانو د مخامخ خبرو لپاره د چمتووالي په هدف جوړېږي.

د مطلب لیکوال د سولې د عالي شورا د ویاند سید احسان طاهري په حواله دا هم لیکلي چې هېڅ هېواد نه‌شي کولای د افغانانو په استازیتوب له وسله‌والو ډلو سره خبرې وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپانې د موضوع په تړاو په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، امریکا په‌دې وروستیو کې پر پاکستان نسبتاً جدي فشارونه راوستي چې طالبان د خبرو اترو مېز ته کېنوي، نو له همدې امله هغه هېواد اړ شو چې د امریکا دا غوښتنه لبیک کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي چې د نن ناسته دوی تنظیم کړې ده.

ورځپاڼه دا هم لیکي چې په دغو مذاکراتو کې افغان حکومت نه‌دی شامل شوی.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په‌دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، دا ځل امریکا او طالبان په اوربند او بندیانو خبرې کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، که څه هم نه د خلیل‌زاد ویاند او نه هم عمران خان د خبرو د نېټې او ځای په اړه څه ویلي، خو ځیني افغان سرچینې وايي چې ټاکل شوې دغه ناسته نن په اسلام‌اباد کې جوړه شي.

ورځپاڼه لیکي:

د پاکستان صدراعظم عمران خان ویلي، دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په رسمي توګه له اسلام‌اباده غوښتي چې د امریکا او افغان طالبانو ترمنځ د خبرو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت او ملت دواړه د هرې هغې هڅې ملاتړ کوي چې سوله او ثبات راولي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، له پاکستانه دا غوښتنه ده چې دا ځل د سولې لپاره ځان عیار کړي او دا غوښتنه نه‌یوازې د افغانستان، بلکې د امریکا، چین او د سیمې او نړۍ د نورو هېوادونه هم ده.

XS
SM
MD
LG