د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۰

رابرټ پلادینو: د ابوظبي غونډه د واشنګټن د زیارونو یوه برخه ده


رابرټ پلادینو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند
رابرټ پلادینو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند

د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي، په عربي اماراتو کې طالبانو سره د امریکایي چارواکو خبرې د بین‎الافغاني ډیالوګ د ملاتړ لپاره شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو وايي، په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دغه هېواد د وضعیت څرنګوالي پورې اړه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند رابرټ پلادینو په ابوظبۍ کې د امریکایي چارواکو او طالبانو د استازو د غونډې په هکله وايي چې دغه خبرې په افغانستان کې د جنګ د خاتمې په مخه د بین‌الافغاني ډیالوګ د ملاتړ لپاره د واشنګټن د زیارونو یوه برخه ده.

ښاغلی پلادینو زیاتوي چې دغه زیارونه په جنوبي اسیا کې د امریکا د ستراتیژۍ یوه برخه ده.

نوموړی وایي چې موږ لا پخوا ویلي و چې د افغانستان جنګ به یوازې وروسته تر هغې ختم شي چې افغانان د متقابل احترام پر اساس سره کیني او د خپل هېواد د راتلونکي لپاره په سیاسي حل‎لاره خبرې وکړي. نو د امریکا او د شریکانو زیارونه په همدغه هدف متمرکز دي.

رابرټ پلادینو
رابرټ پلادینو

طالبانو د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د ابوظبۍ په غونډه کې په شپږ میاشتني اوربند او د بهرنیو ځواکونو د وتلو په هکله خبرې وشوې. د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو د طالبانو دا خبره تأییدوئ؟ وايي:

"زه د محرمو ډیپلوماټیکو خبرو د تفصیل په هکله څه ویل نه غواړم، خو په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د دغه هېواد د وضعیت څرنګوالي پورې ارتباط لري او دا د امریکا د ستراتیژۍ یوه مهمه برخه ده."

ښاغلی پالادینو زیاتوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي او د بین‌الافغاني ډیالوګ د تسهیل لپاره ټولو اړوندو خواوو او د افغانستان حکومت او خلکو سره نېږدې هماهنګې لري.

XS
SM
MD
LG