د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۲

هاشمي: د رای ورکوونکو د نوم لیکنې پروسه د قناعت وړ نه ده


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، اوسمهال هره ورځ له ۶۰ تر ۷۵ زرو پورې کسان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کوي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي که څه هم دا مني چې تر دې دمه د نوم لیکنې پروسه د قناعت وړ نه ده، خو وايي، په راتلونکو ورځو کې به دا پروسه لا پسې ګړندۍ شي.

ښاغلي هاشمي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۹مه» ازادي راډیو ته وویل چې تر دې دمه له شپږ لکو نه زیاتو کسانو نوم لیکنه کړې ده.

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"که څه هم دغه پروسه دومره ډېره د قناعت وړ نه ده، خو له لومړیو ورځو ښه شوې ده، په لومړنیو ورځو کې کمو خلکو مراجعه کوله، خو اوس هره ورځ موږ له ۶۰ تر ۷۵ زرو کسانو پورې نوم لیکنه کوو."

ښاغلي هاشمي دغه شان وویل چې کمېسیون پر خپل وخت د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره هم چمتووالی لري او هېڅ ډول ستونزه نشته.

نوموړی وايي، د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره سر له اوسه کار پیل شوی او د بودجې په اړه هم اندېښنه نشته.

ټاکل شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د مېزان د میاشتې په ۲۸ نېټه ترسره شي.

که څه هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو دقیقه نېټه نه ده اعلان کړې، خو تېره ورځ ولسمشر غني په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د جمهوري ریاست انتخابات باید د ۱۳۹۸کال د جوزا له میاشتې مخکې ترسره شي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په داسې حال کې د ولسي جرګې، ولسوالیو شوراګانو او جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د بشپړه چمتووالي خبره کوي چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا نا امني او پر دغې پروسې د خلکو بې باوري یې پر وړاندې له لویو ننګونو ګڼل کېږي.

د انتخاباتي چارو کارپوه ګل احمد کمین وايي، حکومت باید د خبرو ور هاخوا د انتخاباتو د ښه ترسره کېدو لپاره مناسب چاپېریال هم برابر کړي.

د نوم لیکنې مرکز
د نوم لیکنې مرکز

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتو لپاره شرایط ډېر مهم دي چې په هغې کې امنیت، عامه پوهاوی، د حکومت د بهرنیو ملګرو ملاتړ او کلک نظارت راځي، که چېرې په یادو برخو کې حکومت دقت وکړي نو زه فکر کوم چې د انتخاباتو نیجه به ښه وي."

د پوځي چارو کارپوه محمدا ګل مجاهد بیا د رای ورکوونکو پر مرکزونو وروستي بریدونو ته په اشارې سره وايي، په افغانستان کې د انتخاباتو ترسره کېدل د حکومت لپاره لوی ازمون دی.

د ښاغلي مجاهد په خبره د حکومت له ژمنو سره ـ سره لاهم لیدل کېږي چې د انتخاباتو د د پروسې په وړاندې چې یوه ملي پروسه ده د امنیت په برخه کې ستونزې شته او د داسې وضعیت دوم له شک پرته چې پر راروانو انتخاباتو خپل منفي اغېز لرلای شي.

راپور:محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG