د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۶

د انتخاباتو د نوم لیکنې پر بهیر د یو شمېر سیاسیونو انتقاد!


یو شمېر افغان سیاسي مشران وايي، خلک ځکه د نوم لیکنې په پروسه کې ګډون نه‌کوي چې د دغې پروسې د شفافیت په اړه شک لري.

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي او د احمد شاه مسعود د بنیاد مشر وايي، حکومت د انتخاباتو په پروسه کې د سیاسي ګوندونو او څېرو مشورو ته هېڅ اهمیت نه‌ورکوي.

که څه هم د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د نوم لیکنې له پروسې ۱۳ ورځې تېرېږي، خو یو شمېر افغان سیاسي مشران دغه پروسه ناکامه بولي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۶» په کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل چې په افغانستان کې د ناقصو انتخاباتو ترسره کېدل به بې‌ثباتۍ ته لار هواره کړي.

انوارالحق احدي
انوارالحق احدي

د نوې ملي جبهې مشر انوارالحق احدي وویل:

"په کوم ډول چې اوس د انتخاباتو پروسه روانه ده د افغانستان خلک او سیاسیون په دغې پروسه کې ځکه ګډون نه‌کوي چې په شفافیت ډاډه نه‌دي."

ښاغلي احدي دغه څرګندونې د مجاهدینو د بریا د ۲۶مې کالیزې په مناسبت په کابل کې یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.

۲۶ کاله مخکې د ثور د میاشتې په اتمه افغان مجاهدین د کابل په نیولو سره واک ته ورسېدل.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د سیاسي ګوندونو استازي او یو شمېر سیاسیون د انتخاباتو د شفافیت په اړه اندېښنه ښیي.

د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د پروسې له پیل سره هم‌مهاله د حزب اسلامي، جمعیت اسلامي، وحدمت اسلامي او ځینو نورو ګوندونو استازو په یوې ناسته کې وویل چې که د انتخاباتو کمېسیون د دوی مشورو ته غوږ کېنه‌ږدي دوی به له کمېسیون سره خپله همکاري پرې کړي.

د سیاسي ګوندونو د نه‌همکارۍ د ګواښ سربېره امنیتي ستونزې هم د انتخاباتو پر وړاندې له لویو ننګونو ګڼل کېږي.

د نوم لیکنې د پروسې له پیل راهیسې تر دې دمه د کابل په ګډون د رأی وکوونکو د نوم لیکنې په ځینو مرکزونو بریدونه وشول.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون بیا وايي، سیاسي ګوندونه باید د انتقاد پر ځای له دوی سره د دغې ملي پروسې په ترسره کولو کې همکاري وکړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي وویل:

"د انتخاباتو د شفافیت په اړه موږ اندېښنه نه لرو، خو زه له سیاسي ګوندونو هیله کوم چې د انتقادونو پر ځای باید له موږ سره ددغه پروسې د ښه ترسره کېدو په برخه کې همکاري وکړي ځکه دا د ټولو ملي مسؤلیت دی."

سید حفیظ الله هاشمي
سید حفیظ الله هاشمي

د احمد شاه مسعود بنیاد مشر احمد ولي مسعود وايي، حکومت په هېڅ وجه د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو اراده نه‌لري او ولس اوس په دې پوه شوی دی.

ښاغلی مسعود د مجاهدینو د بریا د ۲۶مې کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل، حکومت حتی حاضر هم نه‌دی چې د انتخاباتو په اړه د ولس پر ځای اندېښنې ځواب کړي.

خو افغان ولسمشر بیا په کراتو د شفافو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه ډاډ ورکړی دی او ویلي چې حکومت د انتخاباتو ترسره کولو ته جدي اراده لري.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG