د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د انتخاباتو کمېسیون: د نوم لیکنې پر مرکزونو حملو په دغه بهیر اغېز نه‌دی کړی


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د تذکرو د وېش په مرکز او په یو شمېر ولایتونو کې د نوم لیکنې په مرکزونو حملې د نوم لیکنې په بهیر هېڅ اغېز نه‌دی کړی.

دا کمېسیون وايي چې په تېرو ۱۰ ورځو کې درې لکه ۶۷ زره ۶۶۸ کسانو نوم لیکنه کړې چې دوه لکه ۷۷ زره ۳۱۴یې نارینه، ۸۶ زره ښځې، ۶۳۵۰یې کوچیان او درې اهل هنود دي.

د دغه کمېسیون غړي سید حفیظ‎الله هاشمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۴» ازادي راډیو ته وویل، د نوم لیکنې بهیر چټک شوی دی.

سید حفیظ‎الله هاشمي
سید حفیظ‎الله هاشمي

دی وايي:

"سربېره پر دې چې د تذکرو د وېش په مرکز باندې حمله وشوه، په غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوم لیکنې په مرکزونو حملې وشوې، فکر کېده چې دغه بهیر به ټکنی شي، له نېکه‎مرغه خلکو وېره ونه‎کړه، خلک اوس هم په منظم ډول د نوم لیکنې مرکزونو ته ځي او د نوم لیکنې بهیر چټک شوی."

د روان لمریز کال د حمل په ۲۵مه په ټول افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د نوم لیکنې بهیر پیل شوی دی.

دا په‎داسې حال کې ده چې د تېرې یکشنبې په ورځ د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د اصف مایل په ښوونځي کې د تذکرو د وېش په مرکز انتحاري حمله وشوه.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په‎دغې حمله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۹ تنه ووژل شول او ۱۲۰ نور ټپيان شول.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

د دغې حملې مسؤلت داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار ولایتونو کې د رأی ورکونې په مرکزونو حملې شوي چې مرګ ژوبله‌یې هم درلوده.

د افغانستان مشرانو جرګې د سې شنبې د ورځې عمومي غونډې ته د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د چمتووالي او څرنګوالي په هدف د انتخاباتو خپلواک کمېسیون چارواکي وربللي وو.

د دغه کمېسیون کمېشنر رفیع‌الله بیدار سناتوران ته وویل چې څو چنده د نوم لیکنې بهیر چټک شوی او انتخاباتو ته د چمتووالي بشپړ ډاډ ورکړ.

وروسته له هغې چې د رأی ورکونې د نوم لیکنې بهیر پيل شو، یو شمېر افغانانو د تذکرو په شا د تخنیکي سټېکر نښلولو اندېښمن کړل.

تېرو ۱۰ ورځو کې درې لکه ۶۷ زره ۶۶۸ کسانو نوم لیکنه کړې.

د وحید‎الله او ګل رحیم په نومونو دوه تنه په‎دې اړه وايي:

"په تذکرو چې مهر لګول کېږي، په‎دې دې له سره غور وشي، د انتخاباتو کمېسیون دې خلک له دې ستونزې خلاص کړي، زه په باور سره ویلی شم چې ټول خلک به نوم لیکنه وکړي."

"زه د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی یم، تر نن نه طالبانو له چا تذکره نه‌غوښته، اوس طالبان په لارو کې ولاړ وي، دکاندار او هر څوک چې بازار ته تللی وي، تذکرې یې ګوري او ورته وايي نوم لیکنه خو به دې نه‌وي کړې، خلک په ستونزو کې راګېر دي."

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې دغه اندېښنې له دوی سره شریکې شوي او یوې تخنیکي کمېټې ته‌یې دنده سپارلې، څو ورته د حل غوره او مناسبه لاره پيدا کړي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د نوم لیکنې بهیر او همدا شان انتخاباتو ته‌یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي دي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG