د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۶

د کابل وروستۍ حمله او راراون انتخابات د لوېدیځو ورځپاڼو تبصرې دي


د لوېدیځ ډېری ورځپاڼو د کابل په دشت‎برچي کې د انتخاباتو لپاره د نوم لیکنې په یوه مرکز کې د پرونۍ چاودنې او په افغانستان کې د راروانو انتخاباتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

  • مېرور انلاین

انګلیسي مېرور انلاین خپرونه لیکي، د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات چې له څو ځل ځنډ وروسته د تلې په ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، له جدي خنډونو سره مخامخ دي.

مېرور زیاتوي، ولسمشر اشرف غني د خپلو لوېدیځو متحدانو له‎خوا تر فشار لاندې دی چې د دې انتخاباتو له لارې د ۲۰۱۹ میلادي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته لاره هواره کړي، خو مېرور انلاین لیکي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په برخه کې شکونه شته ځکه چې که د رأی ورکوونکو نوم لیکنه د ژمي له رارسېدو مخکې بشپړه نه‎شي، نو د ولسمشرۍ انتخابات هم ښايي وځنډېږي.

مېرور لیکي:

د څو میلیون رأی ورکوونکو ډېره برخه د هویت تذکرې نه‎لري چې د ۱۸ کلنۍ تر څنګ د رأی ورکولو له اساسي شرطونو څخه دی.

  • اینډیپنډنټ

بلې انګلیسي ورځپاڼې اینډیپنډنټ هم د دشت برچي د چاودنې په اړه یو مطلب خپور کړی او لیکي، چاودنه ډېره درنه وه او ګڼ شمېر خلک‌یې مړه او ټپیان کړل.

ورځپاڼه لیکي:

له اوږدې مودې نسبي کرارۍ وروسته د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي یو ځل بیا د اېمرجنسي روغتون مخې ته چې د ډېری انتحاري حملو قربانیان هلته راوړل کېږي، راټول شوي وو.

اینډیپنډنټ لیکي:

په افغانستان کې له یوې خوا وسله‎وال طالبان او له بلې‎خوا اسلامي دولت ډله یا داعش پر دولتي تأسیساتو او پوځي مرکزونو پرله‎پسې حملې کوي.

  • ډیپلومات

امریکایي انلاین خپرونه ډیپلومات، له وسله‎والو طالبانو سره د حکومت د سولې د پروګرام په رڼا کې د راروانو انتخاباتو په اړه په یو تحلیلي مطلب کې لیکي، افغان حکومت ته ښه فرصت په لاس ورغلی چې یو شمېر منځ‎لاري طالبان د دې انتخاباتو له لارې په نظام کې شامل کړي او د دایمي سولې لپاره پر مخ ګام واخلي.

خپرونه لیکي:

افغانستان په تېرو ۱۰ کلونو کې تر بل هر وخت زیات اوس د سولې حقیقي خبرو ته نږدې شوی، خو زیاتوي چې په یوه وخت کې هم د سولې خبرې او هم انتخاباتو ته چمتووالی ځینې مهمې پوښتنې رابرسېره کولای شي، مثلاً دا چې ایا طالبان په‎دې انتخاباتو کې ګډون ته لېوال دي کنه؟ او ایا د دوی ګډون به نړیوالې ټولنې ته د منلو وړ وي؟

خپرونه لیکي چې دې پوښتنو ته د سم ځواب موندل افغانستان سولې ته نږدې کولای شي، خو دا امکان هم شته چې په تېرو څو کلونو کې شوي پرمختګونه له خطر سره مخامخ کړي.

ډيپلومات انلاین د مطلب په دوام لیکي، داسې انتخابات چې د افغانستان د رنګینې ټولنې د ټولو برخو استازي ګډون په‎کې ولري، ځوان نسل ته هم لاره پرانیزي چې د سیاسي مشرتابه ډګر ته راوړاندې شي.

خپرونه زیاتوي، د نړیوالې ټولنې دا ژمنه چې یوازې د شفافو انتخاباتو مالي ملاتړ به وکړي، دې ته امکان برابرولای شي چې ټول سیاسي اړخونه په انتخاباتو کې ګډون وکړي.

ډیپلومات لیکي چې د افغانستان اکثر سیاسي مشران لنډمهالی سیاست کوي او د هېواد د اوږدمهالو ګټو لپاره د پانګونې پر ځای د خپلو موقفونو د ساتلو لپاره هلې ځلې کوي.

XS
SM
MD
LG