د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

ډیپلومات: راتلونکي انتخابات د سولې د ټینګښت یوه برخه هم کیدای شي


  • ډیپلومات

ډیپلومات خپرونې د افغانستان د راتلونکو پارلماني انتخاباتو او سولې تر منځ په تړاو لیکنه خپره کړې او وايي، راتلونکي انتخابات د سولې د ټینګښت یوه برخه هم کیدای شي، خو خطرونه هم ورسره ملګري دي.

د دې لیکنې لیکوال وايي، په‎داسې حال کې چې راتلونکي پارلماني انتخابات د اکتوبر د میاشتې لپاره پلان شوې، افغانستان دا فرصت لري چې منځ‎لاري طالبان حکومت ته راولي او د اوږدمهالي سولې لپاره مهم ګامونه پورته کړي.

خو د لیکوال په باور په همدې انتخاباتو کې دا خطر هم شته چې اوسنۍ هغه لړزانده ائتلاف زیانمن کړي چې دا مهال پر دې هېواد واک چلوي او یو لوی کړکېچ ته لاره پرانېزي.

دا انتخابات تر درې کاله ځنډ وروسته ترسره کېږي.

لیکوال زیاتوي چې په راتلونکو میاشتو کې باید ټولې خواوې په ډېر دقت ډیپلوماسي وکاروي، څو ډاډمنه شي چې د افغانستان راتلونکي انتخابات په‎دې هېواد کې د سولې لپاره شته هیلې مړاوې نه‎کړي.

د ډیپلومات په‎دې لیکنه کې په افغانستان کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر پیل ته اشاره شوې او ویل شوي دا انتخابات تر درې کاله ځنډ وروسته ترسره کېږي.

لیکوال وايي، د انتخاباتو لپاره چمتوالی په‎داسې حال کې روان دی چې افغان حکومت او طالبان خپلو کې رښتینو خبرو اترو د تېرې یوې لسېزې د بل هر وخت په پرتله ډېر نېژدې شوي دي.

لیکوال زیاتوي، په یو وخت کې انتخاباتو ته چمتوالی او له طالبانو سره د سولې خبرې ځیني مهمې پوښتنې راپورته کوي، لکه دا چې ایا طالبان به وغواړي چې په انتخاباتو کې ګډون وکړي؟ او ایا نړیواله ټولنه به په‎دې انتخاباتو کې د طالبانو د ګډون ملاتړ وکړي؟

د لیکوال په باور دې پوښتنو ته سم ځواب موندل افغانستان سولې ته نېژدې کولی شي، خو په عین حال کې شوي پرمختګ ته یو خطر هم کیدای شي.

  • عرب نیوز وېب‎پاڼ​ه

عرب نیوز وېب‎پاڼې په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو په وړاندې په شته ګواښونو او خطرونو یو راپور خپور کړی دی.

په‎دې راپور کې ویل شوي، وسله‎وال طالبان او جنایتکاري ډلې په افغانستان کې خصوصي مخابراتي شرکتونه په نښه کوي چې په‎دې هېواد کې یې امنیتي خطر زیات کړی او د مخابراتو د شاوخوا درې میلیاردو ډالرو په ارزښت کاروبار یې له خطر سره مخ کړی دی.

عرب نیوز په یو راپور کې د چارواکو او د ټیلیفوني شبکو د کارکوونکو له خولې ویلي، په افغانستان کې پر خصوصي مخابراتي شرکتونو د هغو یاغیانو او همدارنګه جنایتکارو ډلو له‎خوا بریدونه زیات شوي چې له‎دې کمپنیو د باج په ډول پیسې اخلي.

وسله‎وال طالبان او جنایتکاري ډلې په افغانستان کې خصوصي مخابراتي شرکتونه په نښه کوي.

د عرب نیوز وېب‎پاڼې په راپور کې راغلي په وروستیو کلونو کې کله چې ځینې خصوصي ټیلیفوني شرکتونو د حکومت د مخالفو وسله‎والو اوامر نه‎دي منلي، انجینیران او کار کوونکي یې وژل شوي دي.

راپور وايي، د موبایل ټیلیفوني شبکو ځینې پايې وروسته له هغې د طالبانو له‎خوا ویجاړې شوي چې شرکتونو یې د طالبانو هغې غوښتنه چې د پوځي عملیاتو پر مهال دې فعالیتونه بند کړي له پامه غورځولي.

XS
SM
MD
LG