د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۵

ولسمشر غني: دولتي مامورین باید په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه وکړي


ولسمشر اشرف غني د راروانو انتخاباتو د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې د بهیر د چټکولو لپاره امر کړی چې ټول دولتي مامورین دې له خپلو کورنیو سره د رأیې ورکولو کارتونه ترلاسه کړي.

یوه اوونۍ وروسته له دې چې په مرکز او ولایتونو کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو په انتخاباتو کې د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر پیل شو، ویل کېږي چې په دې ملي پروسه کې د خلکو د ګډون کچه ډېره کمه ده.

د افغانستان د انتخاباتو مسؤل چارواکي په دې باور دي چې د خلکو د هڅولو لپاره پراخ کمپاین به مرسته وکړي چې په دې بهیر کې د خلکو د ګډون کچه لوړه شي او ډېر خلک د رأیې ورکولو کارتونه واخلي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې پرون پنجشنبه د دې کمېسیون چارواکو د حکومت له مشرانو سره په دې اړه خبرې وکړې.

ښاغلي دولتي زیاته کړه:

"د حکومت له مشرانو، د سولې د عالي شورا او د حج او اوقافو وزارت له مشرتابه سره مو ولیدل او غوښتنه مو ترې وکړه چې د والیانو، د عالمانو د شوراګانو او د سولې د عالي شورا له خوا پراخ ملي کمپاینونه پیل کړي، څو د انتخاباتو پر بهیر د خلکو اعتماد زیات شي او له دې ملي پروسې سره مرسته وکړي، د رأیې ورکولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي، څو د انتخاباتو په ورځ له خپل دې حق څخه محروم نشي."

ولسمشر اشرف غني د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له مشر او غړو سره له پرونۍ کتنې وروسته د هېواد ټولو والیانو ته امر وکړ، څو دولتي مامورینو ته لارښوونه وکړي چې په راروانه اوونۍ کې له خپلو کورنیو سره یوځای د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شي او د رأیې ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي.

ښاغلي غني د حج او اوقافو وزارت ته هم سپارښتنه کړې چې د جوماتونو ملاامامانو ته ووايي، څو د جمعې د لمانځه په خطبو کې خلک د رأیې ورکولو د کارتونو اخیستو ته وهڅوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي په دې باور دي چې د امنیتي ګواښونو او په تېرو انتخاباتو کې د سرغړونو او درغلیو د ادعاوو له کبله، خلک پر انتخاباتو بې باوره شوي، خو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي ډاډ ورکوي چې دوی به تر وسې وسې هڅه وکړي چې سږني انتخابات شفاف او عادلانه وي.

دی وایي:

"د شفافو انتخاباتو یوه لاره د رأیې ورکوونکو د نومونو د فهرست برابرول دي، په نوې طریقه او د تذکرې پر بنسټ د فهرست له جوړولو سره به نور نو په انتخاباتو کې له خیالي فهرستونو سره مخامخ ونه اوسو، بلکې دقیق ارقام به ولرو او ډاډه به یوو چې په ولایتونو، ولسوالیو او ټول هېواد کې د رأیې ورکولو په شرایطو برابر څومره کسان لرو او د رأیې ورکولو مرکزونو ته به د ثبت شویو کسانو د شمېر پر اساس، رأیې پاڼې واستول شي."

د رأیې ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر د شنبې په ورځ په پلازمېنه او ولایتونو کې پیل شو او ټاکل شوې چې یوه میاشت به دوام وکړي.

دا بهیر به وروسته په ولسوالیو کې هم عملي شي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، تردې دمه شااوخوا سل زره کسانو د رأیې ورکولو د کارتونو د ترلاسه کولو لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د روان کال د تلې یا میزان په ۲۸ مه په پام کې دي.

XS
SM
MD
LG