د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۴

د کابل د دشت برچي پر پېښې ګڼو نړیوالو ورځپاڼو تبصرې او مقالې کښلي


د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

ډېرو نړیوالو ورځپاڼو د کابل د یکشنبې د ورځې برید ته چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر یوه مرکز وشو، پام اړولی.

  • دې هېل

امریکایۍ دې هېل خپرونه لیکي، په دغه ځانوژونکي برید کې چې لږ تر لږه ۵۷ کسان ووژل شول او ۱۱۹ نور ټپیان شول، مسؤلیت‌یې د اسلامي دولت ډلې په غاړه اخیستی.

د افغانستان د روغتیا وزارت د دغې حملې د قربانیانو شمېر له ۶۰ زیات ښودلی.

د «دې هېل» خپرونې په وینا که څه هم د داعش حضور په افغانستان کې تر ډېره د هوایي بریدونو او د پټو پوځي عملیاتو له امله کمزوری شوی، خو دا ډله بیا هم توانېدلې چې په ښاري سیمو کې خونړي بریدونه ترسره کړي او مسؤلیت‌یې پر غاړه واخلي.

د «دې هېل» په لیکنه دا د ډېرو ځنډېدلو، د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د انتخاباتو لپاره د نوم‎لیکنې پر مرکزونو چې د بهیر له پیله‌یې څه باندې یوه اوونۍ تېرېږي، څلورمه ځانوژونکې حمله ده چې کېږي.

یو شمېر کسان دې ته اندېښنه لري چې ښایي دغه حمله د دې سبب شي چې ډېر خلک د اکټوبر د میاشتې په انتخاباتو کې ګډون ونه‎کړي، ځکه له یوې خوا دوی د رأی ورکولو د مرکزونو امنیت ته اندېښنه لري او له بلې خوا هم مخکېني انتخابات هم له درغلۍ ډک و.

  • ډېلي مېل

بریتانوۍ ډېلي مېل ورځپاڼې هم د کابل د خونړي برید په اړه لیکلي چې ډېرو کسانو چې خپل عزیزان‌یې د دوشنبې په ورځ خاورو ته وسپارل، په غُصه دي چې ولې د نوم لیکنې د مرکز امنیت نه‌و نیول شوی.

د ډېلي مېل په لیکنه، د خلکو غم په ټولنیزو رسنیو کې په قهر بدل شوی او عام خلک حکومت تورنوي چې د خپلو خلکو په خوندي کولو کې پاتې راغلی.

دا هغه تور دی چې له هرې ځان‎وژونکې حملې وروسته په حکومت لګول کېږي.

حکومت قصداً غواړي ګډوډي رامنځته کړي.

د احمد احمدي په نوم د فېس‌بوک یوه کاروونکي لیکلي، حکومت دوی نیسي او وروسته‌یې بېرته خوشې کوي چې بې‌ګناه خلک ووژني.

د فېس‌بوک یوه بل کاروونکي امین‌الله لیکلي، حکومت قصداً غواړي ګډوډي رامنځته کړي څو خپله غیر قانوني موده وغځوي.

په مخکې یوازنۍ لاره انتخابات دي چې دغه فاسد حکومت ته د پای ټکی کېښودل شي.

ډېلي مېل لیکي:

دا په ټول هېواد کې د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې پر مرکزونو وروستۍ حمله ده چې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو پر ګډون د اغېز په اړه‌یې اندېښنې زیاتوي.

XS
SM
MD
LG