د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

سرخط: پکتیاوال پر تذکره د سټېکر لګولو سیستم نه‌مني


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو په اړه یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې د ملي شورا د یو شمېر غړو په حواله لیکلي، د حکومت بې‌پروايي ښيي چې د انتخاباتو اراده نه‎لري.

په مطلب کې د ځینو وکیلانو په حواله داسې راغلي چې په کابل او یو شمېر ولایتونو کې په پرله‎پسې ډول د انتخاباتي ادارو له هدف ګرځېدو او په وړاندې یې د حکومت بې‌پروايي د انتخاباتو د ترسره کېدو په تړاو د حکومت پر ارادې شکونه ډېر کړي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د انتخاباتو لپاره د حکومت له لوري د جامع امنیتي پلان نشتوالی، پر انتخاباتي ادارو د وسله‎والو بریدونه او په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په اړه د حکومت له لوري د عامه پوهاوي نشتوالی هغه عوامل دي چې د انتخاباتو د نه‌ترسره کېدو په اړه‌یې شکونه ډېر کړي دي.

  • سرخط

سرخط خپلواکې ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، پکتیاوال پر تذکره د سټېکر لګولو سیستم نه‌مني.

په مطلب کې وړاندې راغلي، د پکتیا ولایت اوسېدونکو له امنیتي پلوه دا کار ناسم ګڼلی او ټینګار کوي چې پر بدیله لار دې فکر وشي ځکه په‎دې ډول د دوی ګډون په انتخاباتو کې له ستونزو سره مخ کېږي.

په مطلب کې د نوموړي ولایت د اوسېدونکو په حواله دا هم راغلي چې له رأی د خلکو په محرومېدو درغلي او داسې پارلمان جوړېدو ته لار هوارېږي چې د خلکو اراده په‎کې نه‎وي شامله او نه به د ملت او هېواد د ګټو پر اساس فعالیت کوي.

خو د مطلب لیکوال لیکلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د سیمه‎ییزو چارواکو ځواب ورته دا دی چې دا یوه ملي پروسه ده او د یوې سیمې او ولایت لپاره په‎کې بدلون نه‎شي راتلی او د بدلون پرېکړه به هم مرکزي اداره کوي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

سرمقاله لیکونکي وړاندیز کړی چې په هېواد کې ټاکنې په حوزوي بڼه وشي، ځکه په‎دې ډول به هم ملت ته د منلو وړ وي او هم به د ولسواکۍ مهم اصل په‌کې خوندي وي.

ورځپاڼه لیکي له دې پرته به انتخابات د ولس په وینو لړلي وي او د ګڼ ملت حق به یو څو د ګوتو په شمېر لږکیو ته ورکول کېږي.

په سرمقاله کې له امنیتي نظره د انتخاباتو پر وړاندې په ستونزو جوړولو کې پاکستان هم تورن ګڼل شوی او ویل شوي چې د افغانستان دا تاریخي دښمن په هېڅ ډول نه‌غواړي چې په دغه هېواد کې د ولسواکۍ دا مهم اصل بنسټیز شي.

  • اطلاعات روز

اطلاعات روز خپلواکې ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې په‎دې اړه لیکلي او د انتخاباتو بریا او ناکامي یې د دغه بهیر په شفافیت پورې تړلې ګڼلې ده.

XS
SM
MD
LG