د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۹

په کابل کې د پرونۍ چاودنې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


د کابل ورځپاڼو د نن ورځې مهم سرلیکونه او تبصرې په کابل کې پرونۍ ځان وژونکې حملې ته ځانګړې شوي چې په کور دننه او بهر غبرګونونه هم په‌کې راخيستل شوي دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د کابل په لوېدیځ کې د نوم لیکنې په مرکز کې د پرونۍ حملې انځور خپور کړی چې په‌کې د پېښې د قربانیانو پاتې شوني، بوټان، خولۍ او څادرونه ښودل کېږي او لیکلي یې دي چې دې حملې له ۱۵۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ورځپاڼې له دې پېښې سره په تړاو څو جلا مطالب خپاره کړي دي، لکه بریدونه او د راتلونکو انتخاباتو په اړه جدي اندېښنې، دلته ولسواکي تل په وینو رنګ ده او انتخابات د پاڼ او پړانګ ترمنځ ایسار.

ورځپاڼې وړاندې په خپله سرلیکنه کې لیکلي دي چې په کابل او ورپسې په بغلان کې د نوم لیکنې یو مرکز ته څېرمه شویو چاودنو لویې اندېښنې راپارولې دي.

ورځپاڼې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو کم ګډون او د انتخاباتو د کمېسیون پېچلي پروسیجر ته په کتو سپارښتنه کړې چې د راتلونکو انتخاباتو په اړه باید له سره جدي فکر وشي او حکومت باید د امنیت له‌پاره مهم ګامونه پورته کړي، که نه نو راتلونکي انتخابات به نه‌یوازې دا چې ستونزې حل نه‌کړي، بلکې نورې به‌یې هم زیاتې کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د کابل په پرونۍ ځان وژونکې حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۲ او د ټپیانو شمېر ۱۱۹ ښودلی او د ملي شورا د ځینو غړو په حواله‌یې لیکلي چې حکومت د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت په ساتلو کې پاتې راغلی دی.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه کې پر کابل سربېره د بغلان د چاودنې مرګ ژوبلې ته هم اشاره کړې چې په‌کې د ورځپاڼې په وینا، د ښځو او ماشومانو په ګډون شپږ تنه ووژل شول چې دا ټول د انتخاباتو د پروسې قربانیان دي.

ورځپاڼې وړاندې په خپل بحث کې که څه هم دا حمله په کلکه غندلې او هغه‌یې یو غیر انساني عمل بللی، خو پوښتنه‌یې کړې چې حکومت د نوم لیکنې د یوه ساده مرکز امنیت نه‌شي ساتلی، نو د انتخاباتو په ورځ به د رأی اچونې د مرکزونو امنیت څرنګه وساتي؟

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي چې په کابل او بغلان کې پرونیو حملو وښوده چې حکومت د دغو مرکزونو د امنیت لپاره لازم اقدامات نه‌دي کړي.

ورځپاڼې لیکلي چې عام تأثر دا دی چې د نوم لیکنې پر مرکزونو دا ډول حملې د انتخاباتو په بهیر کې، د خلکو د پراخ ګډون مخه نیسي، حال دا چې په یو شمېر ولایتونو کې طالبانو لا د مخه خلکو ته خبرداری ورکړی چې په انتخاباتو کې برخه وانه‌خلي.

ورځپاڼې وړاندې د طالبانو او داعش په وړاندې د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی او لیکلي یې دي چې حکومت د طالبانو د ځپلو په اړه بې‌میلي ښیي، حال دا چې د ورځپاڼې په وینا، طالبان اوس د کابل تر دروازو رارسېدلي دي او د راتلونکي لپاره ځان ته پروګرامونه جوړوي چې حکومت باید ورته متوجې شي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د موجوده حالت دوام به طالبان لا جسوره کړي چې د حکومت په وړاندې ودرېږي او دا کار به په افغانستان کې د هر ډول انتخاباتو د ترسره کولو مخه ونیسي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپله سرلیکنه کې په دې بحث کړی چې کله په کابل کې د نوم لیکنې یو مرکز خوندي نه‌وي، نو په لیرو پرتو ولایتونو کې به څرنګه خوندي وي؟

ورځپاڼې وړاندې د کابل د حملې په تړاو ځینې پوښتنې پورته کړي او لیکلي یې دي چې د هېواد څارګرې ادارې باید دا ځواب ووایي چې حمله کوونکی څه ډول بریالی شو چې په کابل کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته ننوځي او حمله وکړي؟

ورځپاڼې وړاندې دا اندېښنه څرګنده کړې چې په دا ډول حساس پړاو کې د نوم لیکنې په مرکز داسې حملې د خلکو په روحیې ناوړه اغېز پرې باسي او په راتلونکو انتخاباتو کې یې له ګډون څخه منع کوي.

ورځپاڼې وړاندې دا سپارښتنه کړې چې افغان او بهرني ځواکونه دې په ټول هېواد کې پوځي عملیات پیل کړي او په دې ډول دې په راتلونکي کې د داسې حملو مخه ونیسي.

  • انیس

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا د نورو په خلاف دا باور څرګند کړی دی چې دا ډول حملې د انتخاباتو په بهیر کې د خلکو د ګډون مخه نه‌شي نیولای او دا ځکه چې خلک اوس بېداره شوي دي او غواړي د ډموکراتیکو پروسو له لارې په هېواد کې ولسواکه نظام پیاوړی کړي.

ورځپاڼې وړاندې د هېواد امنیتي او دفاعي ادارو ته سپارښتنه کړې چې د خلکو دې احساس ته په کتو، د رأی ورکوونکو د نوم لیکنې د مرکزونو امنیت ټینګ کړي، څو په راتلونکي کې د داسې حملو مخه ونیول شي.

XS
SM
MD
LG