افغانستان
د انتخاباتو کمېسيون: عالمان دې د ټاکنو په اړه خلکو ته معلومات ورکړي
د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسيون له دیني عالمانو غوښتنه کړې چې د انتخاباتو په اړه خلکو ته د معلوماتو په ورکولو کې مرسته وکړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمېسيون مسؤلينو نن دوشنبه په کابل کې له یو شمېر دیني عالمانو سره خبرې کړي او له هغوی يې غوښتنه کړې چې په جوماتونو او مدرسو کې خلکو ته د انتخاباتو په اړه معلومات ورکړي.
په افغانستان کې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات د میزان په ۲۸مه کېږي.
د افغانستان د انتخاباتو پر خپلواک کمېسيون نیوکه کېږي چې خلکو تهیې کافي معلومات نهدي ورکړي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
کرکټ؛ د افغانستان ۱۹کلونو ځوانانو پاکستان ته د ۱۰۰ منډو په توپير ماتې ورکړه
د افغانستان د کرکټ د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې نه سیالي وکټله.
د افغانستان لوبډلې لومړي توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
په پای کې د افغانستان لوبډلې د سلو منډو په توپیر د پاکستان د ټیم ټول لوبغاړي وسوځول او د لوبي کټونکي شول.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه ـ دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه خپلو کې پایلوبې ته وځي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو لوبډله په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.
کرکټ؛ د افغانستان نولسکلونو ځوانانو لوبډلې پاکستان ته ۳۰۷منډې هدف وټاکه
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن جمعه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې سره سیالي کوي.
دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب چې د اماراتو لوبډله هم پهکې برخه لري، نن سهار پیل شوې ده.
د افغانستان لوبډلې توپوهنه وکړه او په ټولو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو یې ۳۰۶ منډې وکړې او د پاکستان لوبډلې لپاره یې د ۳۰۷ منډو هدف وټاکه.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.
د سالنګ لويه لار چې تېره شپه تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه
د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت د ټرافیکو پر مخ د سالنګونو د لویې لارې د بېرته پرانيستلو خبر ورکړ.
دې وزارت نن جمعه په خپله ایکسپاڼه یا پخواني ټویټر کې لیکلي، دا لاره چې د واورې د ورېدو، سختو توپانونو او د لید ساحې د محدودیت له امله تېره شپه اته بجې د ټرافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن سهار څه باندې اته بجې بېرته د ټرافیکو پر مخ پرانيستل شوه او له دواړو لوریو وسایط کولای شي پرې تګ راتګ وکړي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت په خبره اوس د واورې ورېدل بند شوي، خو د سالنګونو د ساتنې او څارنې د ریاست کارکونکي لاهم په واورینو سیمو کې د واورې پاکولو چارې مخته وړي.
دې وزارت له ټولو خلکو او موټرچلونکو چې پر دې لاره تګ راتګ کوي غوښتنه کړې چې، د خپل خوندیتوب لپاره دې لهدې لارې د تېرېدو پر مهال ځانونه او وسایط په ژمنیو وسایلو او تجهیزاتو سمبال کړي، له بشپړ احتیاط څخه دې کار واخلي او هم دې د سالنګونو د مسوولینو لارښونو ته پاملرنه وکړي.
دا لار چې د افغانستان شمالي ولایتونه له کابل سره نښلوي، اکثره وختونه په ژمي کې د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.
د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا پکتيا کې د يو کس اعدام په اړه اندېښنه ښودلې
په جینوا کې د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا دفتر د پکتیا په مرکز ګردیز کې د تېرې چهارشنبې په ورځ په عام محضر کې د یوه کس د اعدامېدو په اړه ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.
د دې دفتر د ویاند جیرمي لاورینس لهخوا په یوه بیان کې چې ریلیف وېبپاڼې پرون پنجشنبې خپورکړی، ویل شوي چې په عام محضر کې اعدامونه د ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي چلند یا مجازاتو بڼه لري.
دا ډول اعدامونه په خپلسري ډول او د ژوند له حق سره په ټکر کې دي، چې د مدني او سیاسي حقونو د نړیوال میثاق لهمخې چې افغانستان یې غړی دی، خوندي شوي دي.
په بیان کې ویل شوي، چې دا شورا له اعدامونو سره په هر ډول شرایطو کې مخالفه ده او د افغانستان له چارواکو غواړي چې هغه سمدستي ودروي.
د طالبانو سترې محکمې د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پکتیا د مرکز ګردیز په ورزشي سټډیوم کې یې پر یو کس چې نوم یې محمد ایاس اسد ښودلی، د قتل په جرم د "قصاص" حکم عملي شو.
نن د افغانستان او پاکستان تر ۱۹ کلونو کمعمره کرکټ لوبډلې مسابقه لري
ټاکل شوې د افغانستان د کرکټ تر ۱۹ کلونو کمعمره لوبډله نن د پاکستان په وړاندې مسابقه وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې په متحده عرب اماراتو کې د درېیو هېوادونو دغه لومړۍ مسابقه به نن د کابل پر وخت د سهار پر لسو بجو پیل شي.
د دغه بورډ ویاند سید نسیم سادات تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "په دغه درې اړخیزه لوبلړۍکې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ متحده عرب امارات هم برخه لري او دغه لوبلړۍ د راتلونکي اسیا جام ته چې هغه به هم د ۱۹ کلنو لوبډلو ترمنځ په متحده عرب اماراتو کېږي، چمتووالی دی."
د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د ۲۰۱۷م کال اسیا جام اتلولي ګټلې وه.
د اکشن اېډ په نوم مؤسسه په يوشمېر ولايتونو کې ۲۵۰۰ کورنيو سره مرسته کوي
تمه کېږي چې د اکشن اېډ په نوم مؤسسې له لارې په کابل، غور او بامیان کې شاوخوا ۲۵۰۰ زیانګالو کورنیو سره نغدي مرستې وشي.
د طالبانو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ادارې پرون پنجشنبه پر خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې، په کابل کې یې له دغې ادارې سره پهدې باب د یو ميلیون ډالرو په ارزښت دوه تړونونه لاسلیک کړي دي.
وړاندې راغلي، چې اکشن اېډ به د کابل ولایت په دهسبز او بګرامیو ولسوالیو کې له ۱۰۰۰ کورنیو او د بامیان او غور په مرکزونو کې له ۱۵۰۰ کورنیو سره نغدي مرسته وکړي.
دغه اداره وايي، چې په کابل کې هرې یوې کورنۍ ته ۴۶۸ ډالره او په بامیان او غور کې هرې یوې کورنۍ ته له ۲۰۰ تر ۳۳۱ ډالره پورې نغدي مرسته ورکوي.
د ژمي په را رسېدو سره په افغانستان کې د بېوزلو کورنیو د ژوندانه د ناوړه وضعیت په اړه اندېښنې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي.
سیف دي چلډرن مؤسسې د یکشنبې په ورځ خبرداری ورکړی و، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او د خوړو د کموالي له امله زیانمنې شوې کورنۍ به د ژمي په را رسېدو سره له لا زیاتو ستونزو سره مخ شي.
د افغانستان د فوټبال ملي ټیم به سبا شنبه د نیپال له ټیم سره مخامخ شي
ټاکل شوې دغه لوبه د افغانستان پر وخت مازیګر ۵:۳۰ بجې د تاجکستان د پلازمېنې دوشنبې په مرکزي لوبغالي کې پیل شي.
د افغانستان، تاجکستان او نیپال ترمنځ درې اړخیزه سیالۍ د چهارشنبې په ورځ پیل شوې.
افغانستان په دغو لوبو کې خپله دویمه لوبه د راروانې اوونۍ د سهشنبې په ورځ له تاجکستان سره کوي.
افغان لوبډله له څه باندې پنځهنیمو میاشتو وروسته د لومړي ځل لپاره له خپل ازبکستاني روزونکي عثمان توشیف سره د لوبو ډګر ته ننوځي.
بريتانيا افغان محصلانو ته د تحصيلي بورسونو پروګرام بيا پيل کړ
افغان محصلانو ته د بریتانیا د "چیونینګ" په نوم د تحصلي بورسونو د ورکړې پروګرام بیا له سره پیل شو.
د چیونینګ پر وېبپاڼه پرون په یوه بیان کې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م کلونو لپاره د دغه تحصیلي پروګرام د بیا پیل خبر ورکړل شوی دی.
د بیان لهمخې، د تېر کال پر تله د چیونینګ بورسونو ترلاسه کولو لپاره معیارونه بدل شوي دي.
وړاندې راغلي، چې د دغو بورسونو غوښتونکي باید د افغانستان وګړي او په افغانستان کې وي، چې د چیونینګ بورسونو معیارونه پوره کړي.
د بیان لهمخې، افغان متقاضیان د ماسټرۍ په مقطع کې کولی شي د سږکال د نومبر له ۱۴مې د ۲۰۲۵م کال د جنورۍ تر دویمې نومونه ولیکي.
بریتانیا په وږي/ سنبلې میاشت کې د نامعلومو دلایلو لهمخې د چیونینګ تحصلي بورسونو لپاره د افغان محصلانو درخواستونه وځنډول.
چیونینګ د بریتانیا حکومت نړیوال تحصیلي پروګرام دی، چې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت او همکارو بنسټونو لهخوا تمویلېږي.
نن د افغانستان په ۲۳ ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې اداره وايي، نن جمعه د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د باران او سېلابونو اټکل شوی دی.
دغه رياست د پنجشنبې په ورځ په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې بدخشان، نورستان، کونړ، ننگرهار، لغمان، کاپیسا، پروان، کابل، لوگر، پکتیا، خوست، پنجشېر، تخار، بغلان، بامیان، سرپل، دایکنډي، غور، غزني، ارزگان، هلمند، کندهار او زابل ولایتونه به نن د سختو بارانونو، تالندې برېښنا او سېلابونو شاهدان وي.
په بېلابېلو سیمو کې د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
په بیان کې ویل شوي چې په لوړو او سړو سیمو کې د واورې د اورېدو امکان هم شته.
کرکټ؛ افغانستان سبا له پاکستان سره سیالي کوي
د افغانستان د نولسکلنو ځوانانو ملي لوبډله د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې سبا جمعه د نومبر په ۱۵مه نېټه د پاکستان له نولسکلنې لوبډلې سره سیالي کوي.
افغان کرکټ بورډ وايي، دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په کوربهتوب پيليږي چې پر افغانستان او پاکستان سربېره په کې د اماراتو لوبډله هم برخه لري.
سیالي به د کابل پر وخت سهار ۱۰:۰۰ بجې پیل شي.
د دې درې اړخیزو سیالیو په لړ کې به هره لوبډله یو له بل سره دوه-دوه سیالۍ کوي او د نومرو د جدول دوه مخکښې لوبډلې به د نومبر په ۲۶مه نېټه پایلوبه ترسره کوي.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به افغانستان د نولسکلنو ځوانانو په اسیا کپ کې هم ګډون وکړي، چې د نومبر په ۲۹مه نېټه په عربي متحده اماراتو کې پیليږي.