د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

ایساف: افغان ځواکونه د خپلو انتخاباتو د امنیت ساتلو پوره توان لري


په افغانستان کې نړېوال ځواکونه ډاډ ورکوي، چې د دې هېواد امنیتي سرتیري د خپلو راتلوونکو انتخاباتو د امنیت ساتلو پوره وس لري.

د نړېوالو ځواکونو یوه مسئول ازادۍ راډیو ته وویل، که افغان حکومت له دوي څخه د مرستي غوښتنه وکړي، نو دوی به هم د راتلوونکو انتخاباتو لپاره هر ډول همکاري وکړي.

د پوځي او امنیتي چارو پوهان د انتخاباتو پر وخت د امنیت په ساتلو کې د نړېوالو ځواکونو رول مهم بولي او وايي، چې دوی به د رايي ورکولو د مرکزونو د امنیت په ټینګولو کې مرسته وکولای شي.

ایساف یا نړېوال سوله ساتي ځواکونه په افغانستان کې د ولسمشرۍ راتلوونکې انتخابات د دې هېواد لپاره مهم او د نړېوالې ټولنې په ګټه بولي.

د ناټو په مشرۍ د نړېوالو سوله ساتو ځواکونو ویاند هاینس فلډمېن د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، دوی ډاډه دي، چې افغان امنیتي ځواکونه د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتو د امنیت ساتلو وس لري.

خو ده وویل، د اړتیا پر وخت او د افغان حکومت له غوښتنې سره سم نړېوال ځواکونه تیار دي، چې د لوجیسټیک او امنیت په برخه کې خپله همکاري وکړي:

“هغه څه چې موږ ته ډاډ راکوي هغه دا دی، چې امنیتي ارګانونه خپلې هڅې همږغي کوي څو امنیت ټینګ کړي او دوي دا کار ډیر په موثریت سره مخ ته بیایې. نو زموږ په نظر دا یوه هیله بخښونکې پروسه ده. هغه څه چې زه یې ویلای شم هغه دا دی چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او افغانان باید په بشپړه توګه انتخابات په پام کې ولري.”

د ښاغلي فیلډمېن په خبره چې نړېوال ځواکونه په افغانستان کې له رڼو، عادلانه او ازادو انتخاباتو څخه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شورګانو انتخاباتو ته تر شپږو میاشتو کم وخت پاته دی، خو د کورنیو وزارت مسئولین وايي، چې لا هم 7 ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو له سختو ګواښونو سره مخامخ دي.

د حکومتي مسئولینو په خبره په دغو ولسوالیو کې د نا امنیو له امله تر اوسه د نوم لیکني بهیر نه دی پيل شوی.

خو په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو ویاند هیله لري، چې افغان ځواکونه به تر انتخاباتو پورې د دې ولسوالۍ امنیت هم ټینګ کړي.

د امنیتي چارو پوهان د انتخاباتو پر وخت د امنیت په ساتلو کې د نړېوالو ځواکونو رول مهم بولي او وايي، چې دوی به د رايي ورکولو د مرکزونو د امنیت په ساتلو کې هم مرسته وکولای شي.

د امنیتي چارو یوه څېړونکې جنرال عبدالواحید طاقت ازادۍ راډیو ته وویل، چې د نړېوالو ځواکونو همکاري د افغان سرتیرو پر روحیه ښه اغېز لري.

د امنیتي ګواښونو او خطرونو تور یوازي په دې هیواد کې پر وسله والو مخالفینو نه لګول کیږي، بلکې د راپورونو له مخي په ګاونډیو هیوادونو کې ځني استخباراتي کړۍ هم کوښښ کوي، چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو انتخاباتو ته خنډونه جوړ کړي.

د پوځي او امنیتي چارو پوهان د راتلوونکو انتخاباتو د امنیت ساتلو لپاره د افغان ځواکونو په څنګ کې د نړیوالو ځواکونو همکاري مهمه بولي.

دوی وايي، که افغان او بهرني ځواکونه سر له اوسه په خپل منځ کې د انتخاباتو د امنیت په خاطر همږغي ډیره نه کړي، نو ممکن د انتخاباتو امنیت له ځینو ستونزو سره مخ سي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG