د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۴

د افغانستان په اړه د نړیوالو ورځپاڼو تبصرې


ټایمز لایف:

ټایمز لایف ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د انتخاباتو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې د افغانستان په ځینو سیمو کې یوشمېر خلک چې په رأیې ورکولو کې د ګډون لپاره د نوم لیکنې مرکزونو ته ځي، د مرګ له ګواښ سره مخ دي.

د مطلب لیکوال چې اوس اوس په بلخ ولایت کې د نوم لیکنې یوه مرکز ته تللی، د سیمه ییزو خلکو له قوله لیکي چې وايي، طالبانو دوی ته خبرداری ورکړی چې که د نوم لیکنې مرکزونو ته ولاړ شي او خپل نومونه ثبت کړي، کورونو ته به یې اور واچول شي.

د افغانستان حکومت اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو انتخابات به، د تلې یا میزان په میاشت کې ترسره کړي، خو اوس چې د نوم لیکنې د بهیر له پیله څو ورځې تېرې شوې دي، دا بهیر ډېر پڅ پرمخ ځي.

ورځپاڼه د بلخ ولایت د رحمت اباد کلي د اوسېدونکي کمال الدین له قوله لیکي چې وايي، طالبانو خلک د کلي په جومات کې راټول کړل او ټولو ته یې وویل چې که په انتخاباتو کې ګډون وکړي، کورونه به یې وسوځول شي.

ورځپاڼه زیاتوي، د طالبانو ویاند دا خبره رد کړې ده چې دوی به د خلکو کورونو ته اور واچوي، خو دا یې تأیید کړې چې طالبان نه غواړي چې خلک په هغه بهیر کې ګډون وکړي چې طرح یې امریکا جوړه کړې. ورځپاڼه په عین حال کې لیکي، د طالبانو یوشمېر قوماندانانو دا مسئله واضح کړې او ویلي یې دي، د هغو کسانو لپاره چې په دې بهیر کې ګډون کوي، د کور سوځول یوه کوچنۍ جزا ده.

واشنګټن ایکزاماینر:

واشنګټن ایکزاماینر اوونیزې انلاین خپرونې په خپله وروستۍ ګڼه کې په ناټو کې د امریکا د سفیرې د هغې وینا په اړه تحلیلي مطلب خپور کړی چې وايي، روسیه او ایران په افغانستان کې د بې ګناه خلکو د وژونکو ترورېستي شبکو ملاتړ کوي.

کې بېلي هچیسن د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، دې دا وینا هم په افغانستان کې او هم د امریکا له پوځي قوماندانانو اورېدلې.

واشنګټن ایکزاماینر لیکي، امریکايي چارواکو له دې مخکې هم شک څرګند کړی چې روسیه له یوکال راهیسې طالبانو ته وسلې ورکوي، خو مسکو دا تورونه ردوي.

خپرونه زیاتوي، مېرمن هچیسن دا صریح انتقاد په داسې حال کې کوي چې روسیې او متحدایالاتو دواړو د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې لپاره خپلې ستراتيژۍ بشپړې کړي.

روسیې په دې وروستیو کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان په غونډه کې وویل چې له چین سره په ګډه به په افغانستان کې خپله ونډه پراخه کړي، خو د ناټو غړو د جمعې په ورځ په بروکسل کې په خپله غونډه کې په افغانستان کې د مرکزي حکومت د ملاتړ ژمنه وکړه.

واشنګټن ایکزاماینر لیکي، روسي چارواکو ویلي چې خپله ونډه به په افغانستان کې د ترورېزم پرضد د جګړې په نوم پراخه کړي، خو خپرونه په ناټو کې د امریکا د سفیرې له قوله لیکي چې وايي، د روسیې لپاره په افغانستان کې د مرستې کولو یوه اسانه لاره هم شته.

XS
SM
MD
LG