د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

د انتخاباتو کمېسیون د ولسي جرګې د انتخاباتو مهال وېش اعلان کړ


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د راتلونکو انتخاباتو مهال وېش اعلان کړ.

د اعلان شوي تقویم له مخې د ولسي جرګې لومړني نتایج به د عقرب د میاشتې په ۱۹ او د ولسوالیو شوراګانو نتایج به د قوس د میاشتې پر ۱۸ نېټه اعلان شي.

خو د ولسي جرګې وروستۍ نتیجه به د قوس د میاشتې پر ۲۹ او د ولسوالیو شوراګانو به د دلوې د میاشتې پر ۴ نېټه اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۷کال غويي۲مه» یوې غونډې ته وویل چې کمېسیون به د اعلان شوي مهالویش له مخې خپلې انتخاباتي چارې مخ ته یوسي.

ښاغلی صیاد وايي، هېڅ چا ته به په انتخاباتو کې د مداخلې اجازه ورنه کړي.

ګلاجان عبدالبدیع صیاد
ګلاجان عبدالبدیع صیاد

نوموړي زیاته کړه:

"له خپله اړخه ژمنه کوم چې په انتخاباتو کې هېڅ ډول تقلب ته اجازه نه ورکوو او د شفافو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره به خپلو هڅو او مبارزو ته دوام ورکړو، موږ به د هر ډول درغلیو مخه ونیسو او هېڅ چاته د مداخلې اجازه نه ورکوو، پر خپل استقلالیت ټینګار کوو او له ټولو اړخونو غواړو چې د کمېسیون په چارو کې مداخله ونه کړي."

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له دې وړاندې د ولایتونو په مرکزونو کې د رایه ورکونکو د نوم لیکنې پروسه پیل کړې ده او د کمېسیون د معلوماتو له مخې تر دې دمه ۲۳۰ زره کسانو نوم لیکنه کړې ده.

د دغه اعلان شوي مهالوېش له مخې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د جوزا د میاشتې له ۵ مې نېټې پیلېږي چې ا د همدغې میاشتې تر ۲۲ مې نېټې به دوام وکړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې له دې وروسته د جوزا پر ۶ مه د کاندیدانو په اړه د معلوماتو راټولو پروسه پیلېږي چې د سرطان تر ۶ نېټې دوام کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلین دغه شان وايي چې د سرطان پر اوومه به د کاندیدانو لومړنی او د اسد پر ۱۲ به د دوی وروستی لېست اعلان شي.

دغه شان به د رای ورکولو د مرکزونو د شمېر په اړه وروستی لېست هم امنیتي وضعیت ته په کتو د سرطان پر دوهمه نېټه اعلان شي.

په دغه اعلان شوي مهالویش کې د مېزان له ۶ مې نېټې تر ۲۵ نېټې پورې د ولسي جرګې نوماندان او د مېزان له ۱۱ مې تر ۲۵ پورې د ولسوالیو شوراګانو نوماندان د کمپاین حق لري.

خو پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د مهالوېش د اعلان ترڅنګ باید د انتخاباتو خپلواک کمېسیون په انتخاباتو کې د برخې اخیستنې په هدف عامه پوهاوی ته هم هڅې وکړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ فیفا د خپرونو مسؤل نعیم اصغري ازادي راډيو ته وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو کمه ونډه به د انتخاباتو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي.

اصغرِِي: کمېسیون باید عامه پوهاوي ته هم توجه وکړي.
اصغرِِي: کمېسیون باید عامه پوهاوي ته هم توجه وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"کمېسیون باید خپل راتلونکی پلان له خلکو سره شریک کړي، که له یو یا دوه میلیونو نه کمو کسانو نوم لیکنه وکړه نو دوهم پلان به څه وي، پروسه غځول کېږي او که له کومې بلې لارې کار اخیستل کېږي؟ ترڅو د خلکو بر خه اخیستنه پراخه شي."

خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون رئیس د یکشنبې په ورځ هیله وښوده چې په راتلونکو څو ورځو کې به د رایو ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر چټک شي.

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون غړي حفیظ الله هاشمي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که په انتخاباتو کې د ګډون کوونکو شمېر کم وي کمېسیون به یې په اړه پرېکړه وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG