د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۰

ملي ارمان: د هېواد اوسنی وضعیت معیاري انتخاباتو ته نه‎دی جوړ


Afghanistan - Kabul daily newspapers, 27 October 2014
Afghanistan - Kabul daily newspapers, 27 October 2014

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په‎دې اړه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د یو مقام په حواله لیکلي، د هېواد اوسنی وضعیت معیاري انتخاباتو ته نه‎دی جوړ.

د مطلب لیکوال دا څرګندونې د نوموړي کمېسیون د دارلانشا د سرپرستې شهلاحق له خولې لیکلي او ویلي یې دي چې نوموړې دا څرګندونې پرون شنبې ولسي جرګې ته کړي او منلې یې ده چې د رأی ورکونې لپاره د نوم لیکنې بهیر پڅ روان دی چې لامل یې هم پر انتخاباتو د خلکو بې باوري ده.

په مطلب کې دا هم راغلي چې اغلې حق د ولسي جرګې د یو شمېر غړو دا ادعاوې چې ګوندې هغه پاڼې چې په تذکرو لګول کېږي په بازار کې پلور کېږي بې بنسټه وبللې ویې ویل چې د یادو پاڼو غلا یا پټول اسانه کار نه‎دی.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا د موضوع په اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

ورځپاڼه لیکي، که په ریاضي کې «۲ + ۲ مساوي څلور» کېږي د حکومت د انتخاباتو د روانې پروسې پایله له رسوایۍ او د ولس له بدمرغۍ پرته بل څه نه‎شي کیدای.

په سرمقاله کې راغلي، خبره یوازې د دې نه‎ده چې ولې د نوم لیکنې بهیر دومره پڅ روان دی، بلکې اصلي ستونزه پر یاد بهیر د ولس د باور نه نشتوالی دی چې دا اصلاً په حکومت او ادارو د ولس د ژورې بې باورۍ دلیل دی.

د سرمقاله لیکونکي په خبره، دا چې ځینې کسان پر خلکو غږ کوي چې لاړ شئ نوم‎لیکنه وکړئ، دا مو د خپل برخلیک خبره ده، خلک به یې خبره واوري، خو د هغو چارواکو خبره به په ولس کې څومره اورېدونکي ولري چې نه یې دې ولس ته د سړي په سترګه کتلي دي او نه یې د ولس د رأی او قربانۍ پاس ساتلی دی.

  • انیس

انیس خپلواکې ورځپاڼې هم په‎دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي دي.

انیس لیکي چې انتخابات یو ډیمکراتیک بهیر دی، ستونزې به موجودې وي، خو دا پر موږ ده چې د دغه بهیر د بنسټیز کېدو لپاره هڅې وکړو.

په سرمقاله کې له خلکو غوښتل شوي چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه وکړي او په دغو انتخاباتو کې په خپل ګډون سره خپل واقعي استازي انتخاب کړي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې په‎دې اړه لیکلي چې وزیرانو شورا د انتخاباتو لپاره د رأی ورکونې د نوم‎لیکنې د پڅ بهیر په تړاو فوق‎العاده غونډه کړې او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله یادې غونډې ته ویلي چې که د نوم‎لیکنې بهیر ناکام شي، سیاسي وضعیت به هم وخیم او هېواد به د بحران په لور ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG