د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

"د رایې ورکوونکو د نوم لیکنې ګرځنډه ټیمونه او د ولسوالیو مرکزونه تړل کیږي"


که د افغانستان په اکثرو سیمو کې د نوم لیکني لپاره د ګرځنډه ډلو کاري دوره پای ته رسیږي او په ولسوالیو کې هم د نوم لیکنې مرکزونه تړل کیږي؛ خو د هېواد په ۶ ولسوالیو کې د نا امنیو له امله لا هم نوم لیکنه نه ده پیل شوې.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسوولین وايي چې؛ د لړم د میاشتې له شلمې نیټې وروسته به یوازې د هر ولایت په مرکز کې د نوم لیکنې یو مرکز پرانستی پاتې وي.

د دې کمېسیون ویاند نور محمد نور د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل؛ که افغان امنیتي ادارې ورته زمینه برابره کړي؛ نو دوی به په هغو شپږو ولسوالیو کې د نوم لیکني بهیر پيل کړي.

"په هغو شپږو ولسوالیو کې چې، افغان امنیتي ځواکونه نشته، هره ورځ چې، افغان امنیتي ادارې په دې اړه موږ ته شین څراغ راکړي؛ موږ به خپل کاري ډلې هلته لیږو او پر شرایطو برابرو کسانو ته به کارټونه ورکړو.

دېرو ګرځنډه ډلو ته به دنده ورکړو چې؛ په لږ وخت کې د ډیرو کسانو نومونه ولیکي."


ښاغلی نور وایي، دغه ولسوالۍ د زابل د کاکړو، د هلمند د دیشو او باغران، د غزني د ناوې، د کاپیسا د الاسای او د پکتیکا ولایت نیکه ولسوالۍ دي.

خو د انتخاباتو خپلواک کېمسیون وايي، د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د نوم لیکني بهیر د ګرځنده ګروپونو د کار له ختمېدو سره نه بشپړیږي، بلکې په ټولو ولایتونو کې به د وري میاشتې تر دوهمې ورځې پوري یو ـ یو مرکز بیا هم فعاله وي او خلکو ته به کارټونه ورکوي.

د انتخاباتو لپاره د خلکو د نوم لیکنې بهیر د غبرګولي میاشتي پر پنځمه پیل شوی او تر دې مهاله ۲،۸ میلیونو کسانو خپل نومونه لیکلي دي چې؛ یو میلیون یې ښځې دي.

د انتخاباتو کمېسیون مخکې ویلي وو چې؛ د دغو انتخاباتو لپاره به د څلور میلیونو کسانو نومونه ولیکي او د رايې ورکولو کارټونه به ورکړي.

خو په افغانستان کې د انتخاباتو د شفافیت بنسټ بیا وايي چې؛ په ۱۵ ولسوالیو کې نوم لیکنه نه ده شوې.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وايي: په شپږو ولسوالیو کې د نوم بهیر نه دی پیل شوی:

“تر هغه ځایه چې؛ له خپلو ولایتي همکارانو سره په تماس کې یو، یوازې شپږ ولسوالۍ نه دي چې؛ د نوم لیکنې بهیر نه دی په کې شوی.

هغه شمېرې چې موږ ته راغلي، د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې امکان لري چې؛ په شا او خوا ۱۵ ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر نه وي شوی."


تر دې پخوا غزني، کندهار او ځینو نورو ولایتونو یو شمېر خلکو له ازادي راډیو سره په خبرو کې ادعاوې کړې وې چې؛ د ولایتونو په اکثرو سیمو کې یې د ناامنیو له امله خلکو ته رایې ورکولو کارتونه ورنه کړل شول.

ځینې کتوونکي وايي چې، که د ناامنیو ستونزه حل نه شي ښايي د ۲۰۱۴ کال د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې ټول خلک ګډون ونه کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG