د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

انتخاباتو کمېسیون: تر اوسه ۵۶۷۷۷۰ کسانو د رأی ورکونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو کې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون څخه خوښي ښيي.

که څه هم دا کمېسیون د نوم لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت په اړه اندېښمنه هم ده خو وايي چې تر دې مهاله څه باندې پنځه لکه او شپېته زرو کسانو د رأی ورکونې لپاره خپل نومونه ثبت کړي دي.

د دغه کمېسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي د جمعې په ورځ په دغه بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه د خوښۍ په ښودلو سره ازادي راډیو ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون به په انتخاباتو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي.

ښاغلی دولتي وايي:

"تر پنجشبنې ورځې پورې د رأی ورکونې په مرکزونو کې پنځه لکه اووه شپیته زره او اووه سوه اویا تنو نوم لیکنه کړې ده چې دا د دې ښودنه کوي چې ورځ تر بلې د خلکو شمېر مخ په زیاتېدو دی چې زموږ لپاره د خوښۍ خبره ده، په لومړۍ مرحله کې چې موږ د کومو مرکزونو نوم‎لړ چمتو کړی و، زیاتره یې له نیکه‎مرغه خلاص دي."

د نوموړي په خبره د ټولو هغو مرکزونو له ډلې چې د انتخاباتو کمېسیون له‎خوا په لومړۍ مرحله کې نوم‎لړ چمتو شوی، يوازې۷۰ یې د ناامنیو له امله تړلي پاتې.

د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې بهیر ۱۴ ورځې مخکې د حمل میاشتې په ۲۵مه نېټه پیل شوه.

د انتخاباتو کمېسیون په‎داسې حال کې د رأی ورکونې لپاره د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون په اړه خوښي ښيي چې د پلازمېنې کابل په ګډون، غور، بادغیس، بغلان او ننګرهار کې د نوم‎لیکنې په مرکزونو ځانمرګي بریدونه شوي چې ګڼو خلکو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

د کابل نننۍ چاونې ۳۱ کسان وژل
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:15 0:00

له‎دې وړاندې امنیتي بنسټونو ویلي و چې د رأی ورکوونکو د نوم‎لیکنې د مرکزونو د امنیت د ټینګښت لپاره یې لازم تدابیر په پام کې نیولي دي.

بل‎خوا د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب‎زاده وايي، په انتخاباتو کې د رأی ورکونې لپاره د نوم‎لیکنې په بهیر کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره د ټاکنو کمېسیون په چارو کې کوم بدلون نه ليدل کېږي.

محمد نعیم ایوب زاده
محمد نعیم ایوب زاده

دی وايي:

"دا چې په‎دې برخه کې دې کمېسیون تر دې مهال څه کړي، نه‎دي معلوم او زه ډاډه چې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم نه‎دي زیات شوي، بلکه دا د خلکو او مدني ټولنو هڅونه وه چې په کابل، کندز او خوست کې د امنیتي ننګونو سره-سره خلکو نوم‎لیکنه وکړه او په شمېر یې زیاتوالی راغی."

ښاغلی ایوب‎زاده وايي، د انتخاباتو کمېسیون ته په‎کار ده چې د عامه پوهاوي پروګرامونه زیات او د مدني ټولنو او څار بنسټونو سره په ګډه په ټاکنو کې د خلکو د پراخ ګډون لپاره هڅې وکړي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG