د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۹

د کابل د دشت برچي پېښه او راتلونکي انتخابات!


د کابل په دشت برچي سیمه کې د انتخاباتو د نوم‎لیکنې لپاره د تذکرو د وېش پر یوه مرکز د خونړي برید په څلورمه ورځ هم دغه موضوع د یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو د سر موضوع ده او تبصرې پرې لیکل شوې دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي په دغې سیمه کې چې تر ډېره شیعه او هزاره وګړي په‎کې مېشت دي، د یکشنبې د برید د قربانیانو کورنیو په راتلونکو انتخاباتو کې د ګډون په اړه شک ښودلی دی.

ورځپاڼې د محمد ظاهر احمدي هغه څرګندونې راخیستي چې وایي:

"هزاره وګړي د سولې غوښتونکي دي. موږ قلم په لاس کې لرو، نه وسله؛ خو دا برید به په انتخاباتو کې زموږ پر ګډون منفي اغېز وکړي."

واشنګټن پوسټ لیکلي، په اسیب پذیره لویو ښارونو او لیرې پرتو کلیو کې د رأی ورکوونکو د خوندیتوب اړتیا اوس باید د پارلماني انتخاباتو د ترسره کېدو د اړتیا پر اساس وسنجول شي.

هغه انتخابات چې له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې په پرله‎پسې ډول ځنډېدلي دي.

د ورځپاڼي په باور که وېره د دې سبب شي چې په‎دغو سیمو کې لږ خلک په انتخاباتو کې ګډون وکړي، نو د انتخاباتو د نتایجو مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راشي.

واشنګټن پوسټ د امریکا د سولې په انسټټیوټ کې د افغانستان د چارو یوه متخصص سکاټ وارډن «Scott Worden» په حواله لیکلي چې د دوشنبې په ورځ‌یې وویل:

"په تېرو انتخاباتو کې د بېلابېلو سیمو د رأی ورکوونکو د شمېر نابرابرۍ او تقلب ستونزو ته په کتو به عاقلانه وي چې د انتخاباتو چارواکي د امنیت، رأی ورکوونکو شمېر او نوم لیکنې تنظیم ته ډېر وخت ورکړي."

وارډن ویلي، دا ځل مهمه ده چې انتخابات باوري ښکاره شي حتی که په نتایجو کې ځنډ هم راځي.

بل‎خوا واشنګټن پوسټ د افغانستان د حقوق‌پوهانو د ټولنې مشر اجمل هوډمن له قوله لیکلي، که په کابل کې د رأی ورکولو مرکزونه خوندي نه‎وي، نو څنګه به په لیرې پرتو سیمو کې خلک وهڅول شي چې رأی ورکړي.

ښاغلی هوډمن زیاتوي بل لور ته که انتخابات ونه‎شي، نو دا به بحران نور هم ژور کړي او د ټول سیستم مشروعیت به تر پوښتنې لاندې راولي.

واشنګټن پوسټ د کابل د دشت برچي سیمې د یوه اوسېدونکي له قوله لیکي چې وایي:

"کله چې تاسو اور وینئ، ایا منځ ته ځان وراچوئ؟"

  • نیوزویک مجله

نیوزویک مجلې بیا د هغو زرګونه افغان کډوالو په اړه مقاله لیکلي چې په جبري ډول له ترکیې ایستل شوي دي.

مجلې د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو ډلې په حواله لیکلي چې دغه خلک د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي دي او افغانستان د دوی لپاره له امنیتي اړخه خوندي نه‎دی.

دغه سازمان زیاتوي زرګونه نور کسان هم دغه خطرناک وضعیت ته د بېرته ګرځولو په حال کې دي.

ترکیې ته افغان کډوال د طالبانو له ظلمونو تښتېدلي دي.

نیوزویک د بخښنې نړیوال سازمان د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر دانیل بالسون «Daniel Balson» له قوله لیکلي چې وایي، دغې ادارې په ښکاره د انفرادي کسانو داسې قضیې ثبت کړي چې په جبري ډول افغانستان ته لېږل شوي او وروسته د وسله‎والو ډلو له‎خوا ځورول شوي او وژل شوي دي.

دی وایي، باوري دی چې له ترکیې راغلي کډوال هم له ورته خطر سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG