د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۴

"د یوشمېر د کاندیدانو د قومي او سمتي جوړښت په اړه اندېښنې"


د مدني ټولني ځینې فعالان د ولسمشرۍ په راتلوونکو انتخاباتو کي د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د قومي او سمتي جوړښت په اړه اندېښمن دي.

د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې د بهیر پای ته په نژدې کېدو سره اوس داسې اندېښنې را څرګندې شوي، چې کاندیدانو د خپلو مرستیالانو په ټاکلو کې قومي او سیمه ییز مسایل په پام کې نیولي دي.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کېمسیون د معلوماتو له مخې د نوم لیکنې د بهیر له پیله د شنبې د ورځې تر ماذدیګره ۹ کسانو خپل نومونه د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره لیکلي دي.

خو په دې ورځ د مدني ټولني یو شمېر غړو پر دغو کاندیدانو سخت انتقادونه وکړل.

د بدلون او اصلاح لپاره د ځوانانو ټولني ویاند سید میسن احساني خبریالانو ته وویل؛ چې کاندید شوي کسان یو هم د افغانستان لپاره ځانګړی پلان او پروګرام نه لري:

“دا اوس یو دود شوې چې ولسمشر پښتون لومړی او دوهم مرستیالان یې هزاره، ازبک او تاجک وي. که هغه سواد او وړتیا هم ونه لري اوس غواړي چې، خلکو ته دوکه ورکړي او افغانستان په خپل واک کې وساتي.

دا چې هر څوګ ولسمشر وي خو باید په دې پوه شي چې د سولې په برخه کې څنګه خبرې وشي، د فساد د له منځه وړلو او له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې باید څه وشي.
هغو خلکو چې افغانستان یې پخپل ګرو کې نیولې ښایي د افغانستان لپاره یو قوي پروګرام ونه لري.”


د ولسمشرۍ او ولایتي شورا ګانو راتلوونکو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم لیکني بهیر د وږي پر ۲۵ پيل شوی او ټاکل سوې د تلي څوارلسمه یا یکشنبې یې وروستۍ ورځ ده.

ډاکتر عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، بسم الله شیر، حشمت غني احمدزي، عبدالرحیم وردک، قطب الدین هلال، فضل کریم نجیمي، دل اغا کوهدامني او سید اسحاق ګیلاني هغه کسان دي، چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره یې د کاندیدانو په توګه نومونه لیکلي دي.

د راپورونو له مخې د قوم پر اساس د کاندیدانو او د هغود مرستیالانو د ټاکلو لانجه راتلونکو انتخاباتو ته د ځینو جوړ شویو اتیلافونو د له منځه تلو سبب شوې او ځینې نوي انتخاباتي ټیمونه د قومونو په اساس رامنځ ته شوي.

خو اکثرو هغو کاندیدانو چې د انتخاباتو له کمېسیون سره یې خپل نومونه ثبت کړي، د سولي بریا، د اقتصادي حالت ښه کول او د ښځو د ستونزو حلول په خپلو انتخاباتي شعارونو کي یاد کړي.

د دغو کاندیدانو له ډلې څخه ډاکتر عبدالله عبدالله ویلي:

“موږ غواړو یوه سالمه اداره رامنځ ته کړو، داسې اداره چې خلکو ته ځواب ورکوونکې واوسي او قانون ته درناوی وکړي.

داسې اداره چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي او د خلکو په ژوند کې یو بدلون راولي او داسې اداره چې په واقعي توګه وکولی شي ملي مشارکت رامنځ ته کړي.”


ځینې کتوونکي وايي چې، یو شمیر کاندیدانو راتلونکو انتخاباتو کې په سیاسي چڼو کې هڅه کوي چې د قوم په نوم شخصي امتیازات او څوکۍ ترلاسه کړي.

د دوی په باور خلک باید د رایې ورکولو په وخت قومي مسایل څنډې ته کړي او هغه کاندید ته رایه ورکړي چې د هیواد راتلونکې ته ښه پروګرامونه وړاندې کړي.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG