د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۹:۳۸

راپورونه: پاکستان کې د وسله‎والو ډلو په تاوتریخوالي کې ۲۱ سلنه کمی راغلی


راپورونه وايي چې په پاکستان کې په پرله‎پسې درېیم کال کې هم د وسله‎والو اړوند تاوتریخوالي کې کمی راغلی دی.

د فرانسې خبري اژانس په اسلام‎اباد کې د یوه څېړنیز مرکز د راپور په حواله وايي چې په پاکستان کې په تېر میلادي کال کې د ۲۰۱۶ کال په مقایسه د وسله‎والو ډلو اړوند تاوتریخوالی ۲۱ په ۱۰۰ کې کم شوی دی.

په دې راپور کې راغلي دي چې په تېر ۲۰۱۷ میلادي کال کې تاوتریخوالی په پاکستان کې ۴۱۳۱ کسان مړه او ژوبل کړي دي، حال دا چې دا شمېره په ۲۰۱۶ میلادي کال ۴۳۳۷ وه.

تر هغې مخکې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې په پاکستان کې د وسله‎والو په تاوتریخوالي کې د ۶۵۷۴ کسانو مرګ‎ژوبله تأیید شوې وه.

په راپور کې ویل شوي دي چې په پاکستان کې له درېیو کلونو راهیسې په پرله‎پسې ډول د تاوتریخوالي د کمېدو یو دلیل په شمالي وزیرستان کې د پاکستان د پوځ عملیات وو چې د وسله‎والو ډلو د ځپلو لپاره‌يې وکړ.

شمالي وزیرستان کې عملیات
شمالي وزیرستان کې عملیات

فرانس پرس اژانس وايي، په پاکستان کې وسله‎والو ډلو پورې مربوط تاوتریخوالي د کموالي موضوع په داسې وخت کې مطرح کېږي چې ترورېستانو ته د مالي منابعو او د هغوی د تمویل د څارنې یوه نړیوال سازمان تېره میاشت پاکستان د هغو هېوادونو په لېست کې شامل کړ چې د دې سازمان تر څارنې لاندې دی.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا په پاکستان کې لا هم د سخت دریځو وسله‎والو ډلو ځینې کړۍ شته چې د خونړیو بریدونو توان لري.

کارپوهان له یوې مودې راهیسې پر پاکستان انتقادونه کوي چې دا هېواد د سخت دریځۍ او وسله‎والو ډلو پر ضد هغه شان چې په‎کار ده، ګامونه نه‌پورته کوي.

په اسلام‎اباد کې فعال د څېړنېز مرکز راپور بیا وايي، که څه هم امنیتي وضعیت ښه شوی، خو د داعش په شان نوې سخت دریځې ډلې صحنې ته راوتلې دي چې په دې وروستیو کلونو کې يې د هغو بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی چې سلګونه کسان په‎کې ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کلونو کې د دې لپاره چې پاکستان د حقاني شبکې او افغان طالبانو په شان ډلو پر ضد اغېزمن ګامونه نه‎دي اخیستي، د پوځي مرستو په ځنډولو سره پر پاکستان فشارونه زیات کړي دي.

XS
SM
MD
LG