د هند دفاع وزیره وایي، پاکستان به په کشمیر کې د پنځو هندي سرتېرو د وژل کېدو د پېښې له عواقبو سره مخامخ شي.
هند پاکستان ته تازه خبرداری ورکړی چې د پولې هاخوا هېڅ ډول سرغړونه به ونهزغمي.
د هند دفاع وزیرې نیرمالا سیتهارامان خبرداری ورکړی چې د دغه هېواد د استخباراتي معلوماتو له مخې، د پېښې پر مهال ترورېستان د پولې له هاغاړې کنټرولېدل.
هغه زیاتوي، ډېر ژر به په دې اړه اسناد له پاکستان سره شریک کړي.
نوموړې زیاته کړه:
"پاکستان ته د اسنادو سپارل باید یوه دوامداره پروسه وي، ځکه هر وار باید د تېر په څېر په پېښو کې د دغه هېواد ښکېلتیا ټولو ته ثابته شي او شواهد تل استدلالونه پیاوړي کوي."
د هند دفاع وزیرې داسې مهال په تُنده ژبه پاکستان ته خبرداری ورکړ چې د شنبې په ورځ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په جمو ښار کې د هندي پوځ پر یوه مرکز د برید پر مهال پنځه هندي سرتېري او یو ملکي وګړی ووژل شول.
د راپورونو له مخې څلور یاغیان هم د دې حملې پر مهال وژل شوي دي.
دغو یاغیانو د حملې پر وخت له چاودېدونکو موادو او لاسي بمونو څخه کار واخیست.
د هند دفاع وزیرې د دوشنبې په ورځ جمو ته د سفر پر مهال وویل چې پاکستان به د دې پېښې بیه ورکوي، خو نور جزئیاتیې ورنهکړل چې د اسنادو د وړاندې کولو سربېره به له پاکستان سره څه ډول چلند کوي.
نوموړې د همدې سفر پر مهال له هغو سرتېرو سره هم ولیدل چې د شنبې د ورځې د برید په ترڅ کې ټپیان شوي وو.
اسلامآباد تر اوسه د هند د دفاع وزیر د دغو څرګندونو په اړه څه نهدي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په کشمیر کې د یاغیانو د ملاتړ تورونهیې تل رد کړي دي او هند یې د دواړو هېوادونو په سرحد کې په پاروونکو اقداماتو تورن کړی دی.
دواړو په اټمي وسلې سمبال سیالو هېوادونو تر اوسه د کشمیر پر سر دوه ځله د یو بل پر وړاندې جګړه کړې ده.
په ۱۹۴۷ مېلادي کال کې له هند څخه د پاکستان تر خپلواکۍ وروسته، دغو دواړو هېوادونو درې ځله سختې جګړې له درنو تلفاتو سره تجربه کړې دي.
سره له دې چې په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د هند او پاکستان ترمنځ د اوربند توافق لاسلیک شو، خو کله ناکله د دواړو هېوادونو په سرحدونو کې نښتې او بریدونه کېږي.