هندي او پاکستاني چارواکي د کشمیر په لانجمنه کرښه کې د وروستۍ خونړۍ نښتې ملامتي پر یو بل اچوي.
هندي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د پاکستاني ځواکونو لهخوا د کشمیر پر جلا شوې کرښه د ډزو په نتیجه کې لږ تر لږه څلور هندي سرتېري وژل شوي دي.
د جرمني د «ډي. پي. اې» خبري اژانس د راپور له مخې د هند د پوځ یوه ویاند په یوه بیان کې وویل چې پاکستاني پوځيانو د یکشنبې په ورځ د هند ترکنټرول لاندې کشمير کې د راجوري پر پوله ناڅاپه او له یوې مخې د هندي ځواکونو پر پوستو ډزې پیل کړې.
د بیان له مخې، هندي ځواکونو هم د پاکستاني ځواکونو د دغو بریدونو چې له ماشینګڼو او توپونو یې کار اخیستی وو، په وړاندې سخت پوځي عکسالعمل وښود چې په نتیجه کې یې د هغوی پوستو ته ډېر زیان رسېدلی دی.
د هند پوځ دغهراز په دغو نښتو کې د دوو سرتېرو د ټپي کېدو خبره کړې، خو د پاکستان یوه پوځي چارواکي بیا په دغو نښتو کې د یوه پاکستاني ملکي وګړي د وژل کېدو او د دوو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
د اسوشیټېډ پرس اژانس د راپور له مخې، دغه پاکستاني چارواکي چې نومیې نهدی ښودل شوی، هم ادعا کړې چې ډزې لومړی هندي ځواکونو پیل کړې وې چې پاکستاني ځواکونو هم ورته متقابل ځواب ورکړ.
د جرمني د «ډي. پي. اې» خبرې اژانس د راپور له مخې، د یکشنبې د ورځې له نښتې وروسته نن دوشنبه هم په سیمه کې وضعیت خطرناک و.
د دواړو هېوادونو ځواکونه د تیارسی په حال کې وو او محلي ادارې هم څه باندې ۸۰ ښوونځي تړلي او خلکو تهیې سپارښتنه کړې چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.
په وروستیو میاشتو کې د کشمیر په بېله شوې کرښه کې چې هغه په حقیقت کې د هند او پاکستان ترمنځ د سرحد په توګه پېژندل شوې، خونړۍ نښتې زیاتې شوې دي.
د اسلاماباد او نوې ډېلي ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې زیات شوی چې د هند د صدراعظم نرېندرا مودي هندو ملتپال ګوند په ۲۰۱۴ میلادي کال کې واک ته ورسېد.
هند او پاکستان اکثره وختونه یو د بل ځواکونه د ۲۰۰۳ میلادي کال د سولې له تړونه په سرغړونه تورنوي.
د دغو سرحدي شخړو په ترڅ کې ډېر ځلې د دواړو لورو سرتېرو او ملکي خلکو ته تلفات رسېدلي دي.
هند او پاکستان تر اوسه دوه ځلې د کشمیر پر سر جګړې کړې دي.