د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۷ تله ۱۳۹۷ کابل ۰۳:۴۰

د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ په کشمیر کې نښته شوې


د هندي او پاکستاني پوځیانو ترمنځ پرون یکشنبه یو ځل بیا په کشمیر کې نښته شوې ده.

د دې نښتې په نتیجه کې چې دواړه لوري یو بل د پیل لپاره ملامتوي، څلور هندي عسکر او یو پاکستانی ملکي وګړی وژل شوي او دوه هندي عسکر او دوه پاکستاني ماشومان ټپیان دي.

هندي چارواکو ویلي، نښته وروسته له هغه وشوه چې پاکستاني پوځیانو د هندي هغو ځینې پوستې په مرمیو وویشتې.

پاکستاني چارواکو بیا ادعا کړې چې هندیانو په خپله تاوتریخوالي ته لمن ووهله او ډزې یې وکړې.

هند او پاکستان له کلونو راهیسې په لانجمن کشمیر نښته کوي او په نتیجه کې یې په سرحدي سیمو کې د دواړو لورو پوځیانو ته زیاته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG