نن یکشنبه سهار د هندي کشمیر مرکز سرینګر ته نېژدې د هندي سرتېرو او وسلهوالو په نښته کې څلور بریدکوونکي او دوه تنه هندي پوځیان ووژل شول.
د سیمه ییزو پولیسو مرستیال مشر اس پي پاني رویټرز خبري آژانس ته وویل، دا نښته د سرینګر په جنوب کې په پریسال نومي کلې کې هغه مهال پیل شوه چې وسلهوالو د پوځ پر یوه پوسته حمله وکړه. پاني وویل، په دې نښته کې دوه هندي سرتېري، څلور بریدکوونکي او د سیمې یو ولسي وګړی وژل شوي.
د هغه په وینا وژل شوی کس د هغه کور مالک و چې وسلهوال ورننوتي وو او له هغه ځایه یې مقاومت کاوه.
پاني زیاته کړه چې په دې نښته کې درې هندي سرتېري هم ټپیان شوي دي.
په سرینګر کې د پوځ یو ویاند ډګروال منیش فرانسپرس اژانس ته وویل، برید کوونکي په کلي کې پټ شوي وو چې پوځیانو کلابند کړل.
نوموړی وايي، سرتېرو د نښتې په سیمه کې له بریدکوونکو څخه پاتې څلور وسلې هم ترلاسه کړي دي.
د هند د پوځ دې ویاند زیاته کړه چې په سیمه کې د دوی عملیات دوام لري.
په هندي کشمیر کې له څو لسیزو راهیسې افراطي ډلې وسلهوالې حملې کوي.
هند تل پر پاکستان تور لګولی چې په دې لانجمنه سیمه کې افراطي ډلو ته د وسلو او تجهیزاتو په ورکولو سره د تشدد اور ته لمن وهي خو پاکستان تل دا تورونه رد کړي دي.
په کشمیر کې چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي د تشدد وروستۍلړۍ تېرکال په جولای میاشت کې وروسته له هغه پیل شوه چې هندي ځواکونو د بیلتونپالو یو پلوي مشر برهان واني چې د کشمیر د بیلتونپالو له مخکښو او منلو مشرانو څخه و، په ډزو وواژه.
تیره میاشت په دې سیمه کې د سړک جوړولو درې تنه کارګران هم وروسته له هغه ووژل شول چې ناپیژاندو وسلهوالو د دوه پر استوګنځي برید وکړ.